د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM یوه پاتې غوښتنه ولرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 22 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښود د محکمې یوې قضیې په اړه معلومات ورکوي چې د IRAP له خوا ثبت شوې او له دولت څخه غواړي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV ځینې غوښتنلیکونه په چټکۍ سره وڅیړي. دا معلومات یوازې د SIV هغو افغان او عراقي غوښتونکو لپاره دي چې:
د 2022 کال د فبرورۍ د 28 مې نیټې څخه مخکې یې د ماموریت مشر (COM) د منظورۍ غوښتنه کړې وه
او
تر اوسه د COM پریکړې ته په تمه دي یا د SIV د غوښتنلیک د پروسې په یو بل پړاو کې دي.
د قضیې مخینه
په 2018 کال کې، IRAP د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د افغان او عراقي ځانکړې ویزې SIV په پروګرامونو کې د ځنډ په وړاندې په محکمه کې یوه حقوقي دعوی ثبت کړه. IRAP دغه حقوقي دعوی د "ډله ایز اقدام" په توګه ثبت کړه چې دا کار IRAP ته اجازه ورکوي ترڅو په محکمه کې د افغان او عراقي SIV غوښتونکو د یوې لویې ډلې استازیتوب وکړي، پرته دې چې د SIV هر غوښتونکی خپل ځان ته یوه حقوقي قضیه ثبت کړي. د 2022 کال د نومبر په 30 مه نیټه، قاضي ددې قضیې په اړه پریکړه وکړه چې د SIV غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کې د حکومت له خوا رامنځته شوی ځنډ غیرمعقول دی او باید اصلاح شي. اوس، قاضي پر حکومت حکم کړی دی چې د غوښتنلیکونو پروسه ګړندۍ کړي او ددې حکم په اطاعت سره، د پرمختګ په اړه معلومات شریک کړي.
دا قضیه پر چا د اجرا وړ بلل کیږي؟
دا قضیه د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV ټول هغه افغان او عراقي غوښتونکي تر پوښښ لاندې راولي چې د 2022 کال د نومبر په 30 مه نیټه د SIV پروسې په هر پړاو کې 9 میاشتې پریکړې ته په تمه و او تر همدې نیټې یې د خپل غوښتنلیک په اړه پریکړه ترلاسه کړې نه وه. که تاسو هم دغه حالت سره مخ یاست، تاسو په اتومات ډول د "ډله ایز اقدام" غړي یاست او ددې قضیې تر پوښښ لاندې راتلو لپاره تاسو د هیڅ اقدام ترسره کولو ته اړتیا نلرئ.
دا په دې معنی ده چې که تاسو د 2022 کال د فبرورۍ 28 مې څخه مخکې د COM غوښتنلیک لیږلی وي، او تر اوسه مو (یا د COM د منظورۍ په پړاو کې او یا هم د پروسې په بل وروستي پړاو کې) د SIV غوښتنلیک په اړه پریکړه ترلاسه کړې نه وي، تاسو په ډیر احتمال ددې حقوقي قضیې تر پوښښ لاندې یاست.
که تاسو د 2022 کال د فبرورۍ 28 مې څخه وروسته د COM غوښتنلیک لیږلی وي، تاسو ددې قضیې تر پوښښ لاندې نه یاست، که تاسو ددې قضیې تر پوښښ لاندې نه یاست، دا په دې معنی ده چې قاضي پر دولت حکم نه دی کړی چې ستاسو د SIV غوښتنلیک په اړه ګړندۍ پریکړه وکړي او د انتظار د مودې لاندې معلومات ستاسو پر قضیې د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي.
د متحده ایالاتو حکومت باید څه وکړي؟
د قاضي د حکم په اساس، حکومت مکلف دی چې د SIV د غوښتنلیک د پروسې په هر پړاو کې غوښتنلیکونه په ټاکل شوي شمیر ورځو کې وڅیړي او پروسس یې کړي.
په هرو 90 ورځو کې، حکومت باید یو رپوټ ("د پرمختګ رپوټ") وړاندې کړي او پکې تشریح کړي چې آیا د SIV په پروسه کې د هر پړاو اړین مهالویش پوره کولی شي که نه. که حکومت دغه اړین مهالویش پوره نکړی شي، باید د پرمختګ په رپوټ کې یې دلیل څرګند کړي.
د افغانستان د اتباعو لپاره د سفر د بندیز او د ویزې ځنډیدل په دې قضیې څنګه اغیزه کړې ده؟
د 2025 کال په نومبر کې، دولت د افغانستان اتباعو ته د ویزو صادرول وځنډول. د 2026 کال په جنورۍ کې، د سفر پراخ بندیز نافذ شو. د سفر بندیز د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لرونکو په ګډون ډیر شمیر افغانان متحده ایالاتو ته له ننوتلو منع کړل. ددې بندیز په پایله کې، اوس مهال، دولت د ډیرو نادرو حالاتو په استثنا، د افغانستان اتباعو ته ویزه نه صادروي.
دا حقوقي دعوی د افغانانو د سفر په بندیز او د ویزې د صدور په ځنډ اعتراض نلري. دا په دې معنی ده چې اوس مهال، که څه هم حکومت باید په ډله ایز اقدام کې د شاملو افغانانو غوښتنلیکونه د محکمې له خوا د ټاکل شوي مهال ویش په اساس پروسس کړي، دولت مکلف نه دی چې د ډله ایز اقدام افغان غړو ته ویزه صادره کړي. محکمې غوښتنه کړې ده چې حکومت باید د ډله ایز اقدام افغان غړو ته د ویزې د مرکې د نیټې د ټاکلو پرمهال دغه خبرتیا ولیږي.
د کډوالۍ ځانګې ویزې (SIV) افغان غوښتونکو ته خبرتیا: مهرباني وکړئ د ولسمشر 10998 شمیرې خبرتیا په اړه چې د "متحده ایالاتو د امنیت د ساتنې په موخه د بهرنیو اتباعو د ننوتلو د محدودیت" په باب خپره شوې او د 2026 کال د جنورۍ په 1 نیټه نافذه شوې ده او متحده ایالاتو ته د افغانستان پر اتباعو یې د ننوتلو بندیز لګولی دی په travel.state.gov ویبپاڼه کې وګورئ. په یاد ولرئ: د ولسمشر 10998 شمیره خبرتیا د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV افغان غوښتونکو باندې د تطبیق وړ بلل کیږي. دا خبرتیا همداراز په هغو افغانانو د اجرا وړ بلل کیږي چې "د روبیو په وړاندې د افغان او عراقي متحدینو قضیه 18-cv-1388 (D.D.C.) کې شامل دي" او همداراز په هغو کسانو د اجرا وړ بلل کیږي چې محکمې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV غوښتنلیکونه په یو ټاکلي مهال ویش کې وڅیړي او په اړه یې پریکړه وکړي. د ویزې غوښتونکي چې د ولسمشر د 10998 خبرتیا تابع دي، لا اوس هم کولی شي د ویزې غوښتنلیکونه وسپاري او د مرکې وخت وټاکي، خو کیدی شي متحده ایالاتو ته ددوی د ننوتلو اجازه یا دوی ته د ویزې صادرول رد شي.
لکه څنګه چې په دې پاڼه کې یې نور جزییات تشریح شوي دي، د ډله ایز اقدام ځینې افغان غړي کولی شي پریکړه وکړي چې خپل د ویزې ټاکل شوې مرکې وختونه وځنډوي خو باید د خپلو انتخابونو په اړه باید د کډوالۍ وکیل سره خبرې وکړي.
حکومت د ډله ایز اقدام د غړو SIV غوښتنلیکونه څومره په چټکۍ سره پرمخ وړي
د حکومت د پرمختګ تر ټولو نوی رپوټ دلته ترلاسه کیدی شي او د 2026 کال د مارچ له 5 څخه د 2026 کال د جون تر 3 مې پورې موده تر پوښښ لاندې راولي. لاندې معلومات ښیي چې حکومت په څو ورځو کې د SIV د یو پړاو پروسس بشپړوي. په چارت کې همداراز ویل شوي دي چې آیا حکومت د 2026 کال د مارچ له 5 څخه د 2026 کال د جون تر 3 مې ترمنځ هر ټاکل شوی مهال ویش پوره کړی دی که نه.
د افغان SIV پروګرام پړاوونه
د ویزې ملي مرکز (NVC) د COM غوښتنلیکونه ارزوي او د بشپړتیا په اړه یې پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش
وروسته له دې چې تاسو خپل اسناد د ویزې ملي مرکز یا NVC ته ولیږل، NVC باید د 10 کاري ورځو په لړ کې تاسو ته ووایي چې آیا د COM غوښتنلیک بشپړ دی که نه.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
NVC ټاکل شوی مهال ویش پوره کوي.
د COM کارکوونکي د COM غوښتنلیک ګوري او په اړه یې پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش:
که NVC ووایي چې غوښتنلیک بشپړ دی، COM باید د 120 ورځو په لړ کې د غوښتنلیک یا د غوښتنلیک د بیا کتنې (اپیل) په اړه پریکړه وکړي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
COM د ټولو غوښتونکو لپاره دا مهال ویش نه پوره کوي.
-
ځکه چې حکومت څو ځله دا ټاکل شوی مهال ویش نه دی پوره کړی، محکمې پر حکومت حکم کړی دی چې د ډله ایز اقدام د ځانګړي شمیر غړو COM غوښتنلیکونه هره میاشت پروسس کړي ترڅو د هغو غوښتنلیکونو په اړه پریکړه وشي چې له اوږدې مودې راهیسې ځنډیدلي دي.
په جون میاشت کې، حکومت د ډله ایز اقدام د 916 غړو COM کیسونو په اړه پریکړه وکړه.
د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت د خدمتونو اداره (USCIS) د I-360 غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کوي (یوازې هغه غوښتونکي چې I-360 غوښتنلیکونه یې USCIS ته لیږلي دي)
-
اړین مهال ویش:
USCIS ته د I-360 غوښتنلیک له لیږلو وروسته به USCIS د 60 ورځو په لړ کې د I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړي، یا د شواهدو د غوښتنې فورمې (RFE) یا د رد کولو د ارادې خبرتیا (NOID) په لیږلو سره تاسو څخه د لازیاتو شواهدو غوښتنه وکړي.
وروسته له دې چې غوښتونکی د شواهدو د غوښتنې فورمې (RFE) یا د رد کولو د ارادې خبرتیا (NOID) ته ځواب ورکوي، USCIS باید د 60 ورځو په لړ کې د I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړي.
کیدی شي چې د USCIS پریکړه د هغو کیسونو په اړه ډیر وخت ونیسي چې د USCIS په وینا د ملي امنیت اندیښنې پکې موجودې دي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
-
USCIS په مجموع کې ټاکل شوی مهال ویش پوره کوي:
USCIS د 60 ورځو په لړ کې د ډیر شمیر I-360 غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کوي
-
USCIS وایي چې ډیر شمیر کیسونه د ملي امنیت د اندیښنو له امله ډیر وخت نیسي.
0 انتظار 90-180 ورځې
0 انتظار 181-240 ورځې
1 انتظار له 241 ورځو څخه ډیر
-
NVC تاسو ته لارښوونې لیږي چې تاسو څرنګه کولی شۍ د خپلې ویزې غوښتنلیک ولیږئ
-
اړین مهال ویش:
وروسته له دې چې ستاسو د COM غوښتنلیک منظور شو، (یا، که تاسو I-360 غوښتنلیک لیږلی وي، وروسته له دې چې I-360 منظور شو)، NVC باید د 10 ورځو په لړ کې تاسو ته لارښوونې ولیږي (چې څنګه کولی شئ د ویزې غوښتنلیک وسپارئ).
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
NVC دغه مهال ویش پوره کوي.
د ویزې ملي مرکز (NVC) د ویزې غوښتنلیکونه ارزوي او د بشپړتیا په اړه یې پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش:
د ویزې د غوښتنلیک (DS-260) له لیږلو وروسته، NVC باید د 10 ورځو په لړ کې تاسو ته ووایي چې ستاسو غوښتنلیک بشپړ دی که نه. که غوښتنلیک بشپړ وي، NVC به تاسو ته ووایي چې څنګه کولی شئ له افغانستان څخه بهر سفارت کې د مرکې غوښتنه وکړئ.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
NVC دغه مهال ویش پوره کوي.
NVC د ویزې د مرکې نیټه ټاکي
-
اړین مهال ویش:
وروسته له دې چې غوښتنلیک بشپړ شو او وروسته له دې چې تاسو NVC ته له افغانستان څخه بهر سفارت په اړه چیرته چې تاسو به مرکه کوئ وویل، NVC باید د 8 ورځو په لړ کې تاسو سره اړیکه ونیسي او د مرکې نیټه درکړي. د مرکې نیټه باید د NVC له خوا تاسو سره د اړیکې وروسته، 60 ورځې وروسته وي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
NVC درخواست کوونکو ته د مرکې د نیټې په ورکولو کې د 8 کاري ورځو مهال ویش نه پوره کوي.
NVC ټولو درخواست کوونکو ته د 60 ورځو په لړ کې د مرکې نیټه نه ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت او د دولت نور ارګانونه امنیتي ارزونې (”اداري طی مراحل“) ترسره کوي
-
اړین مهال ویش:
له مرکې وروسته (یا د اړتیا په صورت کې د لازیاتو معلوماتو له وړاندې کولو وروسته)، د بهرنیو چارو وزارت باید د 5 ورځو په لړ کې امنیتي ارزونې (”اداري طی مراحل“) پیل او د 90 ورځو په لړ کې یې بشپړ کړي، مګر دا چې د حکومت نور ارګانونه هم امنیتي ارزونې ترسره کړي.
که چیرې د حکومت نورې ادارې د داخلي امنیت د اندیښنو له امله امنیتي ارزونې ترسره کړي، دا مرحله به له 90 ورځو څخه ډیر وخت ونیسي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
-
د بهرنیو چارو وزارت له مرکې وروسته د 5 ورځو په لړ کې د امنیتي ارزونو د پیل کولو شرط پوره کوي.
یادونه: په داسې حال کې چې حکومت وایي دغه مهال ویش پوره کوي، د SIV ډیر شمیر غوښتونکي له مرکې وروسته راتلونکي پړاو یا د امنیتي ارزونو پړاو ته له تللو پرځای د رد کیدنې مکتوب ترلاسه کوي ځکه چې دولت د SIV افغان غوښتونکو ته د ویزې صادرول بند کړي دي. سربیرده پردې، د ویزې د بندیز له امله، د SIV غوښتونکي چې امنیتي ارزونې یې د ترسره کیدنې په حال کې دي، کیدی شي د امنیتي ارزونو له ترسره کیدو وروسته د رد ځواب ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په 90 ورځو کې د ټولو غوښتونکو د امنیتي ارزونو د ترسره کولو شرط نه پوره کوي.
-
هغه کیسونه چې د ملي امنیت د اندیښنو له امله یې طی مراحل ډیر وخت نیسي:
143 کسان د 120 ورځو څخه ډیره موده په تمه دي
142 کسان د 180 ورځو څخه ډیره موده په تمه دي
111 کسان له یو کال څخه ډیره موده په تمه دي
-
د عراقي SIV پروګرام مراحل
د ویزې ملي مرکز (NVC) د COM غوښتنلیکونه ارزوي او د بشپړتیا په اړه یې پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش:
وروسته له دې چې تاسو خپل اسناد د ویزې ملي مرکز NVC ته ولیږل، NVC باید د 10 کاري ورځو په لړ کې تاسو ته ووایي چې آیا د COM غوښتنلیک بشپړ دی که نه. وروسته له دې به NVC د 5 ورځو په لړ کې بشپړ شوی غوښتنلیک COM ته ولیږي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
د COM یا د بیاکتنې (اپیل) هیڅ یوغوښتنلیک تر ارزونې لاندې نه و.
د COM کارکوونکي د COM غوښتنلیک یا اپیل ګوري او په اړه یې پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش:
وروسته له دې چې تاسو خپل اسناد COM ته ولیږل، COM باید د 60 کاري ورځو په لړ کې د غوښتنلیک یا اپیل په اړه پریکړه وکړي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
د COM هیڅ یو غوښتنلیک یا اپیل تر ارزونې لاندې نه و.
د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت اداره یا USCIS د I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش:
USCIS ته د I-360 غوښتنلیک له لیږلو وروسته به USCIS د 60 ورځو په لړ کې د I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړي، یا د شواهدو د غوښتنې فورمې (RFE) یا د رد کولو د ارادې خبرتیا (NOID) په لیږلو سره تاسو څخه د لازیاتو شواهدو غوښتنه وکړي.
وروسته له دې چې غوښتونکی د شواهدو د غوښتنې فورمې (RFE) یا د رد کولو د ارادې خبرتیا (NOID) ته ځواب ورکوي، USCIS باید د 60 ورځو په لړ کې د I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړي.
کیدی شي چې د USCIS پریکړه د هغو کیسونو په اړه ډیر وخت ونیسي چې د USCIS په وینا د ملي امنیت اندیښنې پکې موجودې دي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
د 1-360 هیڅ یو غوښتنلیک تر ارزونې لاندې نه و.
NVC تاسو ته لارښوونې لیږي چې تاسو څرنګه کولی شۍ د خپلې ویزې غوښتنلیک ولیږئ
-
اړین مهال ویش:
وروسته له دې چې ستاسو د I-360 غوښتنلیک منظور شو، NVC باید د 10 ورځو په لړ کې تاسو ته لارښوونې ولیږي (چې څنګه کولی شئ د ویزې غوښتنلیک وسپارئ).
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
د 1-360 هیڅ یو غوښتنلیک منظور شوی نه و.
د ویزې ملي مرکز (NVC) د ویزې غوښتنلیکونه ارزوي او د بشپړتیا په اړه یې پریکړه کوي
-
اړین مهال ویش:
د ویزې د غوښتنلیک (DS-260) له لیږلو وروسته، NVC باید د 10 ورځو په لړ کې تاسو ته ووایي چې ستاسو غوښتنلیک بشپړ دی که نه.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
NVC ټاکل شوی مهال ویش پوره کوي
NVC د ویزې د مرکې نیټه ټاکي
-
اړین مهال ویش:
وروسته له دې چې غوښتنلیک بشپړ شو، NVC باید د 5 ورځو په لړ کې تاسو سره اړیکه ونیسي او د مرکې نیټې درکړي. د مرکې نیټه باید د NVC له خوا تاسو سره د اړیکې وروسته، 60 ورځې وروسته وي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
هیڅ درخواست کوونکی مرکې ته په تمه نه و.
د بهرنیو چارو وزارت او د دولت نور ارګانونه امنیتي ارزونې (”اداري طی مراحل“) ترسره کوي
-
اړین مهال ویش:
له مرکې وروسته (یا د اړتیا په صورت کې د لازیاتو معلوماتو له وړاندې کولو وروسته)، د بهرنیو چارو وزارت باید د 5 ورځو په لړ کې امنیتي ارزونې (”اداري طی مراحل“) پیل او د 90 ورځو په لړ کې یې بشپړې کړي، مګر دا چې د حکومت نور ارګانونه هم امنیتي ارزونې ترسره کړي.
که چیرې د حکومت نورې ادارې د داخلي امنیت د اندیښنو له امله امنیتي ارزونې ترسره کړي، دا مرحله به له 90 ورځو څخه ډیر وخت ونیسي.
-
د 2026 کال د جون د پرمختګ رپوټ حالت:
د بهرنیو چارو وزارت له مرکې وروسته د 5 ورځو په لړ کې د امنیتي ارزونو د پیل کولو شرط پوره کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په 90 ورځو کې د ټولو غوښتونکو د امنیتي ارزونو د ترسره کولو شرط نه پوره کوي.
د 373 کسانو امنیتي ارزونې دوام لري.
-
هغه قضیې چې د داخلي امنیت د اندیښنو له امله یې امنیتي ارزونې ډیر وخت نیسي:
4 کسان له یو کال څخه ډیره موده په تمه دي.
دا زما د SIV کیس لپاره څه معنی لري؟
که قضایي دعوی پر تاسو د تطبیق وړ ده، تاسو په دې دعوی کې د ډله ایز اقدام غړی یاست، او حکومت به ستاسو د غوښتنلیک په طی مراحل کې پورتني مهال ویشونه پوره کوي. خو ددې شرایطو سره سره، ددې امکان هم شته چې حکومت به د هرې قضیې لپاره اړین مهال ویش پوره نکړي. IRAP به پر حکومت خپلو فشارونو ته دوام ورکړي ترڅو په دې قضایي دعوی کې شامل د SIV ټولو قضیو د طی مراحل لپاره دغه مهال ویشونه پوره کړي.
که تاسو د ډله ایز اقدام غړی یاست او د پروسې په هغو پړاوونو کې له ځنډ سره مخ یاست چې حکومت د پورته معلوماتو پربنسټ وایي چې ټاکل شوي مهال ویشونه به پوره کوي، تاسو کولی شئ قضایي ټیم ته دلته پیام ولیږئ. که موږ وکولی شو له دولت څخه ستاسو د کیس د حالت په اړه پوښتنه وکړو، موږ به تاسو سره اړیکه ونیسو. موږ دا تضمین نشو کولی چې ټولو ته به ځواب ووایو.
اضافي معلومات او سرچینې
د افغان او عراقي متحدینو د قضایاو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د IRAP ویبپاڼه وګورئ. افغان او عراقي متحدین د روبیو پر وړاندې: د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیکونو په اړه د پریکړې کولو په برخه کې د سیستماتیکو ځنډونو په وړاندې مقابله.
د افغان SIV غوښتونکو لپاره د IRAP سرچینې دلته د لاسرسي وړ دي. د عراقي SIV غوښتونکو لپاره د IRAP سرچینې دلته وګورئ. له IRAP څخه د حقوقي مرستو د غوښتنې په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.