د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د اکتوبر په 7 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا مقاله تشریح کوي چې له متحده ایالاتو څخه بهر یو شخص څنګه کولی شي د خپل هغه ورور یا خور له لارې متحده ایالاتو ته کډوال شي چې ددې هیواد تابعیت لري. دې پروسې ته "د کورنۍ اړیکې له لارې کډوالي" ویل کیږي. تاسو کولی شئ د کورنۍ اړیکې له لارې د کډوالۍ په اړه نور معلومات دلته، او د کورنیو د یوځای کیدو نورو لارو په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د سفر بندیز په اړه نوي معلومات
اوس مهال، ډیر شمیر "د سفر بندیزونه" نافذ دي چې متحده ایالاتو ته د سفر کولو لپاره د ځینو خلکو د ویزې د ترلاسه کولو په توان اغیزه کوي. د سفر بندیز د کډوالۍ د پروسې په لومړي پړاو چې لاندې تشریح شوی دی اغیزه نه کوي، خو که تاسو په دې پروسه کې پرمخ تللي یاست، کیدی شي چې پر تاسو اغیزه وکړي. د سفر د وروستيو بندیزونو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کیدی شي.
زما ورور یا خور د متحده ایالاتو تابعیت لري. آیا هغوی کولی شي ما سره متحده ایالاتو ته د کډوالۍ په برخه کې مرسته وکړي؟
د متحده ایالاتو اتباع کولی شي متحده ایالاتو ته د خپلو کورنیو ځینو غړو لپاره د کډوالۍ غوښتنه وکړي. که ستاسو ورور یا خور له 21 کلونو څخه ډیر عمر او د متحده ایالاتو تابعیت لري، هغوی کولی شي چې متحده ایالاتو ته ستاسو د راوستلو د پروسې د پیلولو لپاره غوښتنلیک وسپاري.
د کورنۍ اړیکې پربنسټ د کډوالۍ پروسه څه ده؟
متحده ایالاتو ته د کډوالۍ پروسه چې د کورنۍ هغه یو غړي سره د اړیکې پربنسټ ترسره کیږي چې د متحده ایالاتو تابعیت لري، دوه بیلابیل پړاوونه لري.
لومړی، د متحده ایالاتو تبعه باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته غوښتنلیک وسپاري چې د "I-130 فورمې" په نوم یادیږي. د متحده ایالاتو دولت دې ته "عریضه" هم وایي. دې عریضې سره باید هغه اسناد چې ستاسو د ورور یا خور د متحده ایالاتو تابعیت ثابتوي او همداراز هغه اسناد چې ستاسو ترمنځ ورورولي او خورولي ثابتوي، ضمیمه وي.
دوهم، د USCIS له خوا د عریضې د منظوریدلو وروسته، تاسو باید د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کډوالۍ د ویزې غوښتنه وکړئ. د بهرنیو چارو وزارت له خوا ستاسو د ویزې د غوښتنلیک له منظوریدلو وروسته، تاسو کولی شئ چې متحده ایالاتو ته سفر وکړئ. له رسیدو وروسته به تاسو "قانوني دایمي اوسیدونکی" یا د ګرین کارت لرونکی یاست.
ددې پروسې له لارې متحده ایالاتو ته د سفر د اجازې منظوري به څومره وخت ونیسي؟
د متحده ایالاتو تبعه ورور یا خور له لارې دې هیواد ته کډوالي ډیر کلونه وخت نیسي. ددې لامل دا دی چې هر کال ددې کټګورۍ لپاره محدود شمیر ویزې موجودې وي، او غوښتونکي یې خورا ډیر دي. د بیلګې په توګه، د 2026 کال په اکتوبر کې، ورور یا خور سره د اړیکې پربنسټ ویزې د هغو خلکو لپاره موجودې وې چې د 2011 کال په اکتوبر کې یې د غوښتنلیک پروسه پیل کړې وه. دا په دې معنی ده چې خلکو د ویزو د ترلاسه کولو لپاره نږدې 15 کاله انتظار کړی دی.
موږ څنګه کولی شو چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو USCIS ادارې غوښتنلیک (چې د I-130 فورمې په نوم یادیږي) وسپارو؟
په I-130 فورمه کې به د "غوښتونکي" او "ذینفع" یا ګټه اخیستونکي په اړه د معلوماتو غوښتنه کیږي. ستاسو ورور یا خور چې د متحده ایالاتو تابعیت لري په دې پروسه کې د غوښتونکي په نوم یادیږي. تاسو په دې پروسه کې ذینفع یا ګته اخیستونکی یاست. ستاسو ورور یا خور تاسو ته "غوښتنلیک سپاري" (غوښتنه کوي) ترڅو تاسو ته اجازه درکړل شي چې په متحده ایالاتو کې له هغوی سره یوځای شئ.
غوښتونکی مسوولیت لري چې I-130 فورمه بشپړه کړي او له نورو اړینو اسنادو سره یې یو ځای USCIS ادارې ته وسپاري. هغوی باید I-130 فورمه چې دلته ترلاسه کیدي شي، په دې اداره کې ثبت کړي. د I-130 د سپارلو لپاره دوه لارې موجودې دي: 1) د پوست له لارې؛ یا 2) په آنلاین بڼه. تاسو کولی شئ د دواړو لارو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د I-130 غوښتنلیک په چمتو کولو او سپارلو کې دا لاندې پړاوونه شامل دي:
د فورمې د لارښوونو له مخې، د I-130 غوښتنلیک په دقت سره ډکول او لاسلیک کول.
د اړینو شواهدو او اسنادو وړاندې کول (د نور جزییاتو لپاره لاندې برخه وګورئ).
د غوښتنلیک د ثبتولو فیس ورکول. که تاسو کاغذي غوښتنلیک سپارئ نو فیس به یې د آنلاین غوښتنلیک په پرتله لږ څه لوړ وي. تاسو باید د USCIS په ویبپاڼه کې د فیس د محاسبې برخې ته ورشئ ترڅو د I-130 غوښتنلیک د نوي فیس په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
موږ سپارښتنه کوو چې تاسو خپلو غوښتنلیکونو سره یوه مخ پاڼه ضمیمه کړئ چې پکې د هغو اسنادو نومونه لیکل شوي وي چې تاسو یې خپل غوښتنلیک سره سپارئ. دا مرسته کوي چې USCIS وپوهیږي چې تاسو ټول اړین شرایط پوره کړي دي.
د I-130 غوښتنلیک د سپارلو لګښت څومره دی؟
I-130 غوښتنلیک د ثبتولو ټاکل شوی فیس لري. د غوښتنلیک د ثبتولو لپاره بیلابیل فیسونه ټاکل شوي دي چې دا فیسونه دې پورې اړه لري چې تاسو غوښتنلیک د پوست له لارې لیږئ یا په آنلاین بڼه. د 2026 کال د آکتوبر میاشتې راهیسې، د کاغذي غوښتنلیک فیس $675 او د آنلاین غوښتنلیک فیس $625 دی. USCIS ځینې وختونه فیس او د فیس د ورکولو لارښوونې بدلوي، نو ځکه ستاسو ورور یا خور باید د غوښتنلیک له ثبتولو مخکې د نویو لارښوونو لپاره د USCIS دې ویبپاڼې ته ورشي.
له I-130 غوښتنلیک سره باید کوم اسناد وسپارل شي؟
لومړی: ستاسو ورور یا خور باید ثابته کړي چې د متحده ایالاتو تبعه دی.
په I-130 غوښتنلیک کې به ستاسو له ورور یا خور، غوښتونکي یا درخواست کوونکي څخه وغوښتل شي چې خپل د متحده ایالاتو د تابعیت د ثابتولو لپاره اسناد وړاندې کړئ.
د متحده ایالاتو د تابعیت د ثابتولو لپاره باید د I-130 غوښتنلیک سره د لاندې اسنادو څخه یو سند ولیږل شي:
د زیږیدنې د تصدیق یوه کاپي چې ښیي هغوی په متحده ایالاتو کې زیږیدلي دي
د تابعیت د منلو د تصدیق یوه کاپي
د تابعیت د تصدیق یوه کاپي
په بهر کې د زیږون په اړه د کنسولي رپوټ یوه کاپي (CRBA)
د هغوی د متحده ایالاتو د اعتبار وړ پاسپورت یوه کاپي، یا
د متحده ایالاتو د کنسولي افسر له خوا اصلي وینا چې پکې تایید شوې وي چې ستاسو ورور یا خور د متحده ایالاتو اتباع دي او ددې هیواد معتبر پاسپورت لري.
دوهم: ستاسو ورور یا خور باید ستاسو ترمنځ ورورولي او خورولي ثابته کړي.
په I-130 غوښتنلیک کې به ستاسو له ورور یا خور څخه چې په دې پروسه کې غوښتونکي یا درخواست کوونکي دي وغوښتل شي چې هغه اسناد ولیږئ چې ستاسو ترمینځ د ورورولۍ او خورولۍ اړیکه ثابتوي. په دې اسنادو کې باید دا لاندې اسناد شامل وي:
ستاسو د دواړو د زیږیدنې د اسناود کاپي چې ښیي تاسو لږ تر لږه یو ګډ مور یا پلار لرئ.
که ستاسو میندې بیلې خو پلار مو یو وو، د خپل پلار او ستاسو د یوې یا دواړو میندو سره د واده د نکاح خطونو کاپي ضمیمه کړئ. که ستاسو پلار او مور له پخوانۍ میرمنې یا خاوند څخه طلاق اخیستی وي، د ثبوت لپاره د طلاق خط یوه کاپي ضمیمه کړئ.
که ستاسو پلار ستاسو له میندو سره واده نه وي کړی، او تاسو او ستاسو خور یا ورور د فرزندخواندګۍ یا ناڅکه پلار یا مور له لارې اړیکه لرئ: د خپلې اړیکې د ثابتولو لپاره نور اسناد د USCIS د I-130 غوښتنلیک د لارښونو په برخه کې ترلاسه کړئ.
که یو سند په انګلیسي ژبه نه وي، ستاسو ورور یا خور باید د سند انګلیسي ژباړه ولیږي. ژباړې سره باید د ژباړن له خوا یو لیکل شوی بیان شامل وي او پکې ویل شوي وي چې هغه په دواړو ژبو بشپړ تسلط لري.
که یو اړین سند موږ سره موجود نه وي، څه به وشي؟
که تاسو دا اسناد له ځان سره نلرئ، په دې اړه یو څو لارې موجودې دي:
تاسو باید هڅه وکړئ چې سند ترلاسه کړئ. د بیلګې په توګه، کیدی شي چې تاسو یا ستاسو خور یا ورور وکولی شئ یو سفارت ته مراجعه وکړئ او د اسنادو د کاپي غوښتنه وکړئ، یا کیدی شي چې تاسو له کورنۍ یا یو ملګري څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
وګورئ چې آیا USCIS ته د منلو وړ کوم بل سند شته چې د اړین سند پرځای یې وکاروئ. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې ویبپاڼه کې د بدیلو اسنادو لیست وړاندې کړی دی.
له یو دولتي دفتر یا سفارت څخه مکتوب ترلاسه کړئ چې پکې ویل شوي دي چې تاسو اړین سند ترلاسه کولی نشئ.
-
تاسو همداراز باید هڅه وکړئ چې نور اسناد ترلاسه کړئ، لکه:
یو مذهبي سند یا ریکارډ: له یو مذهبي سازمان لکه کلیسا، جومات، معبد یا کنیسې څخه د یو سند کاپي. دا سند باید وښیي چې له زیږون وروسته د دوو میاشتو په لړ کې مذهبي مراسم (لکه د تعمید غسل) ترسره شوی دی. په دې سند کې باید د زیږیدنې ځای او نیټه، د مذهبي مراسمو نیټه او د مور او پلار نومونه شامل وي.
د ښوونځي سند یا ریکارډ: له یوې روزنیزې ادارې، لکه ښوونځي څخه د ترلاسه شوي مکتوب کاپي. په دې سند کې باید په ښوونځي کې د ماشوم د شاملیدلو نیټه، د ماشوم د زیږیدنې نیټه یا عمر، د زیږیدنې ځای او د مور او پلار نومونه شامل وي.
د سر شمیرنې یا احصایې سند یا ریکارډ: دولتي اسناد چې پکې د نوموړي شخص نوم، د زیږیدنې ځای، د زیږیدنې نیټه یا عمر ښودل شوی وي.
-
د هغو کسانو څخه دوه یا ډیر لیکونه ترلاسه کړئ چې د هغې پیښې یا مناسبت پرمهال ژوندي وو چې تاسو یې باید ثابته کړئ (لکه زیږون، واده، طلاق یا مرګ). هغوی باید د پیښې یا مناسبت په اړه "شخصي معلومات" ولري. د بیلګې په توګه، هغه کاکا یا ماما چې ستاسو د مور او پلار د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی دی، یا ستاسو نیا چې ستاسو د زیږون پرمهال ستاسو لیدلو ته راغلې وه.
اړینه نه ده چې دا کسان د متحده ایالاتو اتباع یا په متحده ایالاتو کې استوګن وي، خو هغوی باید وکولی شي چې مفصل توضیحات ورکړي او ووایي چې هغوی د څه شي په اړه پوهیږي او څنګه پوهیږي.
په دې توضیحاتو کې باید هغه لارښوونې تعقیب شي چې د I-130 غوښتنلیک په لارښوونو کې لیکل شوي دي.
د I-130 غوښتنلیک له سپارلو وروسته څه کیږي؟
وروسته له دې چې ستاسو ورور یا خور I-130 غوښتنلیک بشپړ کړ او هغه یې له نورو ضمیمه یي اسنادو سره یوځای USCIS ادارې ته ولیږل، دا اداره به ستاسو خور یا ورور، یعنې غوښتونکي ته، د پوست له لارې خبرتیاوې او لیکونه ولیږي. ځینې وختونه کیدی شي دا اداره غوښتونکي ته د بریښنالیک له لارې هم خبرتیاوې ولیږي. دا ډیره مهمه ده چې دغه مکتوبونه په خوندي ځای کې وساتئ.
لومړی سند چې هغوی یې ترلاسه کوي کیدی شي د غوښتنلیک د "ترلاسه کیدو خبرتیا" وي. دا سند تاییدوي چې د USCIS ادارې ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړی دی. په دې سند کې به د کیس شمیره "چې د رسید شمیرې په نوم یادیږي" او همدارنګه د "لومړیتوب نیټه" لیکل شوې وي. دا یوه مهمه نیټه ده چې تاسو یې باید په پام کې ونیسئ ځکه چې ددې نیټې په مرسته به تاسو وپوهیږئ چې څه وخت د ویزې لپاره غوښتنلیک ولیږئ. موږ دا موضوع په تفصیل سره لاندې تشریح کوو.
ځینې وختونه، USCIS به ستاسو خور یا ورور ته چې په دې پروسه کې غوښتونکي دی، مکتوب ولیږي او له هغوی څخه به وغواړي چې دې ادارې ته نور اسناد وړاندې کړي. دې غوښتنې ته د شواهدو غوښتنه یا (“RFE”) وایي. په RFE کې به ویل شوي وي چې کوم اسناد موجود نه دي او تاسو ته به یوه نیټه وټاکي چې تر هغې نیټې باید ناموجود اسناد وسپارئ. کیدی شي چې USCIS تاسو ته وړاندیز وکړي چې تاسو او ستاسو ورور یا خور د DNA معاینه ترسره کړئ. دا د وینې یوه معاینه ده چې ستاسو او ستاسو د ورور او خور ترمینځ اړیکه ثابتوي. دا ډیره مهمه ده چې په ټاکل شوې نیټه غوښتنو ته ځواب ورکړئ که نه نو کیدی شي چې ستاسو قضیه د ځواب نه ورکولو له امله رد شي.
کیدی شي چې د I-130 غوښتنلیک په اړه د USCIS پریکړه ډیر وخت ونیسي. ځینې وختونه ښایي دا پریکړه پینځه کاله یا ډیره موده وخت ونیسي.
د I-130 غوښتنلیک له منظوریدلو وروسته زه څنګه کولی شم د کډوالۍ ویزې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړم؟
د I-130 غوښتنلیک له منظوریدلو وروسته، په راتلونکي پړاو کې باید تاسو د متحده ایالاتو د سفارت یا کنسولګرۍ له لارې د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړئ. خو تاسو تر هغه وخته د ویزې لپاره غوښتنه نشۍ کولی چې ویزه تاسو لپاره موجوده وي - دا په دې معنی ده چې ستاسو د ویزې د ترلاسه کولو "وار" باید رارسیدلی وي. کیدی شي چې دا ډیر زیات وخت ونیسي. اوس مهال، د ورور یا خور لپاره د انتظار موده کیدی شي 15 کاله یا تر هغه ډیره وي.
د ویزې د غوښتنلیک د سپارلو لپاره به زما وار څه وخت وي؟
په دې کتګورۍ کې د ویزې لپاره ستاسو د انتظار موده د I-130 غوښتنلیک د لیږلو نیټې پورې اړه لري چې ستاسو خور یا ورور تاسو لپاره لیږلی دی. لکه څنګه چې پورته یې یادونه وشوه، د I-130 غوښتنلیک د رسید په خبرتیا کې "د لومړیتوب نیټه" لیکل شوې ده. دا عموماً هغه نیټه ده چې پکې USCIS غوښتنلیک ترلاسه کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت "د ویزې خبرپاڼې یا بولټن" لپاره یوه ویبپاڼه لري چې پکې تشریح شوي دي چې تاسو د لومړیتوب نیټې پربنسټ کله کولی شئ چې د ویزې لپاره غوښتنلیک وسپارئ. د ویزې خبرتیا پاڼه چې د ویزې بولټن هم ورته ویل کیږي په هره میاشت کې نوې کیږي. تاسو باید د I-130 غوښتنلیک له منظوریدلو وروسته په هرو څو میاشتو کې د ویزې بولټن وګورئ. خو کله هم د ویزې د خبرتیا پاڼې یا بولټن لوستل ډیر پیچلی وي. د خپل حالت اړوندو معلوماتو موندلو لپاره دا لاندې کارونه ترسره کړئ:
هغه جدول ولټوئ چې دغه عبارت پرې لیکل شوی دی "د کورنۍ غړي په ملاتړ د ویزې د غوښتنلیک د ثبتولو نیټې (B جدول) (یا “Chart B”)".
په B جدول کې، هغه ردیف پیدا کړئ چې F4 پرې لیکل شوی دی. دا د متحده ایالاتو د اتباعو د ورونو او خویندو لپاره د ویزې کتګوري ده. تاسو ته به په دې ردیف کې بیلابیلې نیټې په سترګو شي.
که تاسو د چین، هندوستان، مکسیکو، یا فیلیپین اتباع یاست، تاسو باید د خپل ځانګړي هیواد لپاره ټاکل شوې نیټه پیدا کړئ. د نورو هیوادونو اتباع باید په هغه ردیف کې ټاکل شوې نیټه وګوري چې پرې دا عبارت لیکل شوی دی "په فهرست کې شاملو هیوادونو پرته نور ټول هیوادونه" "All Chargeability Areas Except Those Listed."
تاسو کولی شئ هغه وخت د خپلې ویزې غوښتنه وکړئ چې ستاسو د لومړیتوب نیټه په B جدول کې له ټاکل شوې نیټې سره یا برابره وي یا له هغې څخه مخکې وي.
بیلګه: د جین خور د 2011 کال د اکتوبر په 15 مه نیټه جین لپاره I-130 غوښتنلیک وسپاره. دا هماغه نیټه ده چې د I-130 د رسید په خبرتیا کې د هغې د "لومړیتوب نیټې" یا "priority date" "په توګه درج شوې ده. جین او د هغې خور په اصل کې د کینیا دي. هغوی ولیدل چې د ویزې په خبرتیا پاڼې یا بولتن کې (لاندې) په F4 کتګورۍ کې د 2011 کال د نومبر 1 نیټه ذکر شوې ده. دا په دې معنی ده چې جین اوس کولی شي د ویزې د غوښتنلیک پروسه پیل کړي.
کله چې ویزه موجوده وي، د ویزې ملي مرکز (NVC) به تاسو، ذینفع یا ګټه اخیستونکي ته چې I-130 غوښتنلیک مو منظور شوی دی، یو بریښنالیک ولیږي. ځینې وختونه، NVC غوښتونکي یا د غوښتنلیک سپارونکي ته هم بریښنالیک لیږي. د NVC په بریښنالیک کې به د ویزې د کیس شمیره او د "انوایس شمیره" شامله وي. په دې بریښنالیک کې به همداراز د ویزې د غوښتنلیک د سپارلو د څرنګوالي په اړه لارښوونې وړاندې شوې وي.
که د ویزې خبرتیا یا بولټن دا وښیي چې اوس ستاسو وار دی چې ویزې ته غوښتنلیک وسپارئ خو تاسو تر اوسه له NVC څخه بریښنالیک ترلاسه کړی نه وي، تاسو باید NVC سره اړیکه ونیسئ او د مرستې غوښتنه وکړئ.
د کډوالۍ ویزې د غوښتنلیک پړاوونه او شرایط کوم دي؟
د ویزې د غوښتنلیک په پروسه کې، تاسو "اصلي غوښتونکی" یاست. ددې پروسې د بشپړولو لپاره، تاسو د لاندې اقداماتو ترسره کولو ته اړ یاست:
د NVC په مکتوب کې د وړاندې شویو لارښوونو په کارولو سره یو آنلاین حساب جوړ کړئ.
د متحده ایالاتو یو بانکي حساب له لارې د ویزې د غوښتنلیک فیسونه په آنلاین بڼه تادیه کړئ.
I-864 فورمه "د مالي ملاتړ تصدیقپاڼه" وسپارئ. دا هغه سند دی چې ستاسو د خور یا ورور له خوا لاسلیک کیږي او پکې متحده ایالاتو ته ستاسو له راتګ وروسته د هغوی له خوا ستاسو د مالي ملاتړ ژمنه کیږي. که هغوی ددې ژمنې لپاره کافي اندازه پیسې نه لري، کیدی شي چې هغوی یو بل مالي ملاتړ کوونکي ته اړتیا ولري ترڅو هغوی سره مرسته وکړي.
د خپل مالي ملاتړ کوونکي مالي اسناد وسپارئ.
د ویزې آنلاین غوښتنلیک چې د DS-260 په نوم یادیږي، بشپړکړئ.
د ټولو اړینو اسنادو، لکه د زیږیدنې د تصدیق او نکاح خط کاپي ګانې راغونډې او وسپارئ.
په یو سفارت یا کنسولګرۍ کې د مرکې وخت وټاکئ او په مرکه کې ګډون وکړئ.
طبي معاینات بشپړ کړئ.
که زه د ویزې د غوښتنلیک سپارلو لپاره چمتو نه یم، څه به وشي؟
په عمومي توګه، تاسو باید دویزې د موجودیت په اړه د خبرتیا د ترلاسه کولو له نیټې څخه وروسته د یو کال په موده کې د ویزې غوښتنلیک وسپارئ. که تاسو د یو کال په موده کې خپل غوښتنلیک و نه سپارئ، کیدی شي چې ستاسو منظور شوی I-130 غوښتنلیک لغو شي. ستاسو منظور شوی غوښتنلیک په هغه صورت کې هم لغو کیدی شي چې تاسو له یو کال څخه ډیرې مودې لپاره د خپلې قضیې پروسه او د قضیې په اړه ارتباطات بند کړئ. د غوښتنلیک د لغو کیدو په صورت کې به تاسو د لومړیتوب نیټه هم له لاسه ورکړئ. په دې صورت کې به تاسو اړ یاست چې د یو نوي I-130 غوښتنلیک سره ټوله پروسه له سره بیا پیل کړئ.
له همدې امله، ډیره مهمه ده چې د ویزې ملي مرکز NVC څخه د مکتوب له ترلاسه کولو وروسته ځواب ورکړئ او لارښوونې په دقت سره تعقیب کړئ. که تاسو له داسې شخصي حالاتو سره مخ یاست چې ستاسو له کنټرول څخه بهر دي او له امله یې سمدستي د غوښتنلیک سپارل یا سفر کول تاسو ته ستونزمن وي، تاسو باید له NVC او/یا له هغې سفارت یا کنسولګرۍ سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو د غوښتنلیک مسئولیت په غاړه لري او هغوی ته د خپل حالت په اړه خبر ورکړئ. کیدی شي تاسو ته د پروسې د ځینو پړاونو د ځنډولو اجازه درکړل شي، خو په دې شرط چې تاسو خپله اړیکه جاري وساتئ.
آیا زما خاوند/میرمن او ماشومان کولی شي چې په متحده ایالاتو کې ما سره یوځای شي؟
تاسو کولی شئ ددې پروسې له لارې د کډوالۍ پرمهال خپله میرمن/خاوند او 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشومان له ځان سره راولئ. تاسو به اړ یاست چې د کورنۍ هر غړي لپاره جلا DS-260 غوښتنلیک بشپړ کړئ ترڅو هغوی وکولی شي چې خپلې ویزې ترلاسه کړي.
که د I-130 غوښتنلیک د سپارلو پرمهال زما د ماشوم عمر له 21 کلونو څخه لږ وو، خو اوس یې عمر له 21 کلونو څخه ډیر دی، څه به وشي؟
د متحده ایالاتو دولت په دې پوهیږي چې ځینې ماشومان د ویزې له ترلاسه کولو مخکې 21 کلن کیږي. نو په همدې دلیل، کانګرس یو قانون تصویب کړ چې "د ماشوم د وضعیت د خوندیتوب قانون" (CSPA) په نوم یادیږي. CSPA اجازه ورکوي چې ځینې ماشومان حتی د 21 کلنۍ وروسته هم په غوښتنلیک کې شامل پاتې شي. د CSPA له مخې، یو ځانګړی فرمول جوړ شوی دی چې ستاسو د ماشوم د " CSPA عمر" د معلومولو لپاره چې ستاسو د ماشوم اصلي عمر ته ورته نه دی، کارول کیږي. د خور او ورور له لارې د کورنۍ اړیکې د کډوالۍ پروسې لپاره، دا فرمول په لاندې ډول دی:
د ویزې د ترلاسه کولو پرمهال د ماشوم عمر - د انتظار موده = د CSPA عمر
کله چې ویزه د لاسرسي وړ وي، ستاسو د ماشوم عمر د میاشتې په لومړۍ ورځ کې هغه عمر ګڼل کیږي چې د ویزې په خبرتیا یا بولټن کې "د وروستي اقدام د نیټې" په جدول (د ویزې د خبرپاڼې A جدول) کې ویل شوي وي چې ویزه تاسو لپاره د لاسرسي وړ ده. د انتظار موده د I-130 د سپارلو او منظوریدلو ترمنځ موده بلل کیږي.
که ستاسو د ماشوم CSPA عمر له 21 کلونو څخه لږ وي، هغه بیاهم کولی شي چې ویزه ترلاسه کړي او تاسو سره یوځای متحده ایالاتو ته راشي - حتی که د هغې اصلي عمر له 21 کلونو څخه ډیر وي. خو ستاسو ماشوم د عمر چې وي، باید مجرد پاتې شي.
بیلګه: د جین خور د 2011 کال د اکتوبر په 15 مه نیټه جین ته I-130 غوښتنلیک وسپاره. دا غوښتنلیک د 2015 کال د دسمبر په 15 مه نیټه منظور شو. جین ته په دې وروستیو کې خبر ورکړل شوی دی چې اوس هغې لپاره ویزه د لاسرسي وړ ده. د I-130 غوښتنلیک د سپارلو په لومړیو کې، د جین لور ماري یوه کوچنۍ ماشومه وه. اوس ماري بالغه ده، او جین غواړي وپوهیږي چې آیا ماري کولی شي هغې سره راشي که نه.
د ویزې د خبرپاڼې له مخې، جین ته د لومړي ځل لپاره د 2026 کال په سپتمبر میاشت کې ویزه د لاسرسي وړ شوه. د 2026 کال د سپتمبر په 1 نیټه، د جین لور، ماري 24 کلنه او 2 میاشتنۍ وه. دا د ویزې د موجودیت پرمهال د هغې عمر دی. د غوښتنلیک د سپارلو د نیټې او د غوښتنلیک د منظوریدلو د نیټې ترمنځ توپیر پر بنسټ، USCIS په 4 کلونو او 2 میاشتو موده کې، I-130 غوښتنلیک منظور کړ. دا د هغې د انتظار موده ده. د ماري د CSPA عمر د محاسبې لپاره، موږ باید د هغې "د انتظار مودې" څخه "د ویزې د موجودیت پرمهال عمر" کم کړو. 24 کلونه او 2 میاشتې - 4 کلونه او 2 میاشتې = 20 کاله.
ځکه چې د ماري CSPA عمر په 20 کلونو کې ثابت پاتې شوی دی، هغه اوس هم کولی شي چې ویزه ترلاسه کړي، خو په دې شرط چې مجرده پاتې شوې وي او د ویزې د موجودیت له نیټې څخه د یو کال په موده کې د ویزې غوښتنلیک وسپاري.
د مرستې غوښتنه
کیدی شي چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي وغواړئ چې په دې پروسه کې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ یو وکیل سره اړیکه ونیسئ. له IRAP او د هغو نورو سازمانونو څخه چې IRAP سره تړاو نه لري، د مرستې د غوښتنې په اړه ځینې سرچینې لاندې وړاندې شوې دي:
له IRAP څخه د مرستې غوښتنه
له نورو سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د وړیا حقوقي خدمتونو وړاندې کوونکو نوملړ دلته ترلاسه کیدی شي. دا وکیلان له IRAP سره تړاو نلري.
په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ خصوصي وکیلانو نوملړ دلته ترلاسه کیدی شي. مهرباني وکړئ په یاد وساتئ چې د کډوالۍ خصوصي وکیلان به د خپلو خدمتونو په بدل کې د فیس غوښتنه کوي. دا وکیلان له IRAP سره تړاو نلري.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.