د منځپانګې جدول
وروستی ځل د 2026 کال د جولای په 15 مه نیټه نوې شوې ده
یادونه: د 2025 کال د مې میاشتې له 15 مې نیټې راهیسې، د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) د ډیر شمیر نویو غوښتنلیکونو لپاره ځنډول شوی دی. تاسو کولی شئ د USRAP د اوسني حالت په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
لنډیز
په دې مقاله کې تشریح شوي دي چې د متحده ایالاتو دولت کوم کډوال د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام لپاره په پام کې نیسي. دا مقاله همداراز په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیامیشتیدنې پروسه تشریح کوي.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره د غوښتنلیک د پروسې په اړه
د متحده ایالاتو د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام یا (USRAP) په نوم هم یادیږي. دا له متحده ایالاتو څخه بهر کډوالو لپاره متحده ایالاتو ته د تګ یوه قانوني لاره ده.
د متحده ایالاتو دولت د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره کوم کډوال په پام کې نیسي؟
ډیر شمیر خلک نشي کولی چې په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام ته غوښتنلیک وسپاري. د متحده ایالاتو دولت د څلورو بیلا بیلو دلایلو پربنسټ، خلک د بیامیشتیدنې لپاره په پام کې نیسي:
په انفرادي توګه
په یوه ځانګړې ډله کې غړیتوب
د کورنۍ د غړو یوځای کیدل
د وروسته یوځای کیدو I-730 پروسه
د یوې ځانګړې کتګورۍ له لارې د بیامیشتیدنې پروسې ته د لاسرسي لرل په دې معنی نه دی چې تاسو به په اتومات ډول د متحده ایالاتو د دولت له خوا د کډوال په توګه په پام کې ونیول شئ. که تاسو د لاندې لومړیتوب لرونکو کټګوریو له جملې څخه د یوې کتګورۍ په اساس د بیامیشتیدنې لپاره راجع شوي یاست، د متحده ایالاتو دولت به تاسو سره مرکه کوي او دا پریکړه به کوي چې آیا تاسو باید په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه بیامیشتیدنې ته په پام کې ونیول شئ که نه.
1 لومړیتوب: په انفرادي توګه
لومړی، کیدی شي چې په هغه هیواد کې ستاسو انفرادي وضعیت په پام کې ونیول شي چې د لومړي ځل لپاره تاسو پکې د خوندیتوب (پناه) غوښتنه کړې وه، او بیا د همدې انفرادي وضعیت پر بنسټ به د متحده ایالاتو د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام ته راجع شئ. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) ډیر دغه کیسونه راجع کوي. نور کیسونه د متحده ایالاتو د سفارتونو او غیردولتي موسساتو له خوا راجع کیږي. دا راجع کیدنه ستاسو د پناه غوښتنې په هیواد کې، ستاسو د اړتیاو پربنسټ ترسره کیږي. په ډیرو لږو حالاتو کې، که تاسو اوس هم په خپل اصلي هیواد کې ژوند کوئ، نو کیدی شي چې هلته د خوندیتوب د ځانګړو او استثنایي اړتیاو پربنسټ تاسو د بیامیشتیدنې لپاره راجع شئ.
د 2021 کال په اګست میاشت کې د متحده ایالاتو دولت د افغانانو او د هغوی د کورنیو وړ غړو لپاره د راجع کیدنې P-2 او P-1 پروګرامونه جوړ کړل. دا پروګرامونه افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا (SIV) پروګرام څخه توپیرلري. تاسو کولی شئ نور معلومات دلته ترلاسه کړئ. د هغو افغانانو لپاره دلته نور معلومات وړاندې شوي دي چې د P-2 اوP-1 پروګرامونو په اړه نورو معلوماتو ته اړتیا لري.
2 لومړیتوب: په یوه ځانګړي ډله کې غړیتوب
که تاسو د داسې یوې ډلې سره تړاو لرئ چې د متحده ایالاتو دولت فکر کوي دا ډله بیا میشتیدنې ته اړتیا لري، کیدی شي تاسو د بیامیشتیدنې لپاره په پام کې نیول شئ. د کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره P-2 ته د لاس رسۍ دوه ډوله پروګرامونه موجود دي: ډله ییز لاسرسی او مستقیم لاسرسی.
ډله ییز لاسرسی په دې معنی دی چې د متحده ایالاتو دولت پریکړه کړې وي چې د یوې ځانګړې ډلې غړي باید په دې ډله کې د غړیتوب له امله بیا میشتیدنې لپاره راجع شي. هغه کسان چې د ډله ییز لاسرسي لپاره وړ دي، په مستقیمه توګه د بیامیشتیدنې غوښتنه نشي کولی. تاسو باید د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ UNHCR له خوا د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام USRAP ته راجع شئ.
د هغو ډلو بیلګې چې پخوا د ډله ییز لاسرسي پروګرام لپاره پیژندل شوې وې، په لاندې ډول دي:
د برما هیواد ځینې قومي اقلیتونه چې په ټایلنډ او مالیزیا کې ژوند کوي
په نیپال کې ځینې بوتاني کډوال
په رواندا او تانزانیا کې ځینې کانګویي کډوال
په اتوپیا کې ځینې اریتره اي وګړي
په السالوادور، ګواتمالا، او هندوراس کې زیان منونکي خلک
د ځینو نورو ډلو خلک کولی شي د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو دولت ته غوښتنلیک وسپاري. خو ځکه چې د ډیر شمیر کډوالو د غوښتنلیکونو پروسس ځنډول شوی دی، دا پروګرامونه په فعاله توګه نوي غوښتنلیکونه نه پروسس کوي. لاندې معلومات هغه پروسې تشریح کوي چې پخوا د پروګرامونو د فعالیت پرمهال موجودې وې. موږ نه پوهیږو چې آیا د متحده ایالاتو دولت به په دې پروګرامونو کې د غوښتنلیکونو پروسس بیا پیل کړي که نه او څه وخت به یې بیا پیل کړي.
-
ځینې عراقیان او د هغوی د کورنیو نږدې غړي چې په عراق کې یې د متحده ایالاتو دولت، د متحده ایالاتو د دولت قراردادي شرکت، یا په متحده ایالاتو کې میشتې رسنۍ یا غیرانتفاعي سازمان لپاره کار کړی دی.
هغه عراقیان چې د متحده ایالاتو دولت لپاره یې کار کړی دی، یا د هغوی د کورنۍ غړي چې د متحده ایالاتو دولت لپاره کار کړی دی کولی شي د مستقیمې لاسرسۍ پروګرام ته غوښتنلیک وسپاري. د عراقیانو او د هغوی کورنیو لپاره چې د متحده ایالاتو دولت لپاره یې کار کړی دی د کډوالو د بیامیشتیدنې په اړه معلومات دلته وړاندې شوي دي.
-
د عراقي او سوریایي کورنیو ګټه اخیستونکي یا ذینفع غړي چې منظور شوي I-130 غوښتنلیکونه لري.
ځینې افغانان چې د متحده ایالاتو دولت، د متحده ایالاتو د دولت قراردادي شرکت یا د بلاعوضو مرستو تطبیقوونکي، یا په متحده ایالاتو کې میشتې رسنۍ یا غیردولتي موسسې لپاره کار کړی دي. افغانان باید د ګومارونکي له خوا راجع شي. ددې پروګرام په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
په ایران، یوریشیا او بالتیک کې ځینې مذهبي اقلیتونه. دا پروګرام د لوتینبرګ Lautenberg په نوم یادیږي. د ایراني مذهبي اقلیتونو لپاره د لونیتبرګ پروګرام په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
-
د السالوادور، ګواتمالا او هندوراس وګړي چې په متحده ایالاتو کې د کورنۍ غړي لري.
د مرکزي امریکا د ماشومانو (CAM) پروګرام د هغو کوچنیو ماشومانو لپاره یوه قانوني لاره ده چې په السالوادور، ګواتمالا او هندوراس کې له ځورونې او خطر سره مخ دي ترڅو خپلو میندو او پلرونو سره چې په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه ژوند کوي، بیرته یوځای شي. ددې پروګرام په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
3 لومړیتوب: د کورنۍ د غړو یوځای کیدل
که تاسو د کډوال یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لرونکي په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست یا که تاسو ته په متحده ایالاتو کې پناه درکړل شوې ده، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ ځینو غړو ته غوښتنلیک وسپارئ ترڅو تاسو سره یوځای شي. تاسو کولی شئ د بیامیشتیدنې یوې ادارې څخه غوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو خاوند/میرمن، 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشوم یا ستاسو مور او پلار ته غوښتنلیک ولیږي. په ځینو حالاتو کې، کیدی شي چې تاسو وکولی شئ د خپلې کورنۍ هغه غړي ته غوښتنلیک ولیږئ چې ستاسو د کورنۍ نږدې غړی نه بلل کیږي خو ستاسو له خاوند/میرمن، 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشوم یا ستاسو مور او پلار سره ملتیا کوي. هغه شخص چې تاسو یې متحده ایالاتو ته د راتګ لپاره غوښتنه کوئ، هم باید کډوال وي. دا په دې معنی ده چې هغه باید له خپل اصلي هیواد څخه بهر وي او د ځانګړو دلایلو له امله خپل هیواد ته له ستنیدو ویره لري. د 3 لومړیتوب پروګرام له لارې د کورنۍ نږدې غړو د بیامیشتیدنې په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د وروسته یوځای کیدو I-730 پروسه
که تاسو یو کډوال یاست یا که تاسو ته پناه درکړل شوې ده، تاسو کولی شئ خپلې میرمن/خاوند او 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشوم ته غوښتنلیک وسپارئ ترڅو تاسو سره په متحده ایالاتو کې بیرته یوځای شي. ستاسو میرمن/خاوند او مجرد ماشوم کولی شي د هر هیواد تابعیت لرونکی وي. هغوی اړ نه دي له خپل اصلي هیواد څخه بهر وي یا د خپلې کډوالۍ حالت ثابت کړي. I-730 پروسې له لارې د کورنۍ د نږدې غړي د بیامیشتیدنې په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره د غوښتنلیک د سپارلو پروسه څه ده؟
د متحده ایالاتو د بیامیشتیدنې د پروسې لومړي پړاوونه د هغو دلایلو پربنسټ توپیرلري چې د متحده ایالاتو دولت به تاسو د همدې دلایلو په اساس د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام لپاره په پام کې نیسي. دا پروسه کیدی شي ډیر کلونه وخت ونیسي.
که تاسو په پورته ذکر شویو کټګوریو کې یاست، تاسو باید د بیامیشتیدنې د پروسې پاتې برخه بشپړه کړئ. تاسو کیدی شي له ډیرو اوږدو ځنډونو سره مخ شئ. کیدی شي چې ستاسو غوښتنلیک رد شي.
کله چې تاسو د بیامیشتیدنې لپاره د متحده ایالاتو دولت ته راجع شئ، د متحده ایالاتو دولت به تاسو ته یوه دوسیه پرانیزي او تاسو ته به د قضیې شمیره یا کیس نمبر درکړي. د قضیې په شمیره کې به دوه توري او شپږ عددونه شامل وي. د بیامیشتیدنې د ملاتړ یو مرکز (RSC) به تاسو سره اړیکه ونیسي. دا هغه سازمانونه دي چې د متحده ایالاتو دولت سره د بیامیشتیدنې په پروسه کې مرسته کوي. تاسو کولی شئ په هغه هیواد کې چې اوسیږئ د بیامیشتیدنې د ملاتړ اړوند مرکز یا (RSC) دلته پیدا کړئ.
د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز به د ارزونې لپاره تاسو سره مرکه وکړي. په دې مرکه کې به د RSC یو کارکوونکی:
اسناد راغونډ کړي.
ستاسو د کورنۍ د غړو په اړه به تاسو څخه پوښتنې وکړي.
ستاسو د کار او استوګنځي د مخینې په اړه به پوښتنې وکړي.
په ځینو حالاتو کې، تاسو څخه به د هغو زیانونو په اړه پوښتنه وشي چې تاسو پخوا په خپل هیواد کې ورسره مخ شوي یاست او یا به په راتلونکي کې ورسره مخ شئ.
تاسو به وروسته د متحده ایالاتو یو دولتي چارواکي سره مرکه ولرئ. د USCIS د مرکې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
له مرکې وروسته، د متحده ایالاتو دولت، امنیتي ارزونې ترسره کوي. کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو له دولت څخه د ځواب ترلاسه کولو لپاره ډیره اوږده موده انتظار وکړئ. که تاسو د متحده ایالاتو د دولت په پروسه کې له اوږد ځنډ سره مخ شوي یاست او غواړئ وپوهیږئ چې څه باید وکړئ دا معلومات ولولئ. د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC به تاسو څخه وغواړي چې د انتظار د مودې په لړ کې خپل طبي معاینات بشپړ کړئ او کلتوري موضوعاتو سره د بلدتیا په غونډه کې ګډون وکړئ. د طبي معایناتو ترسره کول او کلتوري موضوعاتو سره د بلدتیا په غونډه کې ګډون کول په دې معنی نه دی چې تاسو بیامیشتیدنې لپاره منل شوي یاست. طبي معاینات او کلتوري موضوعاتو سره د بلدتیا په غونډه کې ګډون کیدی شي د USCIS له مرکې څخه وروسته په هر بل وخت کې ترسره شي.
ددې امکان شته چې د متحده ایالاتو دولت یو غوښتنلیک منظور کړي، ویې ځنډوي یا یې رد کړي. د متحده ایالاتو دولت د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) سره کار کوي ترڅو د منظور شویو کډوالو د سفر چارې تنظیم کړي. که تاسو منظور شوي یاست، IOM به تاسو ته ووایي چې کله او څنګه به متحده ایالاتو ته سفر کوئ.
د متحده ایالاتو دولت کیدی شي خپله پریکړه وځنډوي. دا په دې معنی ده چې یو غوښتنلیک به نه منظور شوی او نه رد شوی وي. ددې معنی دا ده چې د متحده ایالاتو دولت د پریکړې کولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا لري.
د متحده ایالاتو دولت کیدی شي ستاسو د بیامیشتیدنې غوښتنه رد کړي. د غوښتنلیک د رد کیدنې په وړاندې د اعتراض کولو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.