د منځپانګې جدول
دا مقاله وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۹مه نېټه تازه شوې ده
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي له ځينو خلکو سره مرسته کوي، چې خدمات پيدا کړي، او د کډوالۍ يا ويزې غوښتنو لپاره چمتوالي ونيسي
آی ار ای پي د هيڅ دولت، آی او ايم، يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده
آی ار ای پي نه شي کولای چاته د کډوالۍ حيثيت، يا ويزه ورکړي، يا يې قضيې چټکې کړي
آی ار ای پي نه شي کولای مالي مرستې چمتو کړي، د هستوګنځي لپاره پيسې ورکړي، يا دندې پيدا کړي
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي.
دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی.
دا معلومات د ۲۰۲۶ کال په جولای کې بیاکتل شوي دي. کېدای شي غوښتنې بدلې شي. هميشه د حکومت يا هغې ادارې نوي معلومات وګوره، چې ستا د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي.
که ته داسې کډوال يې چې په بېړه کې يې، موږ سپارښتنه کوو چې په هغه هيواد کې د يو اين ايچ سي ار له دفتر سره اړيکه ونیسه چرته چې اوس ژوند کوې.
د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP کولاې شي چې له ځينو وګړو سره په يو لړ بهيرونو کې، لکه لاندې چې ذکر شوې دي، مرسته وکړي:
د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP د عمومي رئيس د غوښتنې په برخه کې د افغانستان او عراق د کډوالې د ځانګړې ويزې غوښتونکو سره يو لړ مرستې کوي
د امريکا په متحده ايالاتو او په ځينې اروپايې هيوادونو کې د کډوالو د کورنيو او د هغوې د خپلوانو بيا يو ځاې کول. د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP د کورنيو د بيا يوځاې کولو د بهير په ځينو پړاونو کې مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د کميشنری UNHCR بهير. د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP په ځينو هيوادونو کې د يو شمير کډوالو، د ملګرو ملتونو د کډوالو د کميشنرې په ځينو بهيرونو کې استازيتوب کوي.
د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) غوښتنلیکونه. کډوالو سره د مرستې نړیواله پروژه IRAPد متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) له خوا د ځینو رد شویو غوښتنلیکونو د ارزونې په برخه کې مرسته کوي.
انساني ویزه او د تکمیلي لارو غوښتنلیکونه. IRAP د کډوال د شرایطو، د استوګنې هېواد، او د هغو هېوادونو په پام کې نیولو سره چې دا لارې وړاندې کوي، د ځینو ډولونو انساني ویزو پروسو سره مرسته کوي.
ځينې نور بهيرونه لکه کډوال چې متحده ايالاتو کې د کډوالې د اسنادو لپاره غوښتنه کوي، مرسته کوي.
د کډوالې د مرستو نړيواله پروژه يا IRAP پروژه دا تضمين نه وي چې له يو تن سره به په بهير کې مرسته وکړاې شي. په هر حالت کې، مونږ نشو کولاې چې له چا سره په مستقيمه توګه حقوقي مرستې وکړو، ځکه د هغه وګړو شمير چې له مونږ څخه د مرستې غوښتنه کوي، زمونږ د وړتيا په پرتله ډير دې.
IRAP په لاندې برخو کې مرسته نشي کولی:
مالي مرسته
د دندې موندنې مرسته
په کوم ځاې کې چې تاسې اوس مهال اوسيږئ، د حکومتي چارو په برخه کې مرسته
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.