د منځپانګې جدول
د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) په اړه مهم تازه معلومات:
حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو ته د ویزو ورکول ځنډولي دي.
د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له مخې د COM تایید لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه وه.
که تاسو د COM یوه پاتې غوښتنه ولرئ، د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ستاسو د پاتې COM غوښتنلیک لپاره د هر ډول پاتې اسنادو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون ۵مه ده.
که تاسو د COM د ردلیک (denial letter) ترلاسه کړئ او د استیناف (appeal) حق لرئ، نو تاسو باید د پرېکړې لیک له استول کېدو څخه ۱۲۰ ورځې وخت ولرئ، حتی که دا نېټه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۵مې وروسته هم وي. د ۲۰۲۶ کال د جون د ۵مې نېټه یوازې د یوې ځنډېدلې غوښتنلیک لپاره د اضافي اسنادو سپارلو لپاره ده.
تاسو دلته پدې اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ چې دا د SIV غوښتونکو لپاره څه مانا لري.
دا مقاله وروستی ځل د 2026 کال د جون په 23 مه نیټه نوې شوې ده
لنډیز
دا لارښود د هغو افغانانو لپاره دی چې:
په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو حکومت، د متحده ایالاتو د حکومت قرارداد لرونکي شرکت، یا نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) یا د هغې ځای ناستي ماموریت سره کار کړی وي.
او
د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره یې د ویزې ملي مرکز (NVC) ته غوښتلیک وړاندې کړی وي، او
له NVC څخه یې د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب ترلاسه کړی وي چې پربنسټ یې له 120 ورځو څخه لږه موده مخکې یې د COM د منظورۍ غوښتنلیک رد شوی وي، او
غواړي چې د غوښتنلیک د رد کیدنې په وړاندې اعتراض یا اپیل وکړي.
تاسو کولی شئ د ماموریت مشر یا COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدنې په وړاندې د 120 ورځو په لړ کې وروسته له دې چې له NVC څخه مو د COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب ترلاسه کړ، خپل اعتراض یا اپیل ثبت کړئ. د COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدنې د مکتوب نیټه کیدی شي له هغې نیټې څخه مخکې وي چې NVC تاسو ته بریښنالیک لیږلی و، خو تاسو له هغې نیټې څخه 120 ورځې وخت لرئ چې NVC تاسو ته د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب لیږولی و. کیدی شي چېCOM هم له 120 ورځو څخه وروسته د بیاکتنې غوښتلیک یا اپیل ومني.
که ستاسو د COM غوښتنلیک رد شوی دی، خو د غوښتنلیک د رد کیدنې د مکتوب د ترلاسه کولو له نیټې څخه له 120 ورځو ډیر وخت تیر شوی دی، تاسو به اجازه نلرئ چې د COM نوی غوښتنلیک ولیږئ ځکه چې د COM د نویو غوښتنلیکونو د لیږلو وروستۍ نیټه د 2025 کال د دسمبر 31 مه نیټه وه. د COM د منظورۍ لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د شرایطو لیست دلته وګورئ.
دا لارښو د هغو افغانانو لپاره نه دی چې:
د ویزې د غوښتنلیک DS-260 مرحله کې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د ویزې د رد کیدنې د مکتوب له لارې رد شوي دي، یا
د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام له لارې د کډوالو د بیامیشتیدنې له پروګرام څخه ایستل شوي دي.
د ماموریت مشر یا COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب
د ماموریت مشر یا COM د رد کیدنې مکتوب د "ماموریت مشر له خوا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره د افغان غوښتونکو د غوښتنلیکونو د رد کیدلو مکتوب" په نوم هم یادیږي. د ویزې ملي مرکز NVC به د “AfghanSIVApplication@state.gov” یا “CANVCAfghanSIVApplication@state.gov” بریښنالیک له لارې تاسو ته د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب ولیږي. که تاسو د رد کیدنې مکتوب ترلاسه کړی نه وي یا ستاسو مکتوب ورک شوی وي، تاسو باید NVC سره اړیکه ونیسئ او ددې مکتوب غوښتنه وکړئ.
1 ګام: د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب او د COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدنې دلیل وګورئ. د رد کیدنې په مکتوب کې یو چیک باکس یا تش باکس دی چې پکې لږ تر لږه یو دلیل په نښه شوی وی او دا دلیل ښیي چې ستاسو د COM د منظورۍ غوښتنلیک ولې رد شوی دی. په دې مکتوب کې کیدی شي نور معلومات هم وي چې په لاندې پراګراف کې ښودل شوي دي. په مکتوب کې هغه چیک باکسونه پیدا کړئ چې په نښه شوي دي او بیا لاندې ولولئ چې څه شی پکې لیکل شوي دي.
2 ګام: وروسته له دې چې د غوښتنلیک د رد کیدنې په دلیل پوه شوئ، تاسو باید هرډول نوي شواهد پیدا کړئ ترڅو د رد کیدنې د دلیل په وړاندې خپل اعتراض ثبت کړئ. که تاسو فکر کوئ چې COM په غوښتنلیک کې تیروتنه کړې ده، نویو شواهدو ته اړتیا نشته. خو سره له دې هم، که تاسو نوي شواهد پیدا کولی شئ چې تاسو سره د غوښتنلیک د رد کیدنې د لیل په وړاندې اعتراض کولو کې مرسته کولی شي، تاسو یې باید په خپل اعتراض کې شامل کړئ.
3 ګام: خپل اعتراض یا اپیل په انګلیسي ولیکئ. په خپل اعتراض یا اپیل کې:
نوي معلومات چې تاسو یې وړاندې کړئ، تشریح کړئ. هرډول نوي شواهد ضمیمه کړئ او وضاحت ورکړئ چې ولې شواهد د رد کولو په وړاندې برلاسي دي.
که تاسو فکر کوئ چې COM ستاسو په غوښتنلیک کې تیروتنه کړې ده، د تیروتنې په اړه وضاحت ورکړئ.
4 ګام: د خپل اعتراض یا اپیل له لیکلو وروسته، خپل اپیل AfghanSIVApplication@state.gov بریښنالیک ته ولیږئ. خپل نوم، د NVC د کیس شمیره او د زیږیدنې نیټه پکې شامله کړئ.
ددې لارښود پاتې برخه د غوښتنلیکونو د رد کیدنې بیلابیل ډولونه تشریح کوي. دا لارښود هغه معلومات او شواهد تشریح کوي چې کیدی شي د غوښتنلیک د رد کیدنې په وړاندې اعتراض لپاره ګټور وي. د لازیاتو معلوماتو لپاره، د رد کیدنې په مکتوب کې پر وړاندې شوي دلیل یا دلایلو کلیک وکړئ:
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د قضیې اړوند منفي معلومات"
زما د غوښنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د کار موده کافي نه ده"
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د پریکړې کولو لپاره اسناد کافي نه دي"
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د صادقانه او ارزښتناکو خدمتونو نشتوالی"
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د قضیې اړوند منفي معلومات"
د ماموریت مشر ستاسو غوښتنلیک رد کړ ځکه چې هغه په دې باور دی چې:
تاسو د متحده ایالاتو د حکومت په امنیتي ارزونو کې بریالي شوي نه یاست؛ یا
تاسو د متحده ایالاتو حکومت سره د کار پرمهال یا د SIV د غوښتنلیک د پروسې په لړ کې کوم غلط کار کړی دی.
د غوښتنلیک د رد مکتوب کیدی شي وضاحت ورکړي چې COM په دې باور دی چې له لاندې مواردو څخه یو رښتیا دی:
تاسو د "یو دلیل په اساس له دندې ګوښه شوي یاست" یا د " دلیل " په اساس له دندې ګوښه شوي یاست.
ددې څه معنی ده؟
COM په دې باور دی چې تاسو له خپلې دندې ګوښه شوي یاست.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
تاسو باید وښایئ چې:
تاسو د خپلې دندې د نه ترسره کولو یا د شرکت له قانون څخه د سرغړونې له امله له خپلې دندې ګوښه شوي نه یاست؛ یا
تاسو د خپلې دندې له پریښودو مخکې د متحده ایالاتو لپاره "صادقانه او ارزښتناک خدمتونه" وړاندې کړي دي.
او تاسو د متحده ایالاتو د یوې دولتي ادارې له خوا بیرته په دنده ګومارل شوي یاست او په خپله نوې دنده کې مو صادقانه او ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي. هڅه وکړئ چې ددې لاندې شواهدو له جملې څخه ځینې شواهد راغونډ کړئ:
-
د دندې د تایید نوی مکتوب: که تاسو له خپلې دندې ګوښه شوي نه یاست او یا په غلطۍ سره ګوښه شوي یاست، له خپل ګومارونکي څخه د یو اصلاح شوي مکتوب غوښتنه وکړئ.
لومړی: له خپل مخکیني ګومارونکي څخه پوښتنه وکړئ چې ددوی په اسنادو کې څه لیکل شوي دي چې ګوندې تاسو ولې شرکت پریښود.
دویم: که کومه تیروتنه موجوده وي، شرکت ته هرډول ثبوت چې لرئ، وړاندې کړئ. له هغوی څخه وغواړئ چې تیروتنه اصلاح کړي.
درییم: که تیروتنه د اصلاح وړ نه وي، خپل مستقیم آمر ته ووایه چې له ګومارونکي څخه وغواړي چې تیروتنه اصلاح کړي.
څلورم: که ستاسو ګومارونکي تیروتنه اصلاح کړه، له هغې څخه د دندې د تصدیق د نوي مکتوب غوښتنه وکړئ چې پکې ستاسو له خوا د شرکت د پریښودلو سم دلیل لیکل شوی وي.
د سپارښتنې نوی لیک: که تاسو د دندې د تصدیق نوی مکتوب ترلاسه کولی نشئ، خپل مستقیم آمر څخه وغواړئ چې تاسو ته د سپارښتنې نوی مکتوب ولیکي: دا مکتوب باید:
وضاحت ورکړي چې ستاسو کار ولې د متحده ایالاتو لپاره ارزښتناک دی، او له دندې ستاسو ګوښه کیدل ولې په دې حقیقت کې بدلون نه راولي.
له خپلې دندې د ګوښه کیدنې د شرایطو په اړه وضاحت ورکړئ. که تاسو په غلطۍ له دندې ګوښه شوي یاست، ستاسو مستقیم آمر کولی شي په دې اړه وضاحت ورکړي.
هغه لومړني معلومات پکې شامل کړئ چې د سپارښتنې په لیک کې باید موجود وي.
د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب هرې وروستۍ دندې څخه د دندې د تصدیق مکتوب او د سپارښتنې لیک چې پخپله کولی شي د SIV پروګرام شرایط پوره کړي (د کار لږ ترلږه یو کال سوابق او داسې نور)
که تاسو په دې حالت کې یاست، له هرڅومره ډیرو آمرینو څخه چې امکان لري وغواړئ چې تاسو ته د سپارښتنې لیکونه یا د ملاتړ لیکونه ولیکي.
تاسو د "یو دلیل په اساس له دندې ګوښه شوي یاست" یا د " دلیل " په اساس له دندې ګوښه شوي یاست ځکه چې تاسو په امنیتي ارزونې کې بریالي شوي نه یاست.
ددې څه معنی ده؟
COM باور لري چې تاسو له خپلې دندې ګوښه شوي یاست ځکه چې ستاسو د دندې اسناد ښیي چې تاسو په امنیتي ارزونو کې بریالي شوي نه یاست.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
-
د سپارښتنې نوی لیک: خپل پخواني آمرڅخه وغواړئ چې تاسو ته د سپارښتنې یو لیک ولیکي او پکې وضاحت ورکړي چې په امنیتي ارزونو کې ستاسو ادعا شوې ناكامي ولې ناسمه ده. ستاسو پخوانی آمر باید د سپارښتنې دا مکتوب ستاسو پخواني ګومارونکي ته ولیږي او له ګومارونکي څخه وغواړي چې خپل اسناد د مستقیم آمر د توضیحاتو او ملاتړ په رڼا کې نوي کړي. ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لاښود دلته وګورئ. په دې لیک کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
سربیره پردې، که تاسو د یو شرکت په امنیتي ارزونو کې ناکام شوي یاست خو وروسته په دویم شرکت کې په دنده وګومارل شوي یاست او په دې شرکت کې مو په امنیتي ارزونو کې برخه اخیستې او بریالي شوي یاست، تاسو کولی شئ د سپارښتنې لیک شامل کړئ او د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې وضاحت ورکړئ.
تاسو "جعلي" اسناد وړاندې کړي دي
ددې څه معنی ده؟
COM باور لري چې تاسو د خپل COM غوښتنلیک سره لږ تر لږه یو جعلي سند وړاندې کړی دی. د جعلي اسنادو د وړاندې کولو له امله د COM له خوا د غوښتنلیکونو د رد کیدنې مکتوبونو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دلته ورشئ.
"تاسو د امنیتي دلایلو په اساس د متحده ایالاتو په سفارت کې د دندې لپاره وړ نه وئ"
ددې څه معنی ده؟
COM باور لري چې تاسو د متحده ایالاتو سفارت ته د دندې غوښتنه کړې او په امنیتي ارزونو کې د ناکامۍ له امله تاسو په دنده ګومارل شوي نه یاست.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
-
د سپارښتنې نوی لیک: خپل پخواني آمرڅخه وغواړئ چې تاسو ته د سپارښتنې یو لیک ولیکي او پکې وضاحت ورکړي چې په امنیتي ارزونو کې ستاسو ادعا شوې ناكامي ولې ناسمه ده. ستاسو پخوانی آمر باید د سپارښتنې دا مکتوب ستاسو پخواني ګومارونکي ته هم ولیږي او له ګومارونکي څخه وغواړي چې ګومارونکی دې ووایي چې ستاسو ناکامي ناسمه وه. ستاسو ګومارونکی باید خپل اسناد د مستقیم آمر د توضیحاتو او ملاتړ په رڼا کې نوي کړي. ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لاښود دلته وګورئ. په دې لیک کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
سربیره پردې، که تاسو د یو شرکت په امنیتي ارزونو کې ناکام شوي یاست خو وروسته په دویم شرکت کې په دنده وګومارل شوي یاست او په دې شرکت کې مو په امنیتي ارزونو کې برخه اخیستې او بریالي شوي یاست، تاسو کولی شئ د سپارښتنې لیک شامل کړئ او د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې وضاحت ورکړئ.
زما د غوښنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د کار موده کافي نه ده"
تاسو باید ثابته کړئ چې لږ ترلږه مو د یو کال مودې لپاره کار کړی وي. د 2021 کال څخه را په دې خوا، قانون یوازې د یو کال کار غوښتنه کوي.
تاسو باید ثابته کړئ چې تاسو د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب او یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF) یا د هغې ځای ناستي ماموریت له خوا لږ تر لږه یو کال (12 میاشتې) په دنده ګومارول شوي یاست. که ستاسو غوښتنلیک پخوا له دې امله رد شوی و چې د پروګرام شرط دا و چې یو غوښتونکي باید د SIV وړ ګومارونکي سره دوه کاله کار کړی وي، تاسو کولی شئ دا لاندې متن په خپل اپیل کې شامل کړئ:
"ما پخوا د COM غوښتنلیک سپارلی و چې د دندې د ناکافي مودې له امله رد شو. د افغان متحدینو د خوندیتوب قانون چې د 2021 کال د بیړنۍ امنیتي بودیجې د تخصیصاتو د قانون له مخې تعدیل شوی دی، د خدمت اړینه موده یې له 2 کلونو څخه 1 کال ته راټیټه کړې ده. زه باور لرم چې اوس د COM منظورۍ ته وړ یم او ددې منظورۍ غوښتنه کوم."
که تاسو د خپل غوښتنلیک د رد کیدو په وړاندې اعتراض یا اپیل کړی وي او ستاسو اعتراض د لاندې دلایلو له امله رد شوی وي، تاسو باید COM ته نوی غوښتنلیک وسپارئ:
تاسو کافي وړتیا لرونکې دنده نه درلوده، یا
ځکه چې تاسو د یو کال کار ثبوت نه درلود.
د COM غوښتنلیک د سپارلو په اړه د IRAP سرچینې کیدی شي تاسو سره د غوښتنلیک په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
له آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
د سپارښتنې لیک او د دندې د تصدیق په مکتوب کې د شاملیدونکو معلوماتو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
د قرارداد د معلوماتو د پیدا کولو په اړه د IRAP لارښود دلته وګورئ.
که تاسو د COM غوښتنلیک لرئ چې تر ارزونې لاندې دی، تاسو اوس د هیڅ اقدام ترسره کولو ته اړتیا نه لرئ.
که تاسو د پوره یو کال مودې لپاره کار نه وي کړی، تاسو SIV پروګرام ته وړ نه یاست. خو کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالو د بیامیشتیدنې بل پروګرام، لکه د افغان کډوالو پروګرام ته وړ اوسئ. دا پروګرام اوس مهال بند دی خو کیدی شي په راتلونکي کې بیرته پرانیستل شي. مهرباني وکړئ ددې پروګرام په اړه معلوماتو لپاره دغه لارښود وګورئ.
که تاسو په مستقیمه توګه یوازې د متحده ایالاتو له پوځ سره د لیکنې یا شفاهي ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې وي: که تاسو په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو له پوځ سره د ژباړونکي په توګه له یو کال څخه ډیره موده کار کړی وي، کیدی شي تاسو د یو جلا SIV پروګرام لپاره وړ اوسئ چې د 1059 پروګرام په نوم یادیږي. دې پروګرام ته د غوښتنلیک د سپارلو په اړه نور معلومات دلته دي.
د رد کیدنې مکتوب کیدی شي وضاحت ورکړي چې COM باور لري د لاندې مواردو څخه یو سم دی:
تاسو "د کار اړینه موده نه ده پوره کړې"
ددې څه معنی ده؟
تاسو باید د SIV وړتیا لرونکي ګومارونکي لپاره د 2001 کال د اکتوبر له 7 مې څخه د 2024 کال د دسمبر تر 31 مې نیټې پورې لږ تر لږه دوولس میاشتې کار کړی وي. مخکینی شرط چې ګوندې یو غوښتونکي باید لږ تر لږه د دوو کلونو لپاره کار کړی وي، په 2021 کال کې بدل شو او نور د اعتبار وړ نه بلل کیږي.
COM دا تایید نشوه کړای چې ستاسو کار"د ټولې ورځې یا فول ټایم دنده وه"
ددې څه معنی ده؟
که څه هم کیدی شي تاسو د سم شمیر کلونو لپاره دنده ترسره کړې وي، COM فکر کوي چې ستاسو دنده نیمه ورځ یا پارت ټایم وه. ددې لپاره چې تاسو دې پروګرام ته وړ اوسئ، تاسو باید بشپړه ورځ یا فول ټایم دنده ترسره کړې وي. یا، که تاسو نیمه ورځ یا پارت ټایم دنده ترسره کړې وي، نو تاسو باید لږ ترلږه د دوو کلونو لپاره کار کړی وي. که تاسو نیمه ورځ یا پارت ټایم دنده درلوده خو په یو وخت کې مو د څو بیلابیلو ګومارونکو لپاره دنده ترسره کوله، تاسو باید د سپارښتنې او د دندې د تصدیق اصلاح شوي مکتوبونه ترلاسه کړئ چې پکې ستاسو د دندو د ساعتونو جزئیات وړاندې شوي وي.
کله چې ستاسو ګومارونکي قرارداد درلود، تاسو کافي شمیر کلونه کار نه دی کړی
ستاسو د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې کیدی شي لاندې ورته څه لیکل شوي وي: "ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو سره د قرارداد یا فرعي قرارداد یوه شمیره وړاندې کړه چې ددې قرارداد د فعالیت نیټې له (نیټې) څخه تر (نیټې) پورې وې، خو تاسو له (نیټې) څخه تر (نیټې) پورې ګومارول شوي یاست چې ددې وړتیا لرونکي قرارداد پربنسټ، تاسو (شمیره) میاشتې دنده ترسره کړې ده. نوځکه، تاسو د متحده ایالاتو د حکومت یا د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF ) سره د اړینې مودې لپاره دنده ترسره کړې نه ده."
ددې څه معنی ده؟
COM فکر کوي چې ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت سره قرارداد یا فرعي قرارداد درلود. COM همداراز فکر کوي چې تاسو خپل ګومارنکي لپاره د اړین شمیر کلونو لپاره دنده ترسره کړې ده.
خو، تاسو باید په ورته وخت کې چې ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو د حکومت څخه قرارداد یا فرعي قرارداد درلود، دنده ترسره کړې وي.
که زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې د لاندې دلایلو څخه یو دلیل ذکر شوی وي، کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
نوي مکتوبونه چې هرډول تیروتنې اصلاح کوي: په ټولو اسنادو کې چې COM ته سپارل شوي دي، د خپلو ټولو دندو نیټې وګورئ. وګورئ چې آیا کومه تیروتنه شوې ده که نه. د سند له لیکونکي سره اړیکه ونیسئ ترڅو دا سند اصلاح کړي او که چیرې تیروتنې موجودې وي، نوی مکتوب ولیکي. له ګومارونکو او آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه معلومات دلته وګورئ. په دې لیک کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
-
نورې وړتیا لرونکې دندې:
که تاسو له څو بیلابیلو شرکتونو او په بیلابیلو وختونو کې کار کړی وي چې مجموعي وخت یې یو یا څو کاله کیږي، تاسو باید ددې هرې یوې دندې لپاره د سپارښتنې لیک او همداراز د دندې د تصدیق مکتوب وړاندې کړئ.
-
که تاسو کافي دنده نه لرئ، تاسو د COM د منظورۍ د ترلاسه کولو شرایط نه پوره کوئ.
تاسو کولی شئ بیلابیلو ګومارونکو سره د خپل کار مودې یوځای کړئ ترڅو د دندې اړین وخت پوره کړئ، خو تاسو باید د هرې دندې لپاره اړین اسناد وړاندې کړئ.
ستاسو ګومارونکي د اړینې مودې لپاره د متحده ایالاتو له حکومت سره قرارداد یا فرعي قرارداد نه درلود
ستاسو د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې کیدی شي لاندې ورته څه لیکل شوي وي: "ستاسو ګومارونکي د درخواست کوونکي د دندې د مودې په لړ کې د متحده ایالاتو حکومت سره قرارداد یا فرعي قرارداد درلود، خو دا قرارداد یا فرعي قرارداد یوازې د (شمیره) میاشتو د مودې لپاره و؛ نوځکه تاسو د متحده ایالاتو حکومت لپاره لږ تر لږه د دوولسو میاشتو صادقانه او ارزښتناکې دندې د ترسره کولو موده نه پوره کوئ."
ددې څه معنی ده؟
COM فکر کوي چې ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت سره قرارداد یا فرعي قرارداد درلود، خو قرارداد په کافي اندازه اوږد نه و، یا تاسو یوازې د هغه وخت په یوه برخه کې کار کړی دی چې ستاسو شرکت قرارداد درلود.
تاسو باید په ورته وخت کې چې ستاسو ګومارونکي د اړینې مودې لپاره د متحده ایالاتو له حکومت سره قرارداد یا فرعي قرارداد درلود، استخدام شوي یاست.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
-
د قرارداد ثبوت: که تاسو فکر کوۍ چې تیروتنه شوې ده، هڅه وکړئ چې له ګومارونکي یا خپل آمر څخه د قرارداد ثبوت ترلاسه کړئ.
د متحده ایالاتو حکومت سره د خپل ګومارونکي د قرارداد د ثبوت کولو لپاره معلومات دلته وګورئ. که تاسو یوه کاپي ترلاسه کړه، د بشري سرچینو د څانګې مکتوب هم ترلاسه کړئ چې پکې هغه تیروتنې اصلاح شوي وي چې په لومړي مکتوب کې ذکر شوې وې او بیا اصلاح شوی مکتوب خپل د اعتراض یا اپیل له غوښتنلیک سره ولیږئ.
ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لاښود دلته وګورئ
هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
نورې وړتیا لرونکې دندې:
که قرارداد په کافي اندازه اوږد نه و، تاسو د ماموریت د مشر COM د منظورۍ شرایط نه دي پوره کړي.
که تاسو د متحده ایالاتو ګومارونکو سره کار کړی وي او د همدې دندې په اساس SIV ته د غوښتنلیک لیږلو لپاره ټول اړین شواهد لرئ، تاسو کولی شئ دا معلومات د خپل اعتراضي غوښتنلیک یا اپیل سره ولیږئ.
که تاسو دغه شواهد نه لرئ، تاسو کولی شئ د وخت پاتې برخه د متحده ایالاتو له حکومت سره کار وکړئ او بیا د COM نوی غوښتنلیک وړاندې کړئ. تاسو کولی شئ بیلابیلو ګومارونکو سره د دندو وختونه سره یوځای کړئ ترڅو د دندې د اړینې مودې شرایط پوره کړئ.
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو/آیساف په استازیتوب د دندې د سوابقو نشتوالی"
د وړتوب لپاره:
تاسو باید د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو/قاطع ماموریت ISAF/RS، د متحده ایالاتو حکومت، یا د هغې شرکت لپاره کار کړی وي چې د متحده ایالاتو له حکومت څخه یې قرارداد درلود.
COM باید وکولی شي ستاسو دنده تایید کړي.
COM باید وکولی شي تایید کړي چې تاسو د استخدام په ټوله موده کې د متحده ایالاتو له حکومت سره کار وکړ او قرارداد مو درلود. د قرارداد د ثبوت د ترلاسه کولو لپاره دا لارښوونه وګورئ.
د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې باید ویل شوي وي چې COM باور لري چې د لاندې مواردو څخه یو سم دی:
COM " یا شواهد نه لرل" یا په دې ونه توانید چې د متحده ایالاتو د حکومت به دیتابیس کې د قرارداد په اړه وړاندې شوي معلومات تایید کړي."
ددې څه معنی ده؟
د ماموریت مشر COM ستاسو د ګومارونکي د هغه قرارداد ریکارد پیدا نکړ چې د متحده ایالاتو له حکومت سره یې لاسلیک کړی و. دا په دې معنی نه ده چې قرارداد شتون نلري.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
د قرارداد ثبوت: د متحده ایالاتو حکومت سره د خپل ګومارونکي د قرارداد د ثبوت کولو لپاره معلومات دلته وګورئ. که تاسو یوه کاپي ترلاسه کړه، د بشري سرچینو د څانګې مکتوب هم ترلاسه کړئ چې پکې هغه تیروتنې اصلاح شوي وي چې په لومړي مکتوب کې ذکر شوي دي او بیا اصلاح شوی مکتوب خپل د اعتراض یا اپیل له غوښتنلیک سره ولیږئ. ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه دا لارښود وګورئ. په مکتوب کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې د بشري سرچینو HR د څانګې مکتوب لپاره اړین ګڼل کیږي.
تاسو داسې یو قرارداد وړاندې کړ چې "ستاسو د دندې له مودې سره یې سمون نه درلود."
ددې څه معنی ده؟
COM باور لري چې ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت سره قرارداد یا فرعي قرارداد درلود. خو دا قرارداد ستاسو د دندې په موده کې نه و. تاسو باید په هغه وخت کې ګومارل شوي وای چې ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت سره قرارداد درلود.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
د قرارداد ثبوت: که تاسو فکر کوۍ چې تیروتنه شوې ده، هڅه وکړئ چې له ګومارونکي یا خپل آمر څخه د قرارداد یوه کاپي ترلاسه کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې قرارداد هغه موده تر پوښښ لاندې راولي چې تاسو پکې کار کاوه. د متحده ایالاتو حکومت سره د خپل ګومارونکي د قرارداد د ثبوت کولو لپاره معلومات دلته وګورئ. که تاسو یوه کاپي ترلاسه کړه، د بشري سرچینو د څانګې مکتوب هم ترلاسه کړئ چې پکې هغه تیروتنې اصلاح شوي وي چې په لومړي مکتوب کې ذکر شوې دې او بیا اصلاح شوی مکتوب خپل د اعتراض یا اپیل له غوښتنلیک سره ولیږئ. ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لاښود دلته وګورئ. په مکتوب کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
-
نورې وړتیا لرونکې دندې:
که ستاسو د دندې موده له هغه وخت سره برابره نه وه چې ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت څخه قرارداد درلود، نو ستاسو کار د ماموریت د مشر COM منظورۍ ته وړ نه دی.
که تاسو د متحده ایالاتو سره تړلو نورو ګومارونکو لپاره کار کړی دی او د همدې دندې په اساس د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV د غوښتنلیک لپاره د قرارداد د معلوماتو په ګډون نور شواهد لرئ، تاسو کولی شئ دا معلومات خپل د اعتراض یا اپیل غوښتنلیک سره ولیږئ.
که تاسو دغه شواهد نه لرئ، تاسو کولی شئ د وخت په پاتې برخه کې وړتیا لرونکی کار پیدا کړئ او بیا د COM غوښتنلیک ولیږئ. تاسو کولی شئ بیلابیلو ګومارونکو سره د ترسره شوې دندې مودې یوځای کړئ ترڅو د دندې د اړینې مودې شرط پوره کړئ.
ستاسو ګومارونکي د بلاعوضو مرستو (ګرنت)، جایزې، د همکارۍ تړون، یا جواز پربنسټ کار کاوه
ددې څه معنی ده؟
ستاسو شرکت د متحده ایالاتو له حکومت سره سم قرارداد نه درلود. ددې لپاره چې ستاسو کار د وړتیا وړ وبلل شي، ستاسو ګومارونکی باید د متحده ایالاتو له حکومت څخه قرارداد ولري.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
د قرارداد ثبوت: که تاسو فکر کوۍ چې تیروتنه شوې ده، هڅه وکړئ چې له ګومارونکي یا خپل آمر څخه د قرارداد یوه کاپي ترلاسه کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې قرارداد هغه موده تر پوښښ لاندې راولي چې تاسو کار کاوه. د متحده ایالاتو حکومت سره د خپل ګومارونکي د قرارداد د ثبوت کولو لپاره معلومات دلته وګورئ. که تاسو یوه کاپي ترلاسه کړه، د بشري سرچینو د څانګې مکتوب هم ترلاسه کړئ چې پکې هغه تیروتنې اصلاح شوي وي چې په لومړي مکتوب کې ذکر شوې وې او بیا اصلاح شوی مکتوب خپل د اعتراض یا اپیل له غوښتنلیک سره ولیږئ. ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لاښود دلته وګورئ. په مکتوب کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
نورې وړتیا لرونکې دندې:
که ستاسو دنده د یو قرارداد په چوکاټ کې نه وه، نو ستاسو کار د ماموریت د مشر COM منظورۍ ته وړ نه دی.
که تاسو د متحده ایالاتو سره تړلو نورو ګومارونکو لپاره کار کړی دی او د همدې دندې په اساس د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV د غوښتنلیک لپاره د قرارداد د معلوماتو په ګډون نور شواهد لرئ، تاسو کولی شئ دا معلومات خپل د اعتراض یا اپیل غوښتنلیک سره ولیږئ. تاسو کولی شئ بیلابیلو ګومارونکو سره د دندې مودې یوځای کړئ ترڅو د دندې د اړینې مودې شرط پوره کړئ.
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د پریکړې کولو لپاره اسناد کافي نه دي"
د خپل COM غوښتنلیک لپاره د اړینو اسنادو بشپړ لیست کتلو لپاره، دلته کلیک وکړئ. د ماموریت مشر یا COM د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید دا ټول اسناد، او ټول اړین معلومات وسپارئ.
د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب کیدی شي وضاحت ورکړي چې:
"تاسو ( سند ) نه دی وړاندې کړی
د خپل اعتراض یا اپیل په غوښتنلیک کې، تاسو باید د هغه سند نوم ذکر کړئ چې د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې یې یادونه شوې ده. د اړینو اسنادو بشپړ لیست لپاره چې تاسو یې باید ولیږئ، دلته کلیک کړئ. که ستاسو د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي وي چې تاسو د دندې د تصدیق یو مکتوب یا د سپارښتنې لیک نه دی لیږلی، دلته کلیک وکړئ ترڅو وپوهیږئ چې په هر مکتوب کې څه شی باید شامل وي.
COM "ستاسو د سپارښتنې د لیک اصالت یا اعتبار تایید نه شو کړای"
ددې څه معنی ده؟
د ماموریت مشر COM به ستاسو له آمرینو او ګومارونکو سره اړیکه ونیسي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو سپارل شوي مکتوبونه اصلي او معتبر دي. که چیرې COM ستاسو د مکتوبونو له لیکونکو سره اړیکه ټینګه کړي خو هغوی د COM غوښتنې ته ځواب ورنکړي او یا که چیرې د مکتوبونو لیکونکي د COM غوښتنه ترلاسه نکړي، کیدی شي ستاسو غوښتنلیک رد شي .
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
یو نوی مکتوب چې پکې د اړیکې تازه معلومات لیکل شوي وي:
له هغه شخص یا دفتر سره اړیکه ونیسئ چې مکتوب یا سند یې لیکلی دی. هغوی څخه پوښتنه وکړئ چې د مکتوب د تایید په موخه آیا د “@state.gov” بریښنالیک له لارې ورسره اړیکه نیول شوې ده که نه. هغوی باید د خپل بریښنالیک سپم فولډر او آرشیف وګوري. که هغوی له COM څخه بریښنالیک ترلاسه کړی نه وي، هغوی څخه پوښتنه وکړئ چې آیا کولی شي یو نوی مکتوب ولیکي که نه. په نوي مکتوب کې باید دا لاندې معلومات شامل وي:
ددې تایید چې COM ته سپارل شوی مکتوب یا سند دوی لیکلی دی او دا چې لومړی مکتوب اصلي او معتبر دی؛
باید وضاحت ورکړي چې د مکتوب د تایید لپاره یې د COM غوښتنه ترلاسه کړې نه ده؛
باید تایید کړي چې که ورسره اړیکه ونیول شي، د مکتوب تایید ته چمتو دي؛ او
داسې یو بریښنالیک باید ورکړي چې دوی یې په منظمه توګه ګوري.
په مکتوب کې باید همداراز هغه لومړني معلومات شامل وي چې د COM د منظورۍ لپاره ددې ډول مکتوب د تایید لپاره اړین ګڼل کیږي.
له ګومارونکو او آمرینو سره د اړیکې نیولو لارښود دلته وګورئ.
ستاسو د سپارښتنې لیک نیمګړی و.
ددې څه معنی ده؟
د سپارښتنې لیږل شوي لیک کې ټول اړین معلومات موجود نه دي.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
د سپارښتنې یو نوی لیک ترلاسه کړئ چې ټول اړین معلومات پکې شامل وي. دلته د IRAP هغه لارښود وګورئ چې پکې ویل شوي دي چې ستاسو د سپارښتنې په لیک کې باید څخه شی شامل وي.
مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو د وزارت شرط دا و چې د متحده ایالاتو یو وګړی باید د سپارښتنې لیک ولیکي یا یې له بل شخص سره په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې اوس مهال هیڅ داسې یو شرط نشته چې د سپارښتنې لیک دې د متحده ایالاتو د یو وګړی له خوا ولیکل شي یا لاسلیک شي. د بهرنیو چارو د وزارت یو لارښود وایي چې دا به "ګټوره" وي که د متحده ایالاتو یو وګړی د قرارداد د پلي کیدو آمر یا سوپروایزر سره یوځای چې د متحده ایالاتو و ګړی نه دی، د سپارښتنې لیک په ګډه لاسلیک کړي او دا ووایي چې هغوی ډاډه دي چې په لیک کې شامل معلومات سم دي. خو دا یو شرط نه دی. که د ویزې ملي مرکز غوښتنه وکړي چې تاسو باید د متحده ایالاتو وګړي آمر یا سوپروایزر څخه ترلاسه شوی مکتوب وسپارئ، تاسو کولی شئ وضاحت ورکړئ چې دا نور اړین نه دی. که ستاسو غوښتنلیک له همدې امله وځنډول شي یا رد شي، تاسو کولی شئ د IRAP له خوا د COM د رد کیدنې د مرستې د فورمې له لارې دلته د مرستې غوښتنه وکړئ.
د بشري سرچینو له څانګې څخه ستاسو د دندې د تصدیق مکتوب نیمګړی و، د بشري سرچینو له څانګې له خوا صادر شوی نه و، او موخه یې د SIV غوښتنلیک د کارولو لپاره نه وه.
ددې څه معنی ده؟
د دندې د تصدیق په مکتوب کې چې تاسو لیږلی دی ټول اړین معلومات نشته او د اړوند دفتر له خوا صادر شوی نه دی.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
د بشري سرچینو یا HR دفتر څخه د دندې د تصدیق نوی مکتوب ترلاسه کړئ چې پکې ټول اړین معلومات شامل وي. د IRAP لارښود دلته وګورئ چې پکې ویل شوي دي چې ستاسو په مکتوب کې باید څه شی شامل وي. که ستاسو شرکت په یو قرارداد کار کړی وي، د بشري سرچینو دفتر باید په مکتوب کې د قرارداد شمیره شامله کړي. د IRAP لارښود دلته وګورئ چې پکې ویل شوي دي چې څنګه باید د قراردادونو ثبوت وړاندې کړئ.
سربیره پردې، ستاسو ګومارونکی باید په پروجکت ربیټ “Project Rabbit” کې چې د دندې د تصدیق بله طریقه ده، خپل شرکت راجسټر کړي. تاسو کولی شئ په دې لارښود کې نور معلومات لاندې د پروجیکت ربیټ په برخه کې ترلاسه کړئ.
که زما شرکت نور شتون ونلري، د بشري سرچینو یا HR څانګه ونلري، یا زما د دندې اړوند اسنادونه نه لري، څه به وشي.
که ستاسو شرکت د بشري سرچینو یا HR فعال دفتر ونلري، په شرکت کې له یو لوړپوړي چارواکي څخه چې د HR اسنادو ته لاسرسی لري وغواړئ چې تاسو ته د بشري سرچینو یا HR بدیل مکتوب ولیکي. دا مکتوب باید د سپارښتنې له لیک څخه جلا وي.
دا مکتوب باید:
وضاحت ورکړي چې ستاسو شرکت نور ولې شتون نلري یا ولې د بشري سرچینو فعال دفتر نلري، او هغه شخص چې دا مکتوب لیکي ولې لا تراوسه د شرکت د بشري سرچینو د دفتر اسنادو ته لاسرسی لري.
ستاسو د دندې د پیل او پای نیټې ولیکي.
که تاسو نور په شرکت کې کار نه کوئ، له شرکت څخه خپل د جلا کیدنې دلیل ولیکي.
د بشري سرچینو یا HR د مکتوب د شرایطو د پوره کولو لپاره باید څومره ډیر پورته ذکر شوي معلومات چې امکان لري شامل کړي.
زما د غوښتنلیک د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي "د صادقانه او ارزښتناکو خدمتونو نشتوالی"
کیدی شي چې د غوښتنلیک د رد کیدنې مکتوب وضاحت ورکړي چې COM باور لري چې د لاندې مواردو څخه یو سم دی:
ستاسو د قضیې په اړه منفي معلومات موجود وو.
تاسو د "یو دلیل په اساس له دندې ګوښه شوي یاست" یا د " دلیل " په اساس له دندې ګوښه شوي یاست.
ددې څه معنی ده؟
د ماموریت مشر COM فکر کوي تاسو له دندې ګوښه شوي یاست.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
تاسو باید وښایئ چې:
تاسو د خپلې دندې د نه ترسره کولو یا د شرکت له قوانینو د سرغړونې له امله له دندې ګوښه شوي نه یاست؛
تاسو د خپلې دندې له پریښودو مخکې متحده ایالاتو ته "صادقانه او ارزښتناک خدمتونه" ترسره کړي دي؛ یا
تاسو د متحده ایالاتو د حکومت د یوې ادارې له خوا بیرته په دنده ګومارول شوي یاست او په خپله نوې دنده کې مو صادقانه او ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي دي.
تاسو باید دا لاندې اسناد وړاندې کړئ:
-
د دندې د تایید نوی مکتوب: که تاسو له خپلې دندې ګوښه شوي نه یاست او یا په غلطۍ سره ګوښه شوي یاست، له خپل ګومارونکي څخه د یو اصلاح شوي مکتوب غوښتنه وکړئ.
لومړی: له خپل مخکیني ګومارونکي څخه پوښتنه وکړئ چې ددوی په اسنادو کې څه لیکل شوي دي چې ګوندې تاسو ولې شرکت پریښود.
دویم: که کومه تیروتنه موجوده وي، شرکت ته هرډول ثبوت چې لرئ، وړاندې کړئ. له هغوی څخه وغواړئ چې تیروتنه اصلاح کړي.
درییم: که تیروتنه د اصلاح وړ نه وي، خپل مستقیم آمر ته ووایه چې له ګومارونکي څخه وغواړي چې تیروتنه اصلاح کړي.
څلورم: که ستاسو ګومارونکي تیروتنه اصلاح کړه، له هغې څخه د دندې د تصدیق د نوي مکتوب غوښتنه وکړئ چې پکې ستاسو له خوا د شرکت د پریښودلو سم دلیل لیکل شوی وي.
د سپارښتنې نوی لیک: که تاسو د دندې د تصدیق نوی مکتوب ترلاسه کولی نشئ، خپل مستقیم آمر څخه وغواړئ چې تاسو ته د سپارښتنې نوی مکتوب ولیکي: دا مکتوب باید:
وضاحت ورکړي چې ستاسو کار ولې د متحده ایالاتو لپاره ارزښتناک دی، او له دندې ستاسو ګوښه کیدل څنګه په دې حقیقت کې بدلون نه راولي.
له خپلې دندې د ګوښه کیدنې د شرایطو په اړه وضاحت ورکړئ. که تاسو په غلطۍ له دندې ګوښه شوي یاست، ستاسو مستقیم آمر کولی شي په دې اړه وضاحت ورکړي.
هغه لومړني معلومات پکې شامل کړئ چې د سپارښتنې په لیک کې باید موجود وي.
د متحده ایالاتو له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب هرې وروستۍ دندې څخه د دندې د تصدیق مکتوب او د سپارښتنې لیک
تاسو "جعلي" اسناد وړاندې کړي دي
ددې څه معنی ده؟
COM باور لري چې تاسو د خپل COM غوښتنلیک سره لږ تر لږه یو جعلي سند وړاندې کړی دی. د جعلي اسنادو د وړاندې کولو له امله د COM له خوا د غوښتنلیکونو د رد کیدنې د مکتوبونو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دلته ورشئ.
"تاسو د امنیتي دلایلو په اساس د متحده ایالاتو په سفارت کې د دندې لپاره وړ نه وئ"
ددې څه معنی ده؟
COM باور لري چې تاسو د متحده ایالاتو سفارت ته د دندې غوښتنه وکړه او په امنیتي ارزونو کې د ناکامۍ له امله ګومارل شوي نه یاست.
کوم شواهد به زما د اعتراض یا اپیل لپاره ګټور وي؟
-
د سپارښتنې نوی لیک: خپل پخواني آمرڅخه وغواړئ چې تاسو ته د سپارښتنې یو لیک ولیکي او پکې وضاحت ورکړي چې په امنیتي ارزونو کې ستاسو ناكامي ولې ناسمه ده. ستاسو پخوانی آمر باید د سپارښتنې دا مکتوب ستاسو پخواني ګومارونکي ته هم ولیږي او له ګومارونکي څخه وغواړي چې ګومارونکی دې ووایي چې ستاسو ناکامي ناسمه وه. ستاسو ګومارونکی باید خپل اسناد د مستقیم آمر د توضیحاتو او ملاتړ په رڼا کې نوي کړي. ګومارونکو او مستقیمو آمرینو سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي په اړه د IRAP لاښود دلته وګورئ. په دې لیک کې باید هغه لومړني معلومات شامل وي چې COM یې د سپارښتنې د لیکونو لپاره غوښتنه کوي.
سربیره پردې، که تاسو د یو شرکت په امنیتي ارزونو کې ناکام شوي یاست خو وروسته په دویم شرکت کې په دنده وګومارل شوئ او په دې شرکت کې مو په امنیتي ارزونو کې برخه واخیسته او بریالي شوئ، تاسو کولی شئ د سپارښتنې لیک شامل کړئ او د د بیاکتنې یا اپیل په غوښتنلیک کې وضاحت ورکړئ.
تاسو IMS سره کار کړی دی
د IMS کیسونه باید د ویزې ملي مرکز NVC له خوا په دقت سره وکتل شي. که تاسو له IMS سره دنده ترسره کړې ده او د ماموریت د مشر COM د منظورۍ غوښتنه مو رد شوې ده او د رد کیدنې په مکتوب کې ویل شوي دي چې ستاسو دنده دې پروګرام ته وړ نه ده، د ویزې ملي مرکز NVC ته بریښنالیک ولیږئ او د یو سوپروایزر له خوا د لازیاتې ارزونې غوښتنه وکړئ. IRAP د متحده ایالاتو د حکومت او IMS ترمنځ ډیر شمیر قراردادونه په نښه کړي دي.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
له IRAP څخه د مرستې
- له آی ار ای پي څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- که تاسې په اردون کې يئ، تاسې کولای شئ د اردون آی ار ای پي د مرستې غوښتنه د دې فورمې په کارولو سره کولای شئ. که فورمه بنده وي، ته کولای شې په يوه بله او وروسته نېټه کې يې وګورې.
د نورو سازمانونو مرسته
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د مهاجرت خصوصی څارنوالان د خپلو خدماتو لپاره فیس اخلی. دا څارنوالان د IRAP سره اړه نه لری.
د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژه (IRAP) ځینو کډوالو او بېځایه شوو خلکو ته وړیا حقوقي مرسته برابروي.
- IRAP ځینو کسانو سره د خدماتو موندلو او د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیکونو د برابرولو کې مرسته کوي.
- IRAP د هېڅ حکومت، IOM یا UNHCR برخه نه ده.
- IRAP نشي کولای کډوالي وضعیت یا ویزه ورکړي یا قضیې ګړندۍ کړي.
- IRAP نشي کولای مالي مرسته، د استوګنې ځای پیدا یا پرې پیسې ورکړي، یا د کار موندلو کې مرسته وکړي.
- د IRAP ټولې مرستې وړیا دي. هیڅ څوک چې له IRAP سره تړاو لري، حق نه لري چې له تاسو نه د پیسو یا بل خدمت غوښتنه وکړي.
IRAP خلکو ته د دوی اړتیا او د کډوالۍ د وضعیت د شرایطو پر بنسټ مرسته کوي. IRAP د ټولنیزو، سیاسي یا مذهبي لاملونو پر بنسټ مرسته نه کوي.
دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د حقوقي پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنلیکونو لپاره حقوقي مشوره نه ده.
شرایط بدلېدلی شي. تل له حکومت یا ادارې نه تازه شرایط وڅارئ چې ستاسو د غوښتنې پرېکړه کوي.
که تاسو د کډوالو بیړنۍ ستونزې سره مخ یاست، نو موږ وړاندیز کوو چې د هغه هېواد UNHCR دفتر سره اړیکه ونیسئ چې تاسو پکې اوسېږئ.
Comments
0 comments
Article is closed for comments.