د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
- آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
- آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
- آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
- آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
- د آی ار ای پي ټولې مرستې وړيا دي. هيڅوک چې له آی ار ای پي سره شريک دی دا حق نه لري چې له تاسې څخه د پيسو يا نورو خدماتو غوښتنه وکړي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP کولاې شي چې له ځينو وګړو سره په يو لړ بهيرونو کې، لکه لاندې چې ذکر شوې دي، مرسته وکړي:
- د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP د عمومي رئيس د غوښتنې په برخه کې د افغانستان او عراق د کډوالې د ځانګړې ويزې غوښتونکو سره يو لړ مرستې کوي
- د امريکا په متحده ايالاتو او په ځينې اروپايې هيوادونو کې د کډوالو د کورنيو او د هغوې د خپلوانو بيا يو ځاې کول. د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP د کورنيو د بيا يوځاې کولو د بهير په ځينو پړاونو کې مرسته کوي
- د ملګرو ملتونو د کډوالو د کميشنری UNHCR بهير. د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP په ځينو هيوادونو کې د يو شمير کډوالو، د ملګرو ملتونو د کډوالو د کميشنرې په ځينو بهيرونو کې استازيتوب کوي.
- د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) غوښتنلیکونه. کډوالو سره د مرستې نړیواله پروژه IRAPد متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) له خوا د ځینو رد شویو غوښتنلیکونو د ارزونې په برخه کې مرسته کوي.
- ځينې نور بهيرونه لکه کډوال چې متحده ايالاتو کې د کډوالې د اسنادو لپاره غوښتنه کوي، مرسته کوي.
د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP پروژه دا تضمين نه وي چې له يو تن سره به په بهير کې مرسته وکړاې شي. په هر حالت کې، مونږ نشو کولاې چې له چا سره په مستقيمه توګه حقوقي مرستې وکړو، ځکه د هغه وګړو شمير چې له مونږ څخه د مرستې غوښتنه کوي، زمونږ د وړتيا په پرتله ډير دې.
د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP تاسې سره په لاندې برخو کې مرسته نشي کولاې:
- مالي مرسته
- د دندې موندنې مرسته
- په کوم ځاې کې چې تاسې اوس مهال اوسيږئ، د حکومتي چارو په برخه کې مرسته
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.