لنډیز
P1 او P2 (لومړی او دویم شمیره لومړیتوب لرونکي پروګرامونه) هغه پروګرامونه دي چې له لارې یې د افغانستان ځینې اتباع د کډوالو په توګه په متحده ایالاتو کې د میشتیدنې فرصت ترلاسه کوي.
د افغانستان اتباع، متحده ایالاتو ته د کډوالو د میشتیدنې پروګرام ته په مستقیم ډول درخواست نشی کولی. په متحده ایالاتو کې میشت د کورنۍ غړي، دوستان او وکیلان/قانونپوهان هم نشی کولی دوی راجع کړي. دا کسان باید د لاندې افرادو یا موسساتو له لارې راجع شي:
- د متحده ایالاتو د حکومت کارکوونکی یا شرکت/موسسه چې د متحده ایالاتو له حکومت سره اړیکه لري
- د متحده ایالاتو سره تړلی شرکت یا موسسه چې د افغانستان تبعه یې په دې هیواد کې په دندو ګومارلی دی.
P1 او P2 پروګرامونه د ویزې د صدور د پروګرامونو په کتګورۍ کې نه راځي او همداراز د غیرکډوالۍ P ویزې کتګورۍ سره هیڅ اړیکه نلري. د کډوالو د میشتیدنې پروګرام او P1 او P2 پروګرامونه د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام (ایس آی وي) او د لنډمهاله بشردوستانه اقامت ویزې سره توپیر لري.
دا پروسه څومره موده دوام کوي؟
هغه کسان چې د P1 او P2 پروګرامونو په چوکاټ کې راجع کیږي هم باید پراخ طی مراحل یعنې مرکې او امنیتي ارزونې بشپړې کړي. ددې پروګرامونو له لارې د راجع شویو کسانو د میشتیدنې هیڅ ډول تصمین نشته. د IRAP د کډوالو د میشتیدنې د پروسې معلومات دلته ترلاسه کولی شۍ. د IRAP په اټکل، دا پروسه به څو کاله دوام کوي.
دممهال د افغانستان دننه د کډوالو د میشتیدنې د طی مراحل هیڅ ډول پروګرام نشته. هغه کسان چې افغانستان پریږدي او د غوښتنلیک د منظورۍ لپاره بل هیواد کې انتظار باسي، د متحده ایالاتو او یا د ملګروملتونو د سازمان له خوا به هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي.
دا معلومات د متحده ایالاتو د معلوماتو پربنسټ وړاندې کیږي. دا پروګرام د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲ مه نیټه اعلان شود. IRAP په دې باور دی چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه، د افغانستان هیڅ اتباعو د غوښتنلیک طی مراحل بشپړ کړي نه دي او دا طی مراحل په اوږده موده کې نه بشپړیږي. په زرګونو کسان دې پروګرام ته راجع شوي خو د متحده ایالاتو حکومت د طی مراحل په برخه کې لازم اقدامات نه دي ترسره کړي. هرکله چې د متحده ایالاتو حکومت په دې برخه کې نوي معلومات خپاره کړل او د غوښتنلیکونو په طی مراحل کې پرمختک رامنځته شو، IRAP به سمدستي ددې لارښود معلومات نوي کړي.
آیا د P1 او P2 پروګرامونو په چوکاټ کې راجع شوی یو شخص کولی شي د افغانستان یو تبعه سره له هیواد څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي؟
نه. دممهال، د افغانستان دننه د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره هیڅ لاره نشته. یو عارض کولی شي د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک د طی مراحل کار د افغانستان دننه پیل کړي او یا هم P1 او P2 ته راجع شي. دا پروګرامونه په متحده ایالاتو کې د کډوالو د میشتیدلو لپاره دي، خو د افغانستان دننه ددې غوښتنلیکونو د بشپړولو لپاره هیڅ لاره نشته. د P1 او P2 د راجع کیدنې پروګرامونه اوس مهال د ایستلو یا تخلیې له پروګرامونو سره هیڅ ډول اړیکه نلري.
د متحده ایالاتو حکومت له دې متقاضیانو سره د مرکې لپاره هیڅ کوم هیواد غوره کړی نه دی. د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ددې پروګرامونو د غوښتنلیکونو طی مراحل به په افغانستان، ایران، شمالي کوریا، سوریه او یمن کې نه ترسره کیږي.
یو افغان څرنګه P-2 پروګرام ته راجع کیدی شي؟
د بهرنیو چارو وزارت په انګلیسي ژبه یو لارښود خپور کړی چې دلته ترلاسه کیدی شي. هغه افغانانو چې په افغانستان کې په لاندې پروګرامونو کې دنده ترسره کړې وي، کیدی شي P-2 پروګرام ته واجد شرایط وي:
- د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوي پروګرامونه، د بلاعوضو مشرتو د تطبیق پروژې او یا د متحده ایالاتو تعاوني قراردادونه
- د فرعي قراردادیانو کارکوونکي او د بلاعوضو مرستو فرعي ترلاسه کوونکي P-2 پروګرام لپاره واجد شرایط نه دي.
- په متحده ایالاتو کې میشتې رسنۍ
- په متحده ایالاتو کې میشت غیردولتي سازمانونه
د افغانستان اتباع دغه راز په هغه صورت کې دې پروګرامونو ته واجد شرایط دي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام ته د درخواست لپاره، د خدمت د ناکافي مودې له امله، واجد شرایط نه بلل کیږي. په دې کتګورۍ کې په افغانستان کې د لاندې پروګرامونو کارکونکي شاملیدلی شی:
- که چیرې له یو کال څخه لږې مودې لپاره یې د متحده ایالاتو له قراردادیانو سره د کارمند په توګه دنده ترسره کړې وي.
- د فرعي قراردادیانو کارکوونکي P-2 پروګرام ته واجد شرایط نه بلل کیږي.
- که چیرې د متحده ایالاتو له حکومت سره یې د محلي یا ځایي کارکوونکي په توګه له یو کال څخه لږې مودې لپاره دنده ترسره کړې وي.
- که چیرې د شفاهي/تحریري ژباړونکي په توګه د متحده ایالاتو حکومت، په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونو (USFOR-A)، نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF)، او یا غوڅ ملاتړ ځواکونو سره له یو کال څخه لږې مودې لپاره دنده ترسره کړې وي.
P-2 پروګرام د عارض له خوا لیږل شوی غوښتنلیک نه مني. د متحده ایالاتو د حکومت لارښود په ډاګه وایي چې دې پروګرام ته د یو شخص راجع کیدل باید د متحده ایالاتو د حکومت د یو کارکوونکي له خوا منظور شي.
په متحده ایالاتو کې د میشتو رسنیو او غیردولتي موسساتو کارکوونکو په باب یاد لارښود وایي چې ددې پروګرام عارضین باید د متحده ایالاتو د لوړپوړي تبعه له خوا چې په متحده ایالاتو کې میشتو رسنیو او غیردولتي موسساتو مرکزي دفترونو کې دنده ترسره کوي، دې پروګرام ته راجع شي. د بهرنیو چارو د وزارت د اوسني لارښود په چوکاټ کې، په دې پروګرام کې دا لاندې موارد لازم نه ګڼل کیږي:
- په پروژه، د بلاعوضو مرستو د تطبیق په پروژه او یا د قرارداد په تطبیق کې د خدمت موده.
- هغه سپارښتنې یا سفارشنامې چې د شخص د خدمت ارزښت یا اهمیت څرګندوي.
- او یا دا چې د شخص دندې د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوې پروژې سره څو فیصده ارتباط درلود.
که چیرې تاسو په متحده ایالاتو کې میشته رسنۍ یا غیردولتي موسسه کې کار نه وي کړی، تاسو باید د متحده ایالاتو د یو چارواکي له خوا چې ستاسو کارفرما ته یې بودجه برابروله، راجع شۍ. ستاسو کارفرما یا سوپروایزر باید د متحده ایالاتو حکومتي چارواکي یا موسسې سره چې ستاسو کار ته یې بودجه برابره کړې وه، اړیکه ونیسي او د راجع کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د متحده ایالاتو د پوځ د انجنیرانو قطعې دلته یوه ویب پاڼه او پروسه جوړه کړې ده چې له لارې یې د هغو افغانانو غوښتنې مني چې د متحده ایالاتو د پوځ د انجنیرانو د قطعې له پروژو سره یې دنده ترسره کړې وه.
د دفاع وزارت هم یو بریښنالیک لري چې د دفاع وزارت کارکوونکي کولی شي چې د P1 او P2 پروګرامونو لپاره د عارضینو د راجع کولو لپاره یې وکاروي osd.pentagon.ousd-policy.mbx.afgreferrals@mail.mil. د دفاع وزارت دا هم څرګنده کړې ده چې دا بریښنالیک یوازې د دفاع وزارت کارکوونکو لپاره دی او دممهال د افغانانانو لپاره کوم بریښنالیک یا پروسه نشته چې دفاع وزارت څخه په مستقیم ډول P1 او P2 پروګرامونو ته د راجع کیدنې درخواست وکړي.
که چیرې تاسو په افغانستان کې له خپل کارفرما سره اړیکه نه لرۍ، تاسو کولی شۍ د متحده ایالاتو د حکومت له یو کارکوونکي سره چې ستاسو د کار او د متحده ایالاتو له خوا د بلاعوضو مرستو د پروژې د تمویل په اړه چې تاسو پکې دنده ترسره کوله بلدتیا ولري، اړیکه ونیسۍ.
د کورنۍ واجد شرایط غړي
که چیرې تاسو دې پروګرام ته واجد شرایط یاست، ستاسو کارفرما به دا لاندې کسان دې پروګرام ته راجع کړي:
- تاسو
- ستاسو میرمن یا خاوند
- ستاسو ماشومان (هر سن کې چې وي، مجرد یا واده شوي)
د بهرنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړې چې د واجد شرایط شخص د وفات په صورت کې د نوموړي میرمن/خاوند یا ماشومان دې پروګرام ته درخواست کولی شي او که نه.
د افغانستان تبعه P-1 پروګرام ته څرنګه راجع کیدی شي؟
P-1 یا لومړۍ شمیره لومړیتوب لرونکی پروګرام هغه پروګرام دی چې له لارې یې افراد د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام ته راجع کیږي. د P-1 متقاضیان باید د سفارتونو، غیردولتي موسساتو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له خوا راجع شي. اشخاص په خپله نشي کولی P-1 پروګرام ته درخواست وکړي.
د متحده ایالاتو سفارتونو ددې پروګرام له پیل څخه تراوسه، په ندرت سره کسان راجع کړي دي. دممهال، د متحده ایالاتو ځینې کارکوونکي کولی شي افغانان سفارتونو ته راجع کړي. که چیرې یو افغان د کار له لارې د متحده ایالاتو د حکومت له کارکوونکي سره معرفت حاصل کړی وي، کولی شي له نوموړي څخه دې پروګرام ته د راجع کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړي. که چیرې د متحده ایالاتو کارکوونکي له یو افغان سره شخصي معرفت لري، کولی شي نوموړی دې پروګرام ته راجع کړي. دا شخص باید د متحده ایالاتو د حکومت له یو لوړپوړي کارکوونکي څخه منظوري ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت دې لارښود په اړه معلومات دلته ترلاسه کولی شۍ.
غیردولتي موسسات کولی شي اشخاص P-1 پروګرام ته راجع کړي، خو باید د راجع کوونکو موسساتو په توګه واجد شرایط وي. IRAP د هغو غیردولتي موسساتو په باب چې اوس مهال یې له افغانستان څخه عارضین دې پروګرام ته راجع کړي وي، معلومات نلري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري یو ډیر محدود شمیر کډوال هر کال د بیامیشنیدنې لپاره، راجع کوي. دا سازمان یوازې د بیامیشتیدنې لپاره وګړي راجع کوي، یعنې یوازې هغه کسان چې له خپل اصلي هیواد څخه بهر دي.
وروسته له دې چې یو افغان د P1 یا P2 پروګرام له لارې راجع شو، څه به وشي؟
د افغانستان دننه او بهر افغانان "د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام" (USRAP) ته راجع کیدی شي. سره له دې هم، طی مراحل او مرکې ترهغه مهاله نه ترسره کیږي چې شخص له افغانستان څخه وتلی نه وي. د متحده ایالاتو حکومت اعلان نه دی کړی چې ددې پروګرام د عارضینو مرکې یا مصاحبې به په کوم هیواد کې ترسره کوي. خو ویلي یې دي چې ددې غوښتنلیکونو طی مراحل به په افغانستان، ایران، شمالي کوریا، سوریه او یمن کې نه ترسره کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت لارښود څرګندوي چې وروسته له دې چې یو کارفرما د متحده ایالاتو حکومت ته د عارض معلومات ولیږي او د بهرنیو چارو وزارت د راجع شوي شخص معلومات و ارزوي او پریکړه وکړي چې معلومات بشپړ او نوموړی شخص واجد شرایط دی، د بهرنیو چارو وزارت به noreply@wrapsnet.org یا usrapprod@servicenowservices.com بریښنالیکونو له لارې عارض سره اړیکه نیسي. د بهرنیو چارو د وزارت همدا بریښنالیک به دا هم څرګندوي چې یو عارض له افغانستان څخه له وتلو وروسته څرنګه د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړي.
په یاد ولرئ چې د بهرنیو چارو وزارت له کارفرما/راجع کوونکې ادارې څخه غواړي چې ترهغه دمه چې د راجع شوي عارض د غوښتنلیک پروسه بشپړیږي او شخص منل کیږي، د عارض لپاره د ارتباطي شخص په توګه مرسته وکړي. د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د راجع شوي شخص له منل کیدو وروسته به عارض او کارفرما دواړه له noreply@wrapsnet.org یا usrapprod@servicenowservices.com بریښنالیکونو له لارې بریښنالیک ترلاسه کړي. که چیرې تاسو فکر کوۍ چې د P1 یا P2 پروګرامونو له لارې راجع شوي یاست خو بریښنالیک مو ترلاسه کړی نه دی، تاسو باید د نویو معلوماتو لپاره دا موضوع خپل کارفرما یا هغه شخص سره تعقیب کړئ چې تاسو یې راجع کړي یاست.
د کډوالو د بیامیشتیدنې په طی مراحل کې دوه مرکې یا مصاحبې، امنیتي ارزونې او روغتیایي معاینات شامل دي. د متحده ایالاتو حکومت اټکل کړی دی چې د طی مراحل پروسه به له یو کال څخه ډیره موده دوام کوي. IRAP په دې باور دی چې طی مراحل کیدی شي څو کاله دوام وکړي. د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروسې په اړه د IRAP لارښود دلته ترلاسه کولی شۍ.
آیا کولی شم په یو وخت کې P-1 یا P-2 او د کډوالۍ نورو پروګرامونو ته درخواست وکړم؟
هو. IRAP د درخواست نورو لارو په باب په خپله ویب پاڼه iraplegalinfo.org کې لارښودونونه خپاره کړي دي. په دې ویب پاڼه کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې، د کورنیو بیا سره یوځای کیدو، او لنډ مهال اقامت بشردوستانه ویزې په باب معلومات خپاره شوي دي.
آیا کولی شم د متحده ایالاتو دننه P-1 یا P-2 پروګرامونو ته درخواست وکړم؟
هغه کسان چې د P-1 یا P-2 پروګرامونو په چوکاټ کې راجع شوي او متحده ایالاتو ته یې د لنډ مهال اقامت بشردوستانه ویزه ترلاسه کړې وي، نشي کولی د خپل غوښتنلیک طی مراحل په متحده ایالاتو کې بشپړ کړي. دا کسان باید په متحده ایالاتو کې د قانوني دایمي اقامت لپاره، د حقوقي مرستو لټه وکړي.