د منځپانګې جدول
يادونه: دا معلومات د ۲۰۲۵ د جنورۍ له ۲۰مې نېټې څخه د نوو تګلارو له امله اغېزمن شوي او ژر به تازه شي.
لنډیز
د 2022 کال د جولای په 20 مه نیټه، د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV په پروسه کې بدلون رامنځته کړی دی. د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه مخکې، د کډوالۍ د ځانګړې ویزې ټول غوښتونکي د ماموریت د مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې ډکولو ته مکلف وو. د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته، د کډوالۍ ځانګړې ویزې نوي غوښتونکي د ماموریت د مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې ډکولو ته اړ نه دي. دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو لپاره رامنځته شوي بدلونونه توضیح کوي.
زه د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته، د COM نوی غوښتنلیک لیږم – د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV پروسه څه ده؟
هغه غوښتونکي چې د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته نوي غوښتنلیکونه لیږي، له دوو عمومي پړاوونو تیریږي:
لومړی پړاو:
د ماموریت د مشر COM منظورۍ لپاره درخواست او د منطورۍ ترلاسه کول. د کډوالۍ ځانګړې ویزې د واجدیت شرایط لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
دویم پړاو:
له متحده ایالاتو څخه بهر غوښتونکي باید ویزې ته درخواست وکړي او د ویزې مرکه بشپړه کړي. د ویزې د غوښتنلیک DS-260 په اړه معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ او همداراز د افغان درخواست کوونکو لپاره د ویزې د مرکې په باب د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
په متحده ایالاتو کې دننه درخواست کوونکي باید د پناه غوښتنې د موقف تعدیل لپاره درخواست وکړي او مرکه بشپړه کړي. د پناه غوښتنې د موقف د تعدیل د غوښتنلیک I-485 په اړه د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت د مشر COM منظوري ترلاسه کړه او اوس مهال له متحده ایالاتو څخه بهر یم. آیا I-360 غوښتنلیک باید ولیږم که نه؟
که چیرې تاسو:
- د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د COM منظوري ترلاسه کړې وي؛ او
- (لاسلیک شوې یا نه لاسلیک شوې) DS-157 فورمه مو د COM د منظورۍ لپاره له خپل غوښتنلیک سره یوځای لیږلې وي؛ او
- که چیرې تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست
په دې صورت کې، تاسو د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. د ویزې ملي مرکز NVC به د COM له منظورۍ څخه 14 ورځې وروسته د "هرکلي مکتوب" په لیږلو سره تاسو ته د ویزې د غوښتنلیک DS-260 د لیږلو په باب معلومات د بریښنالیک له لارې ولیږي. مهرباني وکړئ د DS-260 فورمې د لیږلو په اړه د IRAP لارښوود، دلته وګورئ.
که چیرې تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست، او غوښتل شوې DS-157 فورمه مو د COM له غوښتنلیک سره یوځای لیږلې نه وي، په دې صورت کې باید تاسو I-360 فورمه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. د I-360 فورمې د لیږلو په باب د IRAP لارښوود، دلته وګورئ.
ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړه او زه اوس مهال متحده ایالاتو کې یم. آیا زه باید I-360 فورمه ولیږم؟
که چیرې تاسو:
- د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړې وي؛ او
- لاسلیک شوې DS-157 فورمه مو د COM له غوښتنلیک سره لیږلې وي؛ او
- اوس مهال په متحده ایالاتو کې یاست؛
په دې صورت کې تاسو د ماموریت مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. تاسو کولی شۍ د پناه غوښتنې د موقف د تعدیل لپاره، I-485 فورمه ولیږئ. د I-485 فورمې د لیږلو په باب معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
که چیرې تاسو:
- د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړې وي؛ او
- نه امضا شوې DS-157 فورمه مو د COM له غوښتنلیک سره لیږلې وي؛ او یا که چیرې تاسو DS-157 فورمه نلرۍ؛ او
- اوس مهال په متحده ایالاتو کې یاست؛
په دې صورت کې باید تاسو I-360 فورمه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. د I-360 فورمې د لیږلو د معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه مخکې د COM منظوري ترلاسه کړه او اوس مهال په متحده ایالاتو کې یم. آیا زه د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یم؟
هو، تاسو باید I-360 فورمه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. د I-360 فورمې د لیږلو په اړه معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ.
ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه مخکې د COM منظوري ترلاسه کړه او اوس مهال له متحده ایالاتو څخه بهر یم. آیا د I-360 فورمې لیږلو ته اړتیا شته؟
که چیرې تاسو تراوسه I-360 غوښتنلیک لیږلی نه وي، په دې صورت کې تاسو یې لیږلو ته اړ نه یاست. تاسو کولی شۍ په یو بریښنالیک کې خپل نوم، د NVCSIV کیس شمیره، د COM د منظورۍ مکتوب، او (د امکان په صورت کې) د DS-157 فورمې یو نقل چې مخکې مو د COM د منظورۍ له غوښتنلیک سره یوځای لیږلی وو، شامل کړئ او دا بریښنالیک NVCSIV@state.gov ته ولیږئ. و دیزې ملي مرکز NVC به د ویزې د غوښتنلیک (DS-260) د لیږلو په اړه معلومات د بریښنالیک له لارې تاسو ته ولیږي. د (DS-260) غوښتنلیک د لیږلو په اړه معلومات د IRAP په لارښوود کې، دلته وګورئ.
که چیرې تاسو I-360 فورمه مخکې لیږلې وي، تاسو باید I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړې ته په تمه اوسئ. د I-360 له منظورۍ وروسته، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره USCIS به ستاسو کیس د ویزې ملي مرکز NVC ته لیږي او وروسته بیا تاسو د ویزې د غوښتنلیک DS-260 په اړه معلومات ترلاسه کوۍ. DS-260 غوښتنلیک په اړه معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود، دلته وګورئ.
آیا د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې بدلون به ویزې لپاره زما د ماشومانو پر واجدیت شرایط، اغیزه کوي؟
د SIV د غوښتونکي میرمن یا خاوند او ماشومان کولی شي "اصلی" درخواست کوونکي سره یوځای چې د کډوالۍ ویزې لپاره واجد شرایط دي، ویزه ترلاسه کړي او د پناه غوښتنې په موقف کې د تعدیل لپاره درخواست وکړي. ماشومان باید د "غوښتنلیک" د لیږلو پرمهال له 21 کلونو څخه لږ عمر ولري او مجرد وي. د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې له بدلون مخکې، د متحده ایالاتو حکومت پریکړه کړې وه چې د یو ماشوم عمر د I-360 فورمې د ډکولو پرمهال، د همدې فورمې په اساس مشخص کړي. په پروسه کې له بدلون وروسته، د هغو غوښتونکو لپاره چې د I-360 فورمې ثبت او لیږلو ته اړ نه دي، حکومت ویلي دي چې DS-157 فورمې سره به د غوښتنلیک په توګه چلند کوي. حکومت اوس مهال دا نه ده روښانه کړې چې دا بدلون به نورو غوښتونکو لپاره څه معنی لري.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) ځينو کډوالو او بې ځايه شويو خلکو ته وړيا قانوني مرستې چمتو کوي.
آی ار ای پي پرېکړه کوي چې له خلکو سره د کډوالۍ د حيثيت لپاره د هغوی د اړتياوو او وړتياوو پر اساس مرستې وکړي. آی ار ای پي دا پرېکړه نه کوي چې له خلکو سره د نورو ټولنيزو يا سياسي يا مذهبي معيارونو پر اساس مرسته وکړي. دا ويبپاڼه د قانوني پروسو په هکله چې ځينو کډوالو ته مهيا دي، عمومي معلومات ورکوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. غوښتنې ممکن بدلون ومومي. تل د حکومت یا ادارې څخه وروستي معلومات وګورئ چې ستاسو د غوښتنې په اړه پریکړه کوي. که تاسو د کډوالۍ په بیړني حالت کې یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو په هغه هیواد کې د UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو اوسیږئ . |
Comments
0 comments
Article is closed for comments.