د منځپانګې جدول
دا مقاله د 2026 کال د اګست په 18 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا مقاله تشریح کوي چې د متحده ایالاتو د سفر وروستی بندیز د هغو خلکو لپاره څه معنی لري چې په متحده ایالاتو کې دننه دي او د هغو هیوادونو وکړي دي چې د سفر د بندیز په لیست کې شامل دي، څه دوی "په بشپړه توګه محدود" لیست یا "تر یوه حده محدود" لیست کې شامل وي. کله چې موږ وایو تاسو د یو هیواد "وګړی" یاست، زموږ مطلب دا دی چې تاسو د هغه هیواد تابعیت لرئ. که تاسو په هغه هیواد کې زیږیدلي یاست چې دلته یې یادونه شوې ده، خو د هغې هیواد تابعیت نه لرئ، دا معلومات پر تاسو د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي.
د 2025 کال د جون د 9 مې او د دسمبر د 31 مې نیټې ترمنځ، لاندې هیوادونه د اغیزمنو شویو هیوادونو په لیست کې شامل وو:
افغانستان، برما، چاد، د کنګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتره، هائیتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، یمن، بروندي، کیوبا، لائوس، سیرالئون، توګو، ترکمنستان او ونزیلا.
د 2026 کال د جنورۍ له 1 نیټې راهیسې، لاندې هیوادونه د اغیزمنو شویو هیوادونو په لیست کې شامل دي: افغانستان، انګولا، انتیګوا او باربودا، بنین، بورکینافاسو، برما، بروندي، د عاج ساحل، چاد، د کنګو جمهوریت، کیوبا، دومینیکا، استوایي ګینه، اریتره، ګابون، ګامبیا، هائیتي، ایران، لائوس، لیبیا، مالاوي، مالي، موریتاني، نایجر، نایجریا، سنیګنال، سیرالئون، سومالیا، سویلي سودان، سودان، سوریه، تانزانیا، توګو، تونګا، ترکمنستان، ونزوئلا، زامبیا، زمبابوی، او یمن.
مهمه ده په یاد ولرئ چې هره قضیه توپیر لري. که تاسو پوښتنه لرئ چې دا حالت پر تاسو یا په ځانګړې توګه ستاسو د کورنۍ پر یو غړي څه اغیزه لري، باید د کډوالو د چارو یو وکیل سره خبرې وکړئ.
که تاسو د سفر د بندیز په اړه عمومي معلومات غواړئ، دلته کلیک وکړئ.
که تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر او "په بشپړه توګه محدود" لیست کې شامل هیواد وګړی یاست، دلته کلیک وکړئ.
که تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر او"تر یوه حده محدود" لیست کې شامل هیواد وګړی یاست، دلته کلیک وکړئ.
زه د سفر د بندیز په لیست کې د یو شامل هیواد وګړی یم. د سفر بندیز ما لپاره څه معنی لري؟
د سفر بندیز په لیست کې شاملو هغو هیوادونو باندې د تطبیق وړ دی چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي او د 2025 کال د جون له 9 مې نیټې راهیسې (هغه کسان چې د 2025 کال د جون د بندیز تر اغیزې لاندې دي) یا د 2026 کال د جنورۍ له 1 نیټې راهیسې (هغه کسان چې د 2025 کال د دسمبر د بندیز تر اغیزې لاندې دي)، معتبره ویزه نه لري. که تاسو د مخه په متحده ایالاتو کې یاست، د سفر بندیز ستاسو د کډوالۍ په اوسني حالت اغیزه نه کوي. سربیره پردې، په متحده ایالاتو کې هغه خلک چې متعبرې ویزې لري، باید د سفر د بندیز له امله خپلې ویزې له لاسه ورنکړي.
سره له دې هم، مهمه ده په یاد وساتئ چې د سفر هغه محدودیتونه چې د بندیز څخه مخکې تاسو لپاره ټاکل شوي وو، اوس هم د تطبیق وړ بلل کیږي. د بیلګې په توګه، که تاسو د لنډ مهالې بشردوستانه استوګنې اجازه یا پرول لرئ، تاسو باید له متحده ایالاتو څخه له وتلو مخکې د لنډ مهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ ترڅو تاسو ته د بیرته ننوتلو اجازه درکړل شي. دا موضوع ډیره پیچلې ده، نو ځکه زموږ سپارښتنه دا ده چې که تاسو د خپل حالت په اړه پوښتنه لرئ، د کډوالۍ یو وکیل سره اړیکه ونیسئ.
همداراز، د 2025 کال په دسمبر کې، دولت نورې پالیسۍ اعلان کړې چې د سفر د بندیز په لیست کې شاملو هیوادونو یې اغیزه وکړه. په دې پالیسیو کې د ملیت په اساس د کډوالۍ د بیلابیل ډول غوښتنلیکونو ځنډیدل هم شامل دی. خو د 2026 کال د جون په 5 مه نیټه یوې فدرالي محکمې پریکړه صادره کړه چې پکې ویل شوي دي چې دا پالیسۍ د قانون خلاف دي. دولت ددې پریکړې پر وړاندې د بیاکتنې غوښتنه وکړه او له لوړې محکمې څخه یې وغوښتل چې تر هغه وخت چې د بیا کتنې یا اپیل په اړه پریکړه کیږي، دولت باید د غوښتنلیکونو د پروسس د دوام مکلفیت ونه لري.
د 2026 کال د اګست په 14 مه نیټه، لوړې محکمې وویل چې تر هغه وخته پورې چې د بیاکتنې یا اپیل د غوښتنې په اړه پریکړه کیږي، دولت باید د کډوالۍ او د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو پروسس ته دوام ورکړي، او دولت نشي کولی چې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کې د یو شخص ملیت د منفي عامل یا فاکټور په توګه په پام کې ونیسي. خو لوړې محکمې په صراحت سره وویل چې تر هغه وخته چې د بیاکتنې (اپیل) غوښتنلیک په اړه پریکړه کیږي، دولت کولی شي چې د کډوالۍ مخکې منظور شوي غوښتنلیکونه بیا وڅیړي. کله چې د بیاکتنې غوښتنلیک په اړه پریکړه وشي، کیدی شي چې ددې پالیسیو پاتې برخه بیا پیل شي. ددې قضیې په اړه نوي معلومات دلته وګورئ.
که تاسو کډوال یا پناه غوښتونکی یاست
که تاسو په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پناه غوښتونکي حیثیت لرئ، د سفر بندیز باید له هیواد څخه ستاسو د وتلو او بیرته ننوتلو مخه ونه نیسي. خو که څه هم د سفر بندیز پر تاسو د تطبیق وړ نه بلل کیږي، په سفر کې کیدی شي لا هم خطرونه موجود وي. که تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو په اړه فکر کوئ، له پریکړې کولو مخکې باید د کډوالۍ له یو وکیل سره مشوره وکړئ.
د کډوالۍ حیثیت لرلو په اړه او دا چې نورې پالیسۍ څنګه کولی شي پر تاسو اغیزه وکړي، دا مقاله ولولئ.
که غواړئ د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک وسپارئ، یا که ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک تر ارزونې لاندې دی
د سفر بندیز په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د سپارلو لپاره، د چا وړتیا نه محدودوي. په 2025 کال کې، د متحده ایالاتو دولت په دې هیواد کې د پناه غوښتنې د ټولو هغو غوښتنلیکونو پروسس وځنډاوه چې په اړه یې پریکړه نه ده شوې. د 2026 کال د جون په 5 مه نیټه، یوې فدرالي محکمې پریکړه صادره کړه چې پکې ویل شوي دي چې دا پالیسي د قانون خلاف ده. دولت ددې پریکړې په وړاندې د بیاکتنې یا اپیل غوښتنه وکړه او ویې غوښتل چې تر هغه وخته پورې چې د بیاکتنې غوښتنې په اړه پریکړه کیږي، د پناه غوښتنې د هغو غوښتنلیکونو د پروسس مسوولیت ونلري چې په اړه یې پریکړه نه ده شوې. د 2026 کال د اګست په 14 مه، یوې لوړې محکمې د دولت غوښتنه رد کړه. دا په دې معنی ده چې تر هغه وخت چې د بیاکتنې یا اپیل د غوښتنې په اړه پریکړه کیږي، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) باید د پناه غوښتنې هغو غوښتنلیکونو په اړه پریکړه وکړي چې تر ارزونې لاندې دي. که چیرې د دولت له خوا د بیا کتنې غوښتنه یا اپیل منظور شي، کیدی شي چې پالیسي له سره پیل شي. زموږ سپارښتنه دا ده چې ددې قضیې په اړه نوي معلومات دلته وګورئ. د هرډول بدلونونو د رامینځته کیدو په صورت کې به موږ هم دغه پاڼه نوې کړو.
سربیره پردې، د سفر بندیز او د کډوالۍ نویو پالیسیو په پام کې نه نیولو سره، که ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک تر ارزونې لاندې وي او تاسو له متحده ایالاتو څخه ووځئ، کیدی شي چې تاسو ته د بیرته راستنیدو اجازه درنه کړل شي. که تاسو هیواد څخه د وتلو په اړه فکر کوئ، باید د کډوالۍ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
که تاسو قانوني دایمي اوسیدونکی (LPR یا د "ګرین کارت" لرونکی) یاست
د سفر بندیز باید ستاسو د کډوالۍ پر حالت او متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو او بیرته راستنیدو پر وړتیا اغیزه ونه کړي. خو سره له دې هم، د سفر بندیز په پام کې نه نیولو سره، متحده ایالاتو څخه بهر سفر کول کیدی شي له خطر سره مل وي. که تاسو هیواد څخه د وتلو په اړه فکر کوئ، باید د کډوالۍ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
که تاسو یو زده کوونکی یاست
که تاسو د معتبرې ویزې لرونکی زده کوونکی یاست، تر هغه چې ستاسو ویزه د اعتبار وړ وي، د سفر بندیز باید پر تاسو اغیزه ونه کړي. همداراز، د سفر بندیز باید د هغو کسانو د ویزو د لغوه کیدو د دلیل په توګه و نه کارول شي چې دمخه په متحده ایالاتو کې دي. خو سره له دې هم، د سفر بندیز په پام کې نه نیولو سره، متحده ایالاتو څخه بهر سفر کول کیدی شي له خطر سره مل وي. که تاسو هیواد څخه د وتلو په اړه فکر کوئ، باید د کډوالۍ له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
که تاسو یو سیاح یا سیلانی یاست
که تاسو د معتبرې ویزې لرونکی یو سیاح یا سیلانی یاست، تر هغه چې ستاسو ویزه د اعتبار وړ وي، د سفر بندیز باید پر تاسو اغیزه ونه کړي. همداراز، د سفر بندیز باید د هغو کسانو د ویزو د لغوه کیدو د دلیل په توګه و نه کارول شي چې دمخه په متحده ایالاتو کې دي.
که تاسو د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې یا پرول لرونکی یاست
که تاسو په متحده ایالاتو کې د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې د اجازې یا پرول لرونکی یاست، د سفر بندیز ستاسو پر حالت اغیزه کولی شي. د متحده ایالاتو دولت ویلي دي چې د هغو کسانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه به بیا وڅیړي چې له 2021 کال راهیسې متحده ایالاتو ته راغلي او د لنډمهالې بشردوستانه استوګنې اجازه یې ترلاسه کړې ده. د 2026 کال د جون په 5 مه، یوې فدرالي محکمې وویل چې دا پالیسي غیرقانوني ده. خو د 2026 کال د اګست په 14 مه، یوې لوړې محکمې دا پریکړه بیرته بدله کړه. دا په دې معنی ده چې کیدی شي دولت د 2026 کال د اګست 14 مې نیټې څخه وروسته د کډوالۍ هغه غوښتنلیکونه بیا وڅیړي چې مخکې منظور شوي وو. ددې حقوقي دعوی په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د سفر بندیز به ستاسو د پناه غوښتنې، له هیواد څخه د شړل کیدو د مخنیوي یا د شکنجې د کنوانسیون په چوکاټ کې د خوندیتوب د غوښتنې په برخه کې ستاسو پر وړتیا اغیزه نه کوي. د 2026 کال د جون له 5 مې نیټې څخه، محکمې پر دولت حکم کړی دی چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو پروسس بیا پیل کړي او ویلي یې دي چې دولت نشي کولی په دې دلیل د یو شخص غوښتنلیک رد کړي چې هیواد یې د سفر د بندیز په لیست کې شامل دی. خو دولت ددې حکم د بیاکتنې یا اپیل غوښتنه کړې ده، او د دولت له خوا د بیا کتنې یا اپیل د بریالیتوب په صورت کې ددې غوښتنلیکونو په اړه پریکړې ځنډیدلی شي.
آیا دا حالت دایمي دی؟ یوه اعلامیه څومره موده دوام کوي؟
دا معلومه نه ده چې د سفر بندیز به څومره موده دوام وکړي. د 2025 کال د دسمبر د اعلامیې له مخې، د بهرنیو چارو وزیر به د 2025 کال د دسمبر له 16 مې نیټې څخه د 180 ورځو په موده کې یو رپوټ وړاندې کړي او پکې باید وضاحت ورکړي چې آیا د سفر د بندیز ځینې برخې باید بدلې یا د سفر بندیز لغوه شي که نه. د بهرنیو چارو وزیر به وروسته له دې په هرو 180 ورځو کې یو ورته رپوټ وړاندې کړي. ددې امکان هم شته چې د هرې ارزونې له دورې وروسته د سفر د بندیز شرایط بدل شي. اوسمهال، موږ نه پوهیږو چې د سفر بندیز به څومره موده دوام کوي، او کوم بدلونونه به په راتلونکي کې رامینځته کیږي. د سفر په بندیز کې د هرډول بدلون د رامینځته کیدو په صورت کې به ددې مقالې مطالب نوي شي.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.