د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 28 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
د 2025 کال د نومبر په 21 مه نیټه، د متحده ایالاتو دولت اعلان وکړ چې دوی به د ټولو هغو کډوالو کیسونه بیا ارزوي چې د 2021 کال د جنورۍ د 21 مې او د 2025 کال د فبرورۍ د 20 مې نیټې ترمینځ متحده ایالاتو ته راغلي دي. په دې کې هغه کډوال هم شامل دي چې اوس مهال ګرین کارت لري، یا یې د ګرین د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک سپارلی او تر اوسه پریکړې ته په تمه دي. دولت دا پروسه "د کډوالو د بیا ارزونې" په نوم یادوي.
په دې مقاله کې تشریح شوي دي چې "د کډوالو بیا ارزونه" څه معنی لري، او د 2025 کال د نومبر د میاشتې له اعلان څخه تر اوسه، دې پالیسۍ په کډوالو څه اغیزه کړې ده. که تاسو یو کډوال یاست چې د 2021 کال د جنورۍ د 21 مې او د 2025 کال د فبرورۍ د 20 مې نیټې ترمینځ متحده ایالاتو ته راغلي یاست، او پوښتنه لرئ چې دا پالیسي پر تاسو څرنګه اغیزه کوي، تاسو باید د سلا مشورې لپاره د کډوالۍ یو وکیل سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ د وړیا او لږ لګښت وکیلانو نوملړ دلته او د شخصي وکیلانو نوملړ دلته ترلاسه کړئ. یادونه: IRAP د هغو خدمتونو د کیفیت تضمین نشي کولی چې ددې وکیلانو له خوا به وړاندې کیږي.
"د کډوالو بیا ارزونه" څه ده؟
د 2025 کال د نومبر په 21 مه نیټه، دولت یوه نوې پالیسي صادره کړه چې پر ټولو هغو کډوالو اغیزه کوي چې د 2021 کال د جنورۍ د 21 مې او د 2025 کال د فبرورۍ د 20 مې نیټې ترمینځ متحده ایالاتو ته راغلي دي. دا پالیسي همداراز کیدی شي پر هغو کډوالو اغیزه وکړي چې له پورتني مهال ویش څخه بهر راغلي دي. ددې پالیسۍ له مخې:
د هغو کډوالو د کډوالۍ د حالت د بلون (ګرین کارت) ټول سپارل شوي غوښتنلیکونه ځنډیدلي دي چې د پورتني مهال ویش دننه موده کې متحده ایالاتو ته راغلي دي.
د ټولو هغو کډوالو کیسونه به بیا و ارزول شي چې ددې مهال ویش دننه موده کې راغلي دي. ددې ارزونې موخه دا ده چې تایید شي آیا دې کسانو ته په سمه توګه پناه ورکړل شوې ده که نه.
له ځینو کډوالو څخه به چې ددې مهال ویش دننه موده کې راغلي دي غوښتنه وشي چې نویو مرکو ته حاضر شي، حتی که دوی متحده ایالاتو ته له ننوتلو مخکې مرکې بشپړې کړې وي.
کیدی شي چې د قانوني دایمي اوسیدونکو (ګرین کارت لرونکو) کیسونه چې د کډوالو په توګه د پورتني مهال ویش دننه موده کې راغلي دي هم له سره وارزول شي او کیدی شي ورڅخه وغوښتل شي چې نورو مرکو ته حاضر شي.
د کډوالو د کیسونو د "بیاارزونې" په اړه د دولت په پروسه کې کیدی شي دا موارد شامل وي:
هیواد څخه بهر د کډوالۍ د غوښتنلیک د اړوندې قضیې اصلي دوسیې ارزونه، چې د مرکې اصلي یادښتونه او نور اسناد پکې شامل دي.
د کډوالۍ نورو غوښتنلیکونو ارزونه، لکه د ګرین کارت غوښتنلیکونه او د کورنۍ د یوځای کیدنې غوښتنلیکونه.
په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیتونو او پروفایلونو ارزونه.
د کډوالو د ادارې چارواکو سره د نورو مرکو غوښتنه.
د سوابقو نورې ارزونې.
"د کډوالو د بیا ارزونې" پالیسي په چا اغیزه کوي؟
د نومبر د میاشتې پالیسۍ له مخې، دولت په ټول هیواد کې د هغو کډوالو "بیا ارزونه" کوي چې د 2021 کال د جنورۍ د 21 مې او د 2025 کال د فبرورۍ د 20 مې نیټې ترمینځ موده کې متحده ایالاتو ته راغلي دي.
په مینیسوټا ایالت کې میشتو کډوالو باندې ځانګړی تمرکز شوی دی. د 2026 کال د جنورۍ په لومړیو کې، د متحده ایالاتو دولت د "PARRIS عملیاتو" تر نوم لاندې عملیات پیل کړل چې په مینیسوټا ایالت کې یې هغه کډوال په نښه کړل چې لا یې ګرین کارتونه نه درلودل.
که دولت زما د کډوالۍ د قضیې "بیا ارزونه" وکړي، څه به وشي؟
د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې ICE له خوا نیول او توقیف
اوس مهال، داسې ښکاري چې د کډوالۍ او ګمرماتو د ادارې (ICE) نیول او توقیف د "بیا ارزونې" د پروسې یوه برخه نه ده. خو سره له دې هم، که تاسو د کډوالۍ حالت لرئ او د ICE له خوا ونیول شئ او غواړئ وپوهیږئ چې په داسې یو حالت کې باید څه وکړئ، اړوند معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د 2026 کال په لومړیو کې، د "PARRIS عملیاتو" د یوې برخې په توګه، د کورني امنیت وزارت (DHS) په مینیسوټا ایالت کې د کډوالو د نیولو او د ICE د توقیف مرکزونو ته یې د لیږلو لړۍ پیل کړه. وروسته له دې، د 2026 کال د فبرورۍ په 18 مه نیټه، د متحده ایالاتو دولت همداراز اعلان وکړ چې هغه کډوال چې ګرین کارت نلري او په ټاکل شوي وخت کې خپلو مرکو ته نه حاضریږي، کیدی شي چې ونیول شي او د یوې نامعلومې مودې لپاره توقیف شي.
کډوالو سره د مرستې نړیوالې پروژې IRAP په مینیسوټا او په ټول هیواد کې د کډوالو د توقیف پروړاندې دوه حقوقي دعوی ثبت کړې. د اوس لپاره، محکمو ویلي دي چې ICE نشي کولی د ګرین کارت د نلرلو په دلیل، کډوال ونیسي او توقیف یې کړي. د حقوقي دعوی په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
د بیا ارزونې مرکې
د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو ادارې یا (USCIS) په مینیسوټا کې د ځینو هغو کډوالو د "بیاارزونې" مرکې ترسره کړې دي چې لا تراوسه یې ګرین کارتونه نه دي ترلاسه کړي. ځینې مرکې د ICE په توقیف ځای کې وروسته له دې چې د ICE افسرانو کډوال ونیول او د کډوالۍ په زندان کې یې حبس کړل، ترسره شوې. نورې مرکې وروسته له هغه ترسره شوې چې کډوالو د ملاقات د وخت خبرتیاوې ترلاسه کړې چې په دې خبرتیاو کې له هغوی څخه غوښتل شوي وو چې په ټاکل شوي وخت کې USCIS دفتر ته د مرکې لپاره حاضر شي.
د بیا ارزونې په دې مرکو کې، د USCIS افسرانو د شخص د هویت، د کډوالۍ اصلي قضیې او د کډوالۍ د قضیې اړوندو نور معلوماتو پوښتنه کړې ده. که تاسو څخه د بیا ارزونې په مرکه د ګډون غوښتنه شوې ده، کیدی شي چې تاسو څخه داسې پوښتنې وشي چې متحده ایالاتو ته له راتګ مخکې د اصلي مرکې په لړ کې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالو د ادارې د چارواکو پوښتنو ته ځواب ورکړی وو. کیدی شي تاسو څخه ستاسو په ریکارډونو کې د شاملو معلوماتو، لکه د ګرین کارت او کورنۍ سره د یوځای کیدو په غوښتنلیکونو کې وړاندې شویو معلوماتو په اړه پوښتنه وشي. تاسو کولی شئ د بیا ارزونې مرکې ته د چمتووالي لپاره نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
که تاسو د کډوالۍ حالت لرئ او د ICE له خوا توقیف شوي یاست، کیدی شي چې دولت ستاسو د توقیف د مودې په لړ کې د کډوالو د بیا ارزونې مرکه ترسره کړي. که تاسو وکیل لرئ، تاسو باید ټینګار وکړئ چې ستاسو وکیل ته اجازه ورکړل شي چې په مرکه کې ګډون وکړي. که تاسو د خپل وکیل د ټیلفون شمیره لرئ، دولت کولی شي ستاسو وکیل سره اړیکه ونیسي او له هغې څخه وغواړي چې د ټیلفون له لارې په مرکه کې برخه واخلي. که تاسو د کډوالۍ حالت لرئ او د ICE له خوا توقیف شوي یاست او په دې اړه نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، دلته کلیک وکړئ.
د ګرین کارت په غوښتنلیکونو اغیزه
د 2026 کال د فبرورۍ له پیل څخه، د USCIS افسرانو د ځینو کډوالو د ګرین کارت د مرکو په لړ کې د کډوالو د بیا ارزونې اړوندې پوښتنې پیل کړي دي. که تاسو ته د ګرین کارت د مرکې نیټه ټاکل شوې ده، تاسو باید په دې مرکه کې ګډون وکړئ او د کډوالۍ اصلي غوښتنلیک اړوندو پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو اوسئ. تاسو کولی شئ د کډوالو د بیا ارزونې مرکې ته د چمتووالي لپاره د IRAP لارښود دلته وګورئ.
اوس مهال، د ګرین کارت ټول غوښتنلیکونه چې د هغو کډوالو له خوا لیږل شوي دي چې د 2021 کال د جنورۍ د 21 مې او د 2025 کال د فبرورۍ د 20 مې نیټې ترمینځ متحده ایالاتو ته راغلي دي، د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا ارزونې د پالیسۍ له امله ځنډیلي دي. دولت ویلي دي چې دا ځنډ به د هغو کډوالو لپاره پای ته ورسیږي چې بیا و ارزول شي، خو ډیر شمیر هغو کډوالو چې د بیا ارزونې په مرکو کې یې ګډون کړی دی، لا هم د خپلو غوښتنلیکونو په اړه پریکړې ته په تمه دي.
د کډوالۍ د حالت د لغو کولو د ارادې خبرتیاوې (NOITs)
ځینو کډوالو له USCIS څخه خبرتیاوې ترلاسه کړي دي چې "د کډوالۍ د حالت د لغو کولو د ارادې خبرتیا" یا (NOIT) په نوم یادیږي. که تاسو کله د کډوالۍ د حالت د لغو کولو د ارادې خبرتیا NOIT ترلاسه کړئ، نو پکې به تشریح شوي وي چې USCIS غواړي چې ستاسو د کډوالۍ حالت لغو کړي ځکه هغوی باور لري چې متحده ایالاتو ته د راتګ پرمهال، تاسو د "ګډوال" له قانوني تعریف سره تطابق نه درلود. په دې خبرتیا کې معمولا مفصل توضیحات ورکړل شوي وي چې USCIS ولې فکر کوي چې کولی شي ستاسو د کډوالۍ حالت لغو کړي. تاسو باید دې خبرتیا ته د 30 ورځو په لړ کې په لیکلې بڼه ځواب ورکړئ او یا د بلې مرکې غوښتنه وکړئ.
د کډوالۍ حالت د لغو کولو د ارادې د خبرتیا یا NOIT د ترلاسه کولو په صورت کې، دا ډیره مهمه ده چې تاسو تر ټاکل شوې مودې ځواب ورکړئ. تاسو باید د امکان په صورت کې د کډوالۍ یو باصلاحیته وکیل سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ زموږ د چټ باټ له لارې IRAP څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ د وړیا یا کم لګښت وکیلانو نوملړ دلته او د شخصي وکیلانو نوملړ دلته وګورئ. یادونه: IRAP نشي کولی د هغو خدمتونو د کیفیت تضمین وکړي چې په دې نوملړ کې شاملو وکیلانو له خوا به وړاندې کیږي.
د کډوالۍ د حالت لغو کولو او ایستلو غونډې
ځینې کډوال د کډوالۍ د حالت د لغو کولو د ارادې د خبرتیا (NOIT) له ترلاسه کولو وروسته بل مکتوب ترلاسه کوي چې پکې لیکل شوي دي چې دا د کډوالۍ د حالت د لغو کیدو وروستۍ خبرتیا ده. که تاسو دا مکتوب ترلاسه کړی وي، دا به پکې تشریح شوي وي چې USCIS وروستۍ پریکړه کړې ده چې ستاسو د کډوالۍ حالت لغو کړي. په دې مکتوب کې به ویل شوي وي چې تاسو نور کډوال نه ګڼل کیږئ.
که تاسو د کډوالۍ د حالت د لغو کیدو وروستۍ خبرتیا ترلاسه کړې وي، کیدی شي چې د "حاضریدو خبرتیا" په نوم یو بل سند هم ترلاسه کړئ. په دې خبرتیا کې به تشریح شوي وي چې دولت غواړي د کډوالۍ د محکمې د پروسې له لارې تاسو اخراج کړي. په دې خبرتیا کې به محکمې ته ستاسو د لومړي ځل حاضریدو نیټه، وخت او آدرس شامل وي. دا معلومات معمولا د پاڼې په پای کې لیکل شوي وي. که په دې خبرتیا کې محکمې ته د حاضریدو نیټه ذکر شوې وي، ډیره مهمه ده چې په ټاکل شوې ورځ او وخت محکمې ته حاضر شئ.
که تاسو د کډوالۍ د حالت د لغو کیدنې وروستۍ خبرتیا او/یا د کډوالۍ په محکمه کې د حاضریدو خبرتیا ترلاسه کړه، تاسو باید د امکان په صورت کې د کډوالۍ یو باصلاحیته وکیل سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ زموږ د چټ باټ له لارې IRAP څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ د وړیا یا کم لګښت وکیلانو نوملړ دلته او د شخصي وکیلانو نوملړ دلته وګورئ. یادونه: IRAP نشي کولی د هغو خدمتونو د کیفیت تضمین وکړي چې په دې نوملړ کې شاملو وکیلانو له خوا به وړاندې کیږي.
زه په مینیسوټا ایالت کې یو کډوال یم. آیا نور څه شته چې پرې وپوهیږم؟
د 2026 کال په جنوري میاشت کې، ICE په مینیسوټا ایالت کې د هغو کډوالو د توقیف کولو لړۍ پیل کړه چې لا یې ګرین کارتونه ترلاسه کړي نه دي. په ځواب کې، د مینیسوټا ایالت یوې محکمې دوه فرمانونه صادر کړل چې پکې ویل شوي دي چې ICE نشي کولی په مینیسوټا کې کډوال یوازې په دې دلیل توقیف کړي چې لا تر اوسه یې د کډوالۍ حالت نه دی بدل کړی (ګرین کارت نه لري). وروسته له دې، دولت اعلان وکړ چې په ټول هیواد ګې به کډوال د ګرین کارت د نه لرلو په دلیل توقیف کوي. په مسچوسیټ ایالت کې یوې بلې محکمې فرمان صادر کړ چې د متحده ایالاتو دولت نشي کولی په هرځای کې د کډوالو د توقیف پالیسي تطبیق کړي.
اوس، د مینیسوټا قضیه تړل شوې ده. دا په دې معنی ده چې نور په مینیسوټا ایالت کې یوازې د کډوالو د توقیف په اړه د محکمې حکم نشته. ډیره مهمه ده چې وپوهیږو چې د مسچوسیټ د محکمې حکم د مینیسوټا په ګډون په ټولو ځایونو کې د پالیسۍ مخه نیولې ده. له همدې امله، په مینیسوټا کې هغه کډوال چې تر اوسه یې ګرین کارتونه نه دي ترلاسه کړي، له توقیف کیدو څخه خوندي دي.
په مینیسوټا کې کډوال په دوامداره توګه د خپلو کیسونو د بیا ارزونې اړوندې خبرتیاوې ترلاسه کوي، څرنګه چې په دې مقاله کې یې یادونه وشوه. که ستاسو د مرکې نیټه ټاکل شوې ده یا مو داسې یوه خبرتیا ترلاسه کړې ده چې پکې ویل شوي دي چې دولت غواړي ستاسو د کډوالۍ حالت لغو کړي، تاسو باید له یو باصلاحیه وکیل سره خبرې وکړئ. موږ سپارښتنه کوو چې تاسو د مرستې د ترلاسه کولو، او نورو سرچینو سره د ارتباط د ټینګولو لپاره د خپلې بیامیشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولی شئ زموږ د چټ باټ له لارې IRAP څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ د وړیا یا کم لګښت وکیلانو نوملړ دلته او د شخصي وکیلانو نوملړ دلته وګورئ. یادونه: IRAP نشي کولی د هغو خدمتونو د کیفیت تضمین وکړي چې په دې نوملړ کې شاملو وکیلانو له خوا به وړاندې کیږي.
نور معلومات او سرچینې
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.