د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان غوښتونکي کولی شي خپل ځان، خپلې میرمن/خاوند او د ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکو ماشومانو لپاره درخواست وکړي. په دې لارښوود کې توضیح شوي دي چې تاسو څرنګه کولی شۍ خپله میرمن/خاوند او ماشومان د کډوالۍ ځانګړې ویزې په غوښتنلیک کې شامل کړئ.
که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په افغانستان کې دي او تاسو غواړۍ چې له افغانستان څخه د وتلو د مرستو په اړه وپوهیږئ، د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته ورشئ.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان او عراقي لرونکي هم کولی شي چې د ۳ شمیرې لومړیتوب پروګرام له لارې د خپلو کورنیو ځینو غړو لپاره درخواست وکړي. د IRAP د ۳ شمیرې لومړیتوب پروګرام په اړه معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.
دا لارښوود بیلابیلې برخې لري چې د هغو غوښتونکو لپاره معلومات وړاندې کوي چې په بیلابیلو حالتونو کې دي. هغه برخه ولولئ چې ستاسو حالت سره تړاو لري.
تاسو له خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو سره له متحده ایالاتو بهر یاست او د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست کوئ
کله چې تاسو د ماموریت د مشر COM د منظورۍ لپاره درخواست کوۍ، خپله میرمن/خاوند او ماشومان په DS-157 فورمه کې شامل کړئ. که تاسو I-360 فورمه ډکوۍ، خپله میرمن/خاوند او ماشومان په دې فورمه کې شامل کړئ.
وروسته له دې چې DS-157 او I-360 فورمې منظور شوې، د ویزې ملي مرکز (NVC) به د nvcsiv@state.gov بریښنالیک له لارې د DS-260 فورمې په باب چې د ویزې د غوښتنلیک په نوم یادیږي او همداراز د DS-157 او I-360 فورمو په باب چې تاسو د کورنۍ د غړو نومونه پکې شامل کړي دي، معلومات ولیږي. تاسو باید خپلې میرمنې/خاوند او ماشومانو لپاره د ویزې غوښتنلیک په عین وخت کې د خپل غوښتنلیک سره یوځای بشپړ کړئ.
د DS-260 د غوښتنلیک د پروسې په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. د مرکې د پروسې په باب معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست او د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ او له درخواست کولو وروسته تاسو واده کوۍ او ستاسو ماشوم نړۍ ته راځي
که تاسو پخوا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست کړی وي او غواړۍ چې د خپلې کورنۍ غړی په غوښتنلیک کې شامل کړئ، هغه پړاوونه چې تاسو یې باید بشپړکړې دې پورې اړه لري چې ستاسوغوښتنلیک اوس په کوم پړاو کې دی.
- که تاسو د ماموریت د مشر COM منظورۍ ته په تمه یاست، تاسو اوس مهال د هیڅ اقدام کولو ته اړ نه یاست، او تاسو کولی شۍ چې خپله میرمن/خاوند او ماشومان په راتلونکي پړاو کې شامل کړئ.
- که تاسو I-360 غوښتنلیک لیږلی وي او پریکړې ته په تمه یاست، تاسو اوس مهال د هیڅ اقدام کولو ته اړ نه یاست، او تاسو کولی شۍ چې خپله میرمن/خاوند او ماشومان په راتلونکي پړاو کې شامل کړئ.
- که تاسو د ویزې د غوښتنلیک DS-260 د لیږلو په پړاو کې یاست یا مو دغه غوښتنلیک مخکې لیږلی وي، د NVCSIV@state.govبریښنالیک له لارې د خپلې میرمنې/ماشوم په اړه د ویزې ملي مرکز ته بریښنالیک ولیږئ. د ویزې ملي مرکز به تاسو ته اجازه درکړي چې خپلې میرمن/خاوند او ماشوم لپاره د ویزې غوښتنلیک DS-260 ولیږئ.
- که تاسو د ویزې مرکه ترسره کړې وي خو تراوسه مو سفر کړی نه وي:
- ژر تر ژره د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګرۍ سره چې ستاسو مرکه پکې شوې وه اړیکه ونیسئ. سفارت یا کنسلګرۍ ته ووایئ چې ستاسو نوې میرمن/خاوند او ماشوم باید په غوښتنلیک کې شامل شي.
- که ستاسو ماشوم د ویزې له ترلاسه کولو وروسته خو متحده ایالاتو ته له سفر مخکې نړۍ ته راغلی دی، ژر تر ژره د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ. ستاسو ماشوم به تاسو سره ملتیا لپاره ویزې ته اړتیا نلري.
تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ او تاسو د خپلې میرمنې/خاوند او ماشوم څخه جلا په بل هیواد کې یاست
که ستاسو میرمن/خاوند او ماشوم نشي کولی تاسو سره یوځای د ویزې مرکې ته حاضر شي، هغوی باید وروسته له دې چې تاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه او متحده ایالاتو ته مو مهاجرت وکړ، د خپلو ځانګړو ویزو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي. دا ویزه "د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" په نوم یادیږي.
د درخواست کولو پرمهال، خپله میرمن/خاوند او ماشوم باید د غوښتنلیک په فورمو کې شامل کړئ. متحده ایالاتو ته له مهاجرت وروسته د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو د ویزې د ترلاسه کولو د څرنګوالي په باب دا لاندې برخه ولولئ. "تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه او متحده ایالاتو ته مو مهاجرت وکړ، خو ستاسو میرمن/خاوند او ماشوم تراوسه هم له متحده ایالاتو څخه بهر دي. "
تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه او متحده ایالاتو ته مو مهاجرت وکړ، خو ستاسو میرمن/خاوند او ماشوم تراوسه هم له متحده ایالاتو څخه بهر دي
میرمن/خاوند او ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشومان کولی شي "د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" ته درخواست وکړي.
"د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو میرمن/خاوند باید متحده ایالاتو ته ستاسو له مهاجرت څخه مخکې تاسو سره واده کړی وي.
که چیرې د لاندې ټکو څخه یو سم وي، ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکی مجرد ماشوم کولی شي "د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزه" ترلاسه کړي.
- متحده ایالاتو ته ستاسو له کډوالۍ مخکې ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی، یا
- متحده ایالاتو ته ستاسو له کډوالۍ وروسته ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی خو متحده ایالاتو ته له کډوالۍ مخکې تاسو د خپل ماشوم مور سره واده کړی وو.
د کډوالۍ د ځانګړې ویزې له ترلاسه کولو او متحده ایالاتو ته له مهاجرت وروسته، د ویزې ملي مرکز ته په nvcsiv@state.govبریښنالیک ولیږئ. کیس نمبر، خپل د زیږیدنې نیټه، د خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو نومونه او د هغوی د زیږیدنې نیټې په یو بریښنالیک کې یوځای شامل کړئ. خپل د ویزې سکن شوی یو نقل او د خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو پاسپورتونه، تذکرې او نکاح خط (که د اجرا وړ وي) د انګلیسي ژباړې تصدیق سره یوځای، بریښنالیک سره ضمیمه کړئ. د ویزې ملي مرکز NVC ته د هغه سفارت یا کنسلګرۍ په اړه ووایئ چې هغوی به پکې د کډوالۍ ځانګړې ویزې مرکه ترسره کوي. کیدی شي د ویزې ملي مرکز NVC له تاسو څخه وغواړي چې د خپلې کورنۍ د اړیکې په باب مدني اسناد وړاندې کړئ. په مدني اسنادو کې نکاح خط، د زیږیدنې تصدیق او تذکره شامله وي. که له دې اسنادو څخه یو سند تاسو سره موجود نه وي، دلیل یې د ویزې ملي مرکز NVC ته څرګند کړئ.
که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په افغانستان کې دي او غواړي چې له افغانستان څخه د وتلو د مرستو په اړه وپوهیږي، د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته ورشئ.
راتلونکي پړاوونه
ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان باید د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست وکړي. هغوی باید د ویزې د غوښتنلیک DS-260 پړاو او همداراز د ویزې مرکه بشپړه کړي. د DS-260 د غوښتنلیک د پروسې په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. د مرکې د پروسې په باب معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
د مدني اسنادو لکه نکاح خط، د زیږیدنې د تصدیقونو او تذکرو یو نقل مرکې ته له ځان سره راوړئ. مرکه کوونکی کیدی شي له هغوی څخه ستاسو د کورنۍ د اړیکې په باب لکه ستاسو د واده نیټه او ځای، د ماشومانو د زیږیدنې نیټو په اړه، پوښتنې وکړي.
تاسو د بشردوستانه لنډمهالې استوګنې (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او د کډوالۍ ځانکړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ، او ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په متحده ایالاتو کې دي
که تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، او د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست کوئ، د ماموریت د مشر COM د منظوري له ترلاسه کولو وروسته، یا د I-360 له منظورۍ وروسته، تاسو باید "د کډوالۍ د موقف تعدیل" لپاره درخواست وکړۍ او ګرین کارت ترلاسه کړئ. د SIV پروسې په اساس ګرین کارت ته د درخواست کولو په باب د IRAP لارښود دلته وګورئ.
د کډوالۍ موقف د تعدیل د غوښتنلیک فورمه د I-485 په نوم یادیږي. که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان تاسو سره یوځای دي، د I-485 غوښتنلیک د لیږلو پرمهال، تاسو باید د هغوی I-485 غوښتنلیکونه خپل غوښتنلیک سره یوځای په یو پاکټ کې ولیږئ. که ستاسو I-485 غوښتنلیک منظور شوی دی، هغوی هم کولی شي خپل I-485 غوښتنلیکونه ولیږي.
تاسو د بشردوستانه لنډمهالې استوګنې (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او د کډوالۍ ځانکړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ، او ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان له متحده ایالاتو بهر دي
ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان چې له متحده ایالاتو بهر دي ترهغه دمه نشي کولی د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست وکړي چې ستاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل غوښتنلیک I-485 منظور شي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغه افغانان چې د بشردوستانه موقتې استوګنې اسناد او د لنډمهال خوندي وضعیت اسناد لري، کولی شي کورنۍ سره د یوځای کیدو د مرستو غوښتنه وکړي. سره له دې هم، د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې، د بهرنیو چارو وزارت د د درخواست کولو د څرنګوالي په اړه جزییات وړاندې کړي نه دي. تاسو کولی شۍ د د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼه دلته وګورئ.
تاسو د بشردوستانه لنډمهالې استوګنې (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او ستاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل غوښتنلیک منظور شوی دی، خو ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان له متحده ایالاتو بهر دي
ستاسو میرمن/خاوند او له ۲۱ کلونو لږ عمر لرونکي ماشومان کولی شي "کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" لپاره درخواست وکړي.
"کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو میرمن/خاوند باید د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د پروسې له لارې ستاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل له منظوریدو څخه مخکې تاسو سره واده کړی وي.
که چیرې د لاندې ټکو څخه یو سم وي، ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکی مجرد ماشوم کولی شي "کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزه" ترلاسه کړي:
- متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی، یا
- متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه وروسته ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی خو متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې تاسو د خپل ماشوم مور سره واده کړی وو.
د کډوالۍ د موقف له تعدیل وروسته، تاسو باید I-824 فورمه چې د منظور شوي غوښتنلیک په باب د اقدام لپاره درخواست بلل کیږي، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. I-824 فورمې په باب د USCIS ویب پاڼه دلته وګورئ.
دI-824 فورمې هدف څه دی؟
I-824 فورمه له USCIS څخه غواړي چې د ویزې ملي مرکز (NVC) ته خبر ورکړي چې د اصلي غوښتونکي I-485 غوښتنلیک منظور شوی دی. دا کار د اصلي غوښتونکي له خاوند/میرمن او ماشومانو سره مرسته کوي چې له اصلي غوښتونکي سره د یوځای کیدو په موخه، ویزې ته درخواست وکړي.
ددې غوښتنلیک ثبتول وړیا دی
تاسو د I-824 غوښتنلیک د ثبتولو لپاره د پیسو ورکړې ته اړ نه یاست. د خپل غوښتنلیک په هره پاڼه کې “AFGHAN SIV OPERATION ALLIES WELCOME” عبارت ولیکئ. دا کار د متحده ایالاتو حکومت سره مرسته کوي ترڅو وپوهیږي چې تاسو د فیس ورکړې ته اړ نه یاست.
که د فورمې په یوه پوښتنه و نه پوهیږم، څه به وشي؟
که تاسو ددې فورمې د یوې برخې د بشپړولو په اړه ډاډه نه یاست، د کډوالۍ د چارو له وکیل سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ د کډوالۍ د چارو د وړیا یا لږ لګښت لرونکو حقوقي خدمتونو برابرونکي په خپله سیمه کې دلته پیدا کړئ.
هغه مهم ټکي چې د I-824 غوښتنلیک د ثبتولو پرمهال باید وپوهیږئ
که تاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل فورمه I-485 د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د واجدیت شرایط په اساس لیږلې ده، او خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو لپاره "کورنۍ سره د یوځای کیدو ویزې" پروسه پیل کوۍ، د I-824 غوښتنلیک په 2 برخه کې 1c غوره کړئ چې متن یې په لاندې ډول دی: " USCISدې د NVC له لارې د متحده ایالاتو کنسلگرۍ ته خبر ورکړي چې زما د کډوالۍ موقف د تعدیل په پایله کې اوس د متحده ایالاتو دایمي اوسیدونکي ته بدل شوی دی".
I-824 غوښتنلیک سره باید کوم اسناد ولیږل شي
د I-824 غوښتنلیک د ثبتولو پرمهال، تاسو باید د منظورۍ د خبرتیا (I-797 فورمې) یو نقل چې د I-485 یا د کډوالۍ د موقف د تعدیل د غوښتنلیک لپاره مو ترلاسه کړی دی، شامل کړئ.
I-824 غوښتنلیک باید چیرته ولیږل شي
تاسو کولی شۍ I-824 د متحده ایالاتو د پستي خدمتونو د ادارې له لارې لاندې پتې ته ولیږئ:
USCIS
Attn: NFB
P.O. Box 21281
Phoenix, AZ 85036-1281
که تاسو د FedEx، UPS، یا DHL له پستي خدمتونو کار اخلۍ، فورمه باید لاندې پتې ته ولیږل شي:
USCIS
Attn: NFB (Box 21281)
1820 E. Skyharbor Circle S
Suite 100
Phoenix, AZ 85034-4850
راتلونکي پړاوونه
درخواست کولو وروسته، تاسو د رسید خبرتیا (فورمه I-797) د USCIS د رسید د شمیرې سره یوځای ترلاسه کوۍ. بیا تاسو کولی شۍ د خپل غوښتنلیک وضعیت په آنلاین بڼه دلته وګورئ.
ستاسو د I-824 غوښتنلیک د منظوریدو په صورت کې، د ویزې ملي مرکز به د (nvcsiv@state.gov) بریښنالیک له لارې ستاسو د میرمن/خاوند او ماشومانو لپاره کورنۍ سره د یوځای کیدو ویزې د درخواست د څرنګوالي په اړه معلومات ولیږي.
ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان باید د ویزې د غوښټنلیک DS-260 او د مرکې پروسه بشپړه کړي. د DS-260 د پروسې په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. د مرکې د پروسې په باب معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
په مرکه کې، ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان باید د کورنۍ اړیکو په باب مدني اسناد وړاندې کړي. په مدني اسنادو کې نکاح خط، د زیږیدنې تصدیق او تذکره شامله ده. کیدی شي چې مرکه کوونکی له هغوی څخه د کورنۍ اړیکو د جزییاتو په باب لکه ستاسو د واده نیټې او ځای، او د ماشومانو د زیږیدنې د نیټو په باب پوښتنه وکړي.
که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په افغانستان کې دي او تاسو غواړۍ چې له افغانستان څخه د وتلو د مرستو په اړه وپوهیږئ، د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته ورشئ.
تاسو خپلې میرمنې/خاوند سره له مهاجرت وروسته یا د کډوالۍ د ځانګړې ویزې SIV د پروسې له لارې د کډوالۍ د موقف له تعدیل وروسته واده وکړ، یا ستاسو ماشوم له کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې ته واجد شرایط نه دی
کورنۍ سره د یوځای کیدو په موخه د کډوالۍ ځانګړې ویزې د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو میرمن/خاوند باید د کډوالۍ د موقف له تعدیل یا د SIV له لارې ستاسو له مهاجرت څخه مخکې، تاسو سره واده کړی وي.
ستاسو د ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکی ماشوم یوازې په هغه صورت کې کولی شي کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانکړې ویزه ترلاسه کړي چې لاندې ټکو څخه یو سم وي:
- متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی، یا
- متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه وروسته ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی خو متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې تاسو د خپل ماشوم مور سره واده کړی وو.
که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې ته واجد شرایط نه وي، تاسو بیاهم کولی شۍ د هغوی I-130 فورمه ولیږئ. د I-130 فورمې د لیږلو په باب د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
کله چې تاسو SIV ته درخواست وکړ ستاسو ماشوم له ۲۱ کلونو لږ عمر درلود خو اوس ۲۱ کلن شوی دی
که د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتنلیک پرمهال ستاسو ماشوم له ۲۱ کلونو څخه لږ عمر درلود خو د غوښتنلیک د پروسې په لړ کې ۲۱ کلن شوی دی، بیا هم SIV یا کورنۍ سره د یوځای کیدنې ویزې لپاره واجد شرایط دی. داچې قانون په دې برخه کې پیچلی دی، تاسو باید د خپلې قضیې د جزییاتو په اړه د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړئ.
د متحده ایالاتو حکومت به په دې اړه څیړنه وکړي چې ایا ستاسو ماشوم د SIV غوښتنلیک پرمهال له ۲۱ کلونو کوچنی وو او که نه. که له تاسو څخه غوښتل شوي دي چې I-360 فورمه ډکه کړئ، د متحده ایالاتو حکومت به څیړنه وکړي چې ایا ستاسو ماشوم د I-360 فورمې د ډکولو پرمهال له ۲۱ کلونو کوچنی وو که نه. که له تاسو څخه غوښتل شوي نه دي چې I-360 فورمه ډکه کړئ، په دې صورت کې به د متحده ایالاتو حکومت وګوري چې ایا ستاسو ماشوم د DS-157 فورمې د ډکولو پرمهال له ۲۱ کلونو کوچنی وو که نه.
که ستاسو ماشوم د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتنلیک له لیږلو وروسته ۲۱ کلن شو، په دې صورت کې مهمه ده چې تاسو DS-260 یا I-824 فورمه خپل ماشوم لپاره د کډوالۍ د ځانګړې ویزې له منظورۍ وروسته د یو کال په لړ کې، ولیږئ. که تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، تاسو کولی شۍ I-824 فورمه په عین وخت کې چې I-485 غوښتنلیک د کډوالۍ د موقف د تعدیل لپاره لیږۍ، ثبت کړئ. که تاسو د یوکال په لړ کې غوښتنلیک ونه لیږئ، ستاسو ماشوم چې ۲۱ کلن شوی دی د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره به واجد شرایط نه وي.
تاسو په غوښتنلیک کې د خپلې میرمن/خاوند او ماشوم یادونه نه ده کړې
که تاسو په خپل غوښتنلیک کې چې لیږلی مو دی، د خپلې میرمن/خاوند او ماشوم یادونه نه وي کړي، دا کار کیدی شي ستاسو په غوښتنلیک اغیزه وکړي. تاسو باید په دې برخه کې د موجودو لاروچارو په باب د کډوالۍ وکیل سره خبرې وکړئ.
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |
Comments
0 comments
Please sign in to leave a comment.