د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
لنډیز
دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو ته چې یا د ویزې له لارې او یا هم د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي، عمومي معلومات وړاندې کوي. دا لارښوود همداراز د I-485 فورمې له لارې د متحده ایالاتو دننه د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو په اړه چې ګرین کارت هم ورته ویل کیږي، معلومات وړاندې کوي.
دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو لپاره چې له متحده ایالاتو بهر دي، معلومات نه وړاندې کوي. که چیرې تاسو متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکي یاست، تاسو باید د بهرنیو چارو په وزارت کې د DS-260 فورمې په ډکولو سره کډوالۍ ویزې ته درخواست وکړئ. د DS-260 فورمې په باب د IRAP لارښوود دلته ترلاسه کړئ.
دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې هغو افغان درخواست کوونکو لپاره معلومات وړاندې کوي چې د متحده ایالاتو د حکومت د ایستنې یا تخلیې د پروسې په ترڅ کې د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي او د موقت بشردوستانه استوګنې د پروګرام معتبر اسناد په اختیار کې لري. ددې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې تاسو د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست، په خپل پاسپورت کې لګول شوې ټاپه وګورئ.
دا لارښوود دغه راز د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان درخواست کوونکو لپاره معلومات وړاندې کوي چې د غیرکډوالۍ ویزې له لارې متحده ایالاتو ته راغلي او اوس هم د همدې ویزې په لرلو سره، په غیرکډوالۍ کټګورۍ یا ډله کې راځي. په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې نور ټول درخواست کوونکي، د هغو کسانو په ګډون چې د کډوالۍ معتبر موقف نلري او یا هم د کډوالۍ په محاکمو کې دي، باید د خپل کډوالۍ موقف د تعدیل یا بدلولو لپاره د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړي.
د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو لپاره له درخواست مخکې باید تاسو:
- د ماموریت د مشر (COM) منظوري ترلاسه کړې وي چې پکې د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام لپاره ستاسو واجدیت شرایط تصدیق شوی وي. ددې پروګرام شرایط او الزامات دلته توضیح شوي دي. د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه مخکې د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ بیلګه لاندې وګورئ:
- که چیرې تاسو د ماموریت د مشر (COM) منظوري نلرۍ، د ماموریت مشر منظورۍ ته د درخواست لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
- یادونه: ځینې افغان درخواست کوونکي د کډوالۍ ځانګړې ویزې یو کوچني پروګرام ته چې د شفاهي او لیکنې ژباړونکو لپاره دی، درخواست کوي. دا پروګرام د Section 1059 SIVپه نوم یادیږي. 1059 پروګرام د ماموریت مشر (COM) منظورۍ ته اړتیا نلري. دا پروسه د I-360 فورمې په ډکولو او د جنرال یا پوځي افسر له خوا مکتوب په ترلاسه کولو سره پیلیږي.
-
- که د I-360 غوښتنلیک ثبت او لیږلو ته اړتیا لرئ، تاسو باید د I-360 منظوري ترلاسه کړې وي ترڅو ګرین کارت ته درخواست وکړئ.
- تاسو هغه مهال پوهیږۍ چې ستاسو I-360 غوښتنلیک منظور شوی دی چې د اقدام لپاره خبرتیا (I-797 فورمه) ترلاسه کړۍ. ددې فورمې بیلګه لاندې وګورئ:
ستاسو دا خبرتیا د "مشروطې منظورۍ" په نوم یادیږي او پکې ویل شوي دي چې ستاسو درخواست "منظور یا په مشروط ډول منظور شوی دی. "
که چیرې تاسو د I-360 لیږلو ته اړ یاست، مهرباني وکړئ د I-360 درخواست د لیږلو معلومات د IRAP په لارښوود کې وګورئ.
که چیرې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره مې مرکه کړې وي، آیا اوس هم کولی شم د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو لپاره I-485 فورمه ډکه کړم؟
هو. که چیرې تاسو د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او تراوسه په همدې موقف کې یاست، تاسو د کډوالۍ دایمي موقف ته اړتیا لرۍ. پرته له دې چې د ایستنې یا تخلیې پروسې وروسته ستاسو درخواست په کوم پړاو کې وو، تاسو باید د خپل کډوالې موقف د بدلولو په باب اقدام وکړئ.
د کډوالۍ د موقف تعدیل یا بدلولو لپاره درخواست - I-485 فورمه
وروسته له دې چې د ماموریت د مشر COM منظوري مو ترلاسه کړه او (1) که دا تایید شوي وي چې تاسو د I-360 ثبت او لیږلو ته اړتیا نلرۍ یا (2) دا تایید شوي وي چې تاسو د I-360 ثبت او لیږلو ته اړتیا نلرۍ او I-797 فورمه مو ترلاسه کړې ده چې پکې دا تصدیق شوې ده چې ستاسو I-360 فورمه په مشروط ډول منظور شوې ده، تاسو کولی شۍ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالو د خدمتونو ادارې (USCIS) ته I-485 فورمه ولیږئ.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکي چې د متحده ایالاتو دننه استوګن دي، I-485 فورمه ډکوي او د دایمي قانوني اوسیدونکي د موقف چې ګرین کارت هم ورته ویل کیږي، غوښتنه کوي. د دایمي استوګنې د حق یا ګرین کارت په لرلو سره تاسو کولی شۍ چې:
- په متحده ایالاتو کې دایمي استوګن شۍ
- په متحده ایالاتو کې کار وکړۍ
- د خپلې کورنۍ ځانګړو غړو ته درخواست وکړۍ ترڅو په متحده ایالاتو کې تاسو سره یوځای شي. د کورنیو د یوځای کیدو په باب د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
- په تدریجي ډول د متحده ایالاتو تابعیت ته درخواست وکړئ. د متحده ایالاتو د تابعیت د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت په باب د متحده ایالاتو د حکومت لارښوود دلته وګورئ.
د I-485 درخواست د بشپړولو لپاره مهم ټکي
او کولی شۍ لاندې کسانو لپاره I-485 غوښتنلیک وړاندې کړئ:
- تاسو پخپله
- ستاسو میرمن/خاوند چې په متحده ایالاتو کې تاسو سره دی
- ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشوم چې په متحده ایالاتو کې تاسو سره دي
د قانوني دایمي اوسیدونکي د موقف ترلاسه کولو لپاره، ستاسو په SIV کیس کې شامل هر شخص باید په جلا ډول I-485 غوښتنلیک ولیږي. تاسو کولی شۍ د کورنۍ د ټولو غړو I-485 غوښتنلیکونه یوځای په یو پاکټ کې د پوستې له لارې ولیږۍ، خو د هر غوښتنلیک ټولې اړوندې برخې باید پکې بشپړې او شاملې وي.
که چیرې ستاسو میرمن/خاوند یا ۲۱ کلونو لږ عمر لرونکی ماشوم له متحده ایالاتو څخه بهر دي، تاسو باید د خپل I-485 ترمنظورۍ انتظار وباسئ او له منظورۍ د ترلاسه کولو وروسته باید د یوځای کیدنې د کډوالۍ ویزې د غوښتنلیک کار پیل کړئ.
له هر غوښتنلیک سره باید څه ولیږم
خپل ځان او د کورنۍ غړو لپاره د I-485 غوښتنلیک د لیږلو پرمهال باید دا لاندې اسناد ضمیمه کړئ:
- لاسلیک شوې I-485 فورمه چې ټولې اړوندې برخې یې بشپړې شوې وي. تاسو کولی شۍ د I-485 فورمې د بشپړولو په باب لارښوونې د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو د ادارې له ویب سایت څخه ترلاسه کړئ. په یاد ولرئ چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره افغان درخواست کوونکي د فیس ورکړې ته اړ نه دي.
- دوه 2x2 انچ ورته رنګه عکسونه. د عکس یا انځور په اړه هراړخیزې لارښوونې د پاسپورت عکس په اړه د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې وګورئ.
- که چیرې تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یاست، په دې صورت کې د I-797 فورمې یو نقل چې د مشروطې منظورۍ خبرتیا په نوم یادیږي هم شامل کړئ. تاسو کولی شۍ د I-360 مشروطې منظورۍ بیلګه پورته وګورئ.
- د پاسپورت "انځور" لرونکې پاڼې یو نقل، که چیرې موجوده وي.
- د افغانستان د تابعیت د تذکرې یا الکټرونیکي تذکرې یو نقل، د تذکرې د ژباړې او د ژباړې تصدیق سره.
- د پاسپورت د هغې پاڼې یو نقل چې پرې د پرول ټاپه لګیدلې وي.
- ستاسو د I-94 فورمې یو نقل. دا هغه سند دی چې تاسو متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته ترلاسه کړ. که چیرې I-94 په اختیار کې نلرۍ، تاسو کولی شۍ خپل I-94 په CBP ویب سایت کې ولټوۍ. که چیرې تاسو پاسپورت یا A number نلرۍ، تاسو کولی شۍ I-94 فورمه په ویب سایت کې د خپلې تذکرې د شمیرې په داخلولو سره ترلاسه کړئ.
- I-693 فورمه، د روغتیایي معایناتو رپوټ او د واکسین ریکارډ، چې ټاپه شوی او د "کډوالۍ د چارو ځانګړي ډاکټر" له خوا بشپړ شوی وي. دا ډاکټر د روغتیایي معایناتو او I-693 د بشپړولو په برخه کې رسماً تصدیق شوی دی. په خپله سیمه کې د I-693 فورمې د بشپړولو لپاره د جواز لرونکي ډاکټر د پیدا کولو لپاره د USCIS په ویب سایت کې د ډاکټر د پیدا کولو برخې ته ورشئ. حتی که د مشروط اقامت (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته مو په پوځي هډو کې روغتیایي معاینات ترسره کړي وي، بیا هم باید دغه غوښتنلیک بشپړ کړئ.
- د خپلې میرمن/خاوند د غوښټنلیک لپاره، د نکاح خط یو نقل که چیرې موجود وي، له انګلیسي ژباړې او د ژباړې له تصدیق سره.
- د خپل ماشوم د غوښتنلیک لپاره، د زیږیدنې د تصدیق یو نقل، که چیرې موجود وي، او یا هم تذکره چې پکې د پلار نوم ذکر شوی وي، که چیرې موجود وي، د انګلیسي ژباړې او د ژباړې له تصدیق شره.
که چیرې په فورمه کې د یوې پوښتنې په معنی و نه پوهیږم او یا که چیرې اندیښنه ولرم چې پوښتنې ته ځواب کیدی شي زما پر واجدیت شرایط اغیزه وکړي، څه باید وکړم؟
که چیرې د فورمې د یوې برخې د بشپړولو په اړه ډاډه نه یاست او یا که چیرې د خپل واجدیت شرایط په باب اندیښنه لرۍ، باید د کډوالۍ د چارو له وکیل سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شۍ په خپله سیمه کې وړیا یا په لږ لګښت د کډوالۍ حقوقي خدمتونه دلته ولټوئ.
غوښتنلیک باید د پوستې له لارې چیرته ولیږل شي
د کډوالۍ د ځانګړې ویزې افغان درخواست کوونکو ټول I-485 غوښتنلیکونه باید ورته پتې ته ولیږل شي:
USCIS
Attn: AFGHAN NFB (Box 21281)
1820 E. Skyharbor Circle S
Suite 100
Phoenix, AZ 85034-4850
د غوښتنلیکونو ثبتول وړیا ترسره کیږي
تاسو د خپل I-485 غوښټنلیک د ثبتولو لپاره د پیسو ورکړې ته اړ نه یاست.
د خپل غوښتنلیک په هره پاڼه کې “AFGHAN SIV OPERATION ALLIES WELCOME” ولیکئ. ددې جملې لیکل د متحده ایالاتو حکومت ته دا روښانه کوي چې ستاسو غوښتنلیک د پیسو ورکړې ته اړتیا نلري.
راتلونکي ګامونه
تاسو به د I-485 له لیږنې څو اوونۍ وروسته، د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو له ادارې (USCIS) له خوا د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو خبرتیا چې د I-797 په نوم یادیږي، ترلاسه کړۍ. که چیرې تاسو خپل غوښتنلیک د ترلاسه کیدنې د تایید په موخه د الکترونیکي خبرتیا د ترلاسه کولو لپاره G-1145 فورمه ډکه کړې وي، تاسو به خبرتیا د بریښنالیک او پوستې له لارې ترلاسه کړۍ. خو که چیرې تاسو G-1145 فورمه ډکه کړې نه وي، تاسو به یوازې I-797 فورمه چې د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو خبرتیا بلل کیږي، د پوستې له لارې ترلاسه کړۍ.
د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو خبرتیا په دې معنی ده چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړی دی. USCIS تراوسه ستاسو د کیس په باب پریکړه نه ده کړې. څه موده وروسته به تاسو هغه خبرتیا ترلاسه کړۍ چې پکې ستاسو د غوښتنلیک د منظورۍ، رد کیدلو او یا هم USCIS ته د لازیاتو شواهدو د وړاندې کولو د ضرورت او یا هم تاسو سره د مرکې په اړه معلومات شامل وي.
مرکه
د I-485 فورمې له لیږلو وروسته به د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو اداره (USCIS) تاسو سره د مرکې وخت ټاکي.
د آدرس بدلیدل
بلې سیمې ته د کډې کولو او د آدرس د بدلیدلو په صورت کې، تاسو کولی شۍ د USCIS په ویب سایت کې د آدرس د بدلولو برخې ته ورشۍ او د USCIS په سیسټم کې خپل آدرس بدل کړئ.
آیا کولی شم په یو وخت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې د موقف بدلولو او پناه غوښتنې ته درخواست وکړم؟
هو، سره له دې هم، تاسو باید د کډوالۍ د چارو وکیل سره د خپل ځانګړي وضعیت په باب خبرې وکړئ.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې موقف تعدیل یا بدلولو پروسه په څومره موده کې ترسره کیږي؟
د پروسې د مودې اټکل کول امکان نلري. پخوا به د ورته غوښتنلیکونو د طی مراحل او یا د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو موده په منځنۍ کچه ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو وه.