د منځپانګې جدول
لنډیز
دا لارښود د کډوالو د حيثيت ټاکلو لپاره د يو اين ايچ سي ار د پروسې لنډيز وړاندې کوي.
د کډوال د حيثيت ټاکل څه دي؟
د کډوال د حيثيت ټاکل هغه پروسه ده چې پرېکړه وکړي، چې ايا يو شخص کډوال دی که نه. هغو کسانو ته چې درخواست کوي، تر څو د کډوالو په توګه وپېژندل شي، ډېر ځله پناه غوښتونکي هم وايي. که ته چېرې دا ټول معيارونه پوره کړې، ته کډوال يې:
- له خپله هيواده بهر يې.
- وېره لرې چې له جدي زيان سره به مخ شې، که چېرې بېرته خپل هيواد ته ستون شې.
- ستا وېره "په حقه پېژندل شوې"
-
ستا د جدي زيان د وېرې لامل دی ستا:
- توکم
- دين
- هويت
- سياسي نظريه
- په ځانګړي ټولنيزه ډله کې ستا غړيتوب
- تاته به په خپل هيواد کې د حکومت لخوا زيان ورسيږي. يا، ستا د خپل هيواد حکومت نه غواړي، يا نه شي کولای چې تا له هغو خلکو خوندي وساتي، چې غواړي تاته زيان ورسوي.
- ته په مناسب ډول په خپل هيواد کې خوندي ځای ته نه شې تللی.
- ته د سختو جرمونو له کبله د کډوالۍ له حيثيت څخه نه يې ايستل شوې.
دا معيار د ۱۹۵۱ کډوالۍ له قرارداد څخه اخستل شوي دي.
په ډېرو هيوادونو کې حکومت دا پرېکړه کوي، چې يو کس کډوال دی. د حکومت لخوا چليدونکي نظام ته ډېر ځله د پناه غوښتنې نظام وايي. په لسګونو هيوادونو کې، بيا يو اين ايچ سي ار پرېکړه کوي، چې يو تن کډوال دی. د يو اين ايچ سي ار د ار ايۍ ډي پروسې هميشه وړيا وي. له يو اين ايچ سي ار څخه د ار ايس ډي په اړه نور معلومات دلته دي.
په هغه هيواد کې چې زه ژوند کوم د ار ايس ډي پروسه څه ډول ده؟
که ته د پناه لپاره عريضه کوې، ته بايد معلوم کړې چې ايا يو اين ايچ سي ار که حکومت د ار ايس ډي د عريضو په اړه غور کوي. د ډېرو هيوادونو لپاره معلومات، د يو اين ايچ سي ار په ويبپاڼه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره معلومات شته.
ممکنه ده چې په بيلا بيلو هيوادونو کې د يو اين ايچ سي ار د ار ايس ډي پروسې مختلفې وي. په ډېرو هيوادونو کې لومړی بايد يو تن له يو اين ايچ سي ار سره د تلفون له لارې يا د يو اين ايچ سي ار په دفتر کې ثبت شي.
کله کله، يو اين ايچ سي ار د يو اين ايچ سي ار د پناه غوښتونکو تصديق پاڼه، او د ثبت شمېره په سمدستي توګه صادروي. دا ټول په هغه هيواد کې چې ته ژوند کوې، د يو اين ايچ سي ار د پروسې پورې اړه لري.
له ثبت وروسته ممکنه ده چې يو اين ايچ سي ار يو تن ته د ار ايس ډي د مرکې لپاره وخت وټاکي. په دې مرکه کې، د يو اين ايچ سي ار يو افسر به له تا پوښتنې وکړي، تر څو پرېکړه وکړي چې ته کډوال يې که نه. آی ار ای پي يو لارښود دلته شتون لري تر څو له تا سره مرسته وکړي، چې د ار ايس ډي د مرکې لپاره چمتووالی ونيسې.
د بيا ځای پر ځای کېدو د پروسې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.
په ځينو هيوادونو کې، د ځانګړو هيوادونو اتباع د انفرادي ار ايس ډي څخه نه تيريږي. د دې پر ځای، په ځينو هيوادونو کې به يو اين ايچ سي ار د ځانګړو هيوادونو اتباع د کډوالو په توګه بې له دې چې په انفرادي ډول مرکه ورسره وکړي، د کډوال په توګه وپېژني.
څه کيږي که چېرې زما د ار ايس ډي عريضه رد شوې وي؟
که چېرې د ار ايس ډي له مرکې وروسته يو اين ايچ سي ار ستا عريضه ردوي، هغه به تاته په هغه ژبه کې ليک صادر کړي، چې ته پرې پوهېږې. ليک کې به هغه دلايل تشريح شوي وي چې پر اساس يې ته رد شوی يې.
ته د پرېکړې په وړاندې د استئناف غوښتنه کولای شې. په ډېرو ځايونو کې، يو اين ايچ سي ار يوازې دېرش ورځې وخت ورکوي تر څو استئناف غوښتنه وکړې. ته بايد ډاډ حاصل کړې چې له دې ضرب الاجل سره ځان برابر کړې. ته بايد ډاډ حاصل کړې چې ته داسې معلومات ورکړې چې د هغه دليل ځواب ووايي د کوم پر اساس چې يو اين ايچ سي ار ستا عريضه رد کړې ده.
په محدودو حالاتو کې، کډوال کولای شي چې له يو اين ايچ سي ار څخه وغواړي، چې د دوی دوسيې بيا پرانيزي، حتی که د دوی استئناف رد شوی وي، يا د استئناف وخت تېر شوی وي.
په ځينو هيوادونو کې د وړيا حقوقي مرستې مهيا کوونکو ادارو نوملړ دلته دی. په هغه هيواد کې چې ته ژوند کوې له ادارې (ادارو) سره اړيکه ونيسه، تر څو ستا د استئناف په برخه کې ورڅخه د مرستې غوښتنه وکړې.
د IRAP څخه د مرستې غوښتلو په اړه معلومات دلته دي
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.