لنډیز
عمومي کتنه
دا لارښود د هغه غوښتونکو لپاره دی چې:
- د امریکا له متحده ایالاتو بهر دي؛ او
- چې دUSRAP ترمخه د امریکا متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره غوښتنه کوي؛ او
- د امریکا متحده ایالاتو د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره ترې د USCIS لخوا مرکه اخیستل شوې وه ("د هېئت مرکه")؛ او
- د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره له مرکې وروسته رد شوی وو؛ او
- غواړي چې پدې پرېکړه باندې د بیا غور کولو لپاره یو RFR)) د استیناف غوښتنه وکړی.
دا لارښود د هغو کډوالو لپاره ندی څوک چې:
- د UNHCR لخوا رد شوي وي؛ یا
- د امریکا متحده ایالاتو څخه پرته یې په نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو غوښتنه رد شوي وي؛ یا
- په متحده ایالاتو کې دي.
- د متحده ايالاتو او مکسيکو پر پوله دې د پناه غوښتنې لپاره عريضه کړې، او په مکسيکو کې د کډوالو د خونديتابه د کړنلارو سره سم تر پروسې لاندې يې ("په مکسيکو کې پاتې شه").
په عمومي توګه، USCIS به یوازې یو RFR مني. تاسو باید د قضیې د رد لیک د ترلاسه کولو ورسته په ۹۰ ورځو کې دننه خپل RFR تسلیم کړئ. که چېرې دغه نېټه له تاسو تېره شوه، تاسو بیا هم کولای شئ چې خپل RFR ولېږئ خو باید شرح ورکړئ چې ولې مو RFR ناوخته کړو، خو USCIS هغه RFR رد کولی شي چې ناوخته شوی.
لومړی ګام: د خپلې مرکې تجربې ته انعکاس ورکړئ
لومړی، له ځانه دا پوښتنې وکړئ تر څو چې پوه شئ چې ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل څه وو. دا ستاسو سره مرسته کولی شي تر څو ومومئ چې د RFR په کومو ټکو تمرکز وشي.
- ایا مرکه کوونکي ستاسو د کیسې په کومه ځانګړې برخه باندې تمرکز وکړ؟
- ایا مرکه کوونکي یوه پوښتنه څوځلې وپوښتله؟
- ایا مرکه کوونکي ستاسو د قضیې په اړه کومه ځانګرې ستونزه یا اندېښنه په ګوته کړه؟
- ایا پدې پوه شوئ چې افسر له تاسو څه معلومات غوښتل؟
- ایا ستاسو د مرکې په ترڅ کې کوم غلط تفاهم رامنځ ته شوی وو؟
- ایا مرکه کوونکی پدې پوهېده چې تاسو څه ویل؟
- که چېرې هلته یو ژباړونکی وو، ایا پوهېدئ چې په ژباړه یا ژباړونکي کې څه ستونزه وه؟
- ایا مرکه په کومه مرحله کی ودرېده؟ که ځواب هو وي، نو بی له کومه ځنډه څه وشول مخکې له دې چې مرکه ودرېږي؟
- ایا مرکه کوونکي د لنډی مودی لپاره له خونې بهر ووتو؟ که چېرې داسې شوی وي، نو د مرکه کوونکي له وتلو مخکې داسې څه وشول؟
- مرکې څومره وخت دوام وکړ. ډېره اوږده ښکارېده که لنډه؟
- تاسو داسې احساس کوئ چې خپله ټوله کیسه مو کړې وه؟ ایا مرکه کوونکي د ټولې کیسې د کولو په وخت کې کوم ځل ودرولئ؟ ستاسو د کیسې هغه کومې برخې دي چې مرکه کوونکي ته مو ونشوی ویلی؟
- ایا د مرکچي طبعیت د مرکې په کوم ځانګړي وخت کې بدل شو؟ که هو، نو د دې د طبعیت بدلېدو نه مخکې داسې څه وشول؟
- ستاسو په فکر څه ناسم وو؟
دویم ګام: خپل رد لیک بیا وګورئ
رد لیک ته Notice of Ineligibility) (NOI)) وايي. دا تاسو ته وایي چې ولې رد شوي یاست. ستاسو د بیا مېشتېدو د ملاتړ مرکز RSC به تاسو ته دغه رد لیک لاس په لاس، د پوست او یا برېښنالیک له لارې ولېږي. ستاسو RSC همدا IOM, ICMC, CWS,IRC, HIAS او یا د بهرنېو چارو وزارت دی. که چېرې تاسو خپل رد لیک نه وي ترلاسه کړی او یا مو ورک کړی وي، بیا نو پکار ده چې له خپل RSC سره اړیکې ټینګې کړئ. ستاسو په رد لیک که به ۷ داسې بکسونه وي چې هغه به (ټېک/چېک) په نښه شوي وي. لاندې هغه بکس یا بکسونه ولټوئ کوم چې ستاسو په رد لیک کې په نښه (چېک) شوي دي.
-
د "ځانګړي بشرپالنې اندېښنې" بکس په نښه شوی
دا انتخاب په ډېرو نادرو حالاتو کې چېک یا په نښه کېږي. افسر فکر ونکړ چې تاسې د بیا مېشتېدو دغوښتنې لپاره وړ یاست. ډېر کډوال د UNHCR لخوا ورپیژندل کېږي.
که تاسو د UNHCR لخوا معرفي شوي نه یاست، نو تاسو څنګه وکولای شو چې غوښتنلیک ورکړئ؟ د بېلګې په توګه، ایا د کومې امریکایي کورنۍ غړي تاسو ته دغه غوښتنلیک پېل کړو؟ ایا له تاسو څخه د کډوالو افسر ستاسو د خپلوانو سره د اړیکو د لا نورو ثبوتونو غوښتنه کړې وه؟
-
د "کډوالۍ ادعا" بکس په نښه شوی
د کډوالو افسر دا پرېکړه کړې چې تاسو د یو کډوال د تعریف په چوکاټ کې نه جوړیږۍ د امریکا متحده ایالاتو کې هغه څوک کډوال کېدای شي چې که چېرې:
- هغوي له جدي زیان سره مخ شوي وي او یا وېره لري چې په راتلونکي کې له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
- د خپل نسل، مذهب، ملیت، د کومې ځانګړې ټولنیزي ډلې غړیتوب یا کوم سیاسي نظریې لرلو پر بنسټ
- په ډېرو مواردو کې غوښتونکی باید له خپل هېواد څخه بهر وي چې د کډوالۍ د بیا مېشتېدو لپاره وړ وبلل شي.
هلته بیا دوه نور بکسونه دي: )الف) "عدلی تعقيب/ځورونه" او )ب) "خوندي ځانګړتیاوې". یو یا دواړه بکسونه کېدای شي چېک شوي اوس یئ تر څو تشریح ورکړئ چې ولې افسر داسې فکر کوي چې تاسو د کډوالۍ د تعریف په چوکاټ کې نه راځئ.
که چېرې لومړی بکس "عدلی تعقیب" چېک شوي وي، افسر فکر کوی چې تاسو دا نده ثابته کړې چې تاسو پخوا په څرګند ډول زیانمن شوي او یا مو دا وېره لرله چې په راتلونکي کې به په څرګنډ ډول زیانمن شئ. جدي زیان یا ګواښ کې فزیکي زیان، لکه د حملې یا د مرګ ګواښونه. دې کې غېر فزیکي زیان، لکه د خپل دين د تمرینولو اجازه نه ورکول هم شامل دي. تاسو کولای شئ داسې وښایئ چې ستاسو وېره د هغه څه په اساس ده چې په تاسو تېر شوی وي. تاسو کولای شئ داسې هم وښایئ چې جدي زیان ستاسو په څېر حالت کې په نورو تېر شوي وي
که چېرې دویم بکس " خوندي ځانګړتیاوې" چېک شوی وي، افسر فکر کړی چې تاسو دا نده ثابته کړې چې تاسو ته زیان رسېدلی او یا به ستاسو د نسل، مذهب، ملیت، د کومې ځانګرې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا کومې سیاسي نظریې په وجه زیان در ورسېږي.
که متحده ایالاتو ته ستاسو د مهاجرت قضیه:
1) د 11 جون 2018 او 16 جون 2021 ترمینځ رد شوې وه؛ او
2) که ستاسو د رد ځواب په خط کې د "Refugee Claim" په خانه نشانه لګول شوې وه، نو تاسو ښايي وکولی شئ چې ستاسو درخواست ته د USCIS لخوا یوه نوې کتنه وشي. ددې وجه جون 2021 کې د متحده ایالاتو د پناهندګۍ قانون کې بدلون دی.
په قانون کې دا بدلون د لوي څارنوال لخوا د دوو پرېکړو څخه راغلی دی (Matter of A-B- III او Matter of L-E-A- III). په دې پرېکړو کې لوي څارنوال دوه مخکینۍ پرېکړې "ختمې کړې" یا ړنګې کړې. هغو مخکینیو پرېکړو هغه کسان محدودول چې د 11 جون 2018 او 16 جون 2021 نه مهاجر ګڼل کېدلی شول. که په دغې موده کې ستاسو درخواست د "Refugee Claim" د مسلې له امله رد شوی و، نو USCIS ښايي د نوي معیار لاندې ستاسو په درخواست د بیا غور کولو لېوالتیا ولري.
لطفاً په یاد وساتئ چې د یو RFR د قبلولو لپاره د USCIS اختیاري ده. په قانون کې بدلون په دې معنا ندی چې د هر فرد قضیه به په شرایطو پوره وي. IRAP ته معلومه نده چې آیا USCIS به په کوم RFR غور وکړي او یا کومه قضیه به ړنګه کړي.
که چیرې د 11م جون 2018 او 16م جون 2021 ترمینځ ستاسو قضیه رد شوې وه او "Refugee Claim" شوې وه نو تاسو لاندې د درخواست قالب کارولی شئ. RFR باید په انګلیسي کې وي.
درخواست نمونه:
---
[RSC کیس لمبر]
[نوم]
[نېټه]
Dear USCIS,
This is a request for review to ask that USCIS reopen my refugee application because of a significant change in law.
On June 16, 2021, the Attorney General issued two decisions affecting who qualifies for refugee states, Matter of A-B- III and Matter of L-E-A- III. Those decisions overturned law in effect between June 11, 2018 and June 16, 2021 that limited who could be considered a refugee.
USCIS denied between June 11, 2018 and June 16, 2021, and USCIS denied my application because of an issue with my “Refugee Claim.” Because of the change in law, USCIS should reopen my application, reconsider it under current law, reinterview me if necessary, and decide if I qualify for refugee status under current law.
[تاسو په دې اړه هر اضافي معلومات یا ثبوت ورزیاتولی شئ چې تاسو ولې د مهاجر په شرطونو پوره یاست. که دا ستاسو لومړی RFR وي یا د "Refugee Claim" د انکار د چیلنج کولو په اړه لا زیات معلومات غواړئ، نو مهرباني وکړئ د مهاجرت د رد شوو درخواستونو لپاره د IRAP لارښود ولولئ.]
[که دا ستاسو دویم RFR وي: هر څو که ما مخکې یو RFR داخل کړی و، USCIS باید دې نوي RFR ته د کتنې لپاره د خپل اختیار نه کار واخلي ځکه چې دا په قانون کې بدلون ته ځواب وايي.]
[که د انکار نه 90 ورځو نه زیاته موده تېره شوې وي: هر څو که زما د مهاجرت د درخواست د انکار نه 90 ورځو نه زیاتې تېرې شوې دي، زه دا RFR په قانون کې د بدلون نه سمدستي وروسته ورکوم.]
I prepared my letter using a template written by the International Refugee Assistance Project. I do not have a lawyer representing me in my refugee application. If I do get a lawyer in the future, they may supplement this letter with additional evidence. Thank you for reviewing my refugee application.
Sincerely,
[نوم]
[RSC کیس لمبر]
---
-
د "نورو د ځورونې" بکس چېک دی
افسر پرېکړه کړې چې تاسو کېدای شي چاته زیان رسولی وي او یا د نورو په ځورولو کې مو ملتیا کړې وي. د بېلګې په توګه، تاسو د کومې بندیخانې څوکيداري کوله چېرې چې خلک به ځورېدل یا اسیران مو بنديخانې ته رسولي وي، یا کېدای شي د نورو په ځورونو کې مو ملیتا کړی وي. له ځانه پوښتنه وکړئ:
- ایا تاسو په پوځ کې دنده ترسره کړې کله چې پوځ عامو وګړو ته زیان رسوو؟
- ایا تاسو کله هم د داسې یو سیاسي ارګان غړی پاتې شوي یاست چې کېدای شي نورو خلکو ته یې زیان اړولی وي؟
- ایا تاسو داسې ثبوت لرئ چې وښایئ چې کله تاسو له پوځ سره دنده ترسره کوله یا کوم سیاسي ارګان کې وائ او چاته مو زیان نه وي اړولی؟
- ایا تاسو کولای شئ چې د پوځ د خدمت د وخت سندونه مو وړاندې کړئ دې کې شامل دي لکه د پوځ کارت چې وښایي تاسو طبي معافیت درلود یا د داسې کوم سرتېري شاهدي چې تاسو ورسره یو ځای دنده ترسره کړې وي؟
-
د "بیا مېشتېدو ځای" بکس چېک دی
د کډوالو افسر پرېکړه کړې چې کېدای شي تاسو کوم بل هېواد کې د قانوني اوسېدو لپاره غوښتنه کړې ده.
له خپل ځانه وپوښتئ:
- له خپل هېواد څخه له تښتېدو وروسته تاسو کوم هېواد ته سفر کړی او یا پکې اوسېدلي یئ؟
- ایا تاسو کړې یا کولای شو په هغه هېوادنو کې په یو کوم کې مو د مېشتېدو لپاره غوښتنه کړې وه؟
- که چېرې ځواب مو هو وي، کله چې هلته اوسېدئ په هغو هېوادونو کې خپل ژوند څنګه ارزوئ؟
- ایا تاسو په کوم بل هېواد کې د هغې هېواد د تابعیت د اخیستلو لپاره وړ یاست؟
- کې چېرې تاسو کوم بل هېواد کې اوسېدلئ یا مو د هغې هېواد تابعیت اخیستی وی، ایا تاسو به بیا هم خوندي نه وائ که هلته اوسېږۍ؟
-
د "منلو" بکس چېک دی
لومړۍ برخه: دا برخه په لاس لیکل شوې یوه کرښه ده چې کېدای شي د لاندې بېلګو په شان وایي:
- INA § 212(a) (6) (C)) – د ناسمو موادو وړاندې کول. دا په آګاهانه توګه د کوم شی پټول یا د یوه مهم حقیقت په اړه د دروغ ویلو په معنی دي.
- INA § 212(a) (2) (A) (i) (I)) – هغه جرم چې د اخلاقي خسارې درلودونکی وي. دا پدې معنی ده چې مخکې په کوم جرم محکوم شوی وي او دا یې منلی وي چې یو څه جرمونه یې کړي چې هغه جدی ګڼل کېږي.
- INA § 212(a) (3) (B)) – د ترهګرۍ مادي ملاتړ کول. دا د هغې ډلې د ملاتړ کولو یا ورسره ګډېدلو په مانا ده، کوم چې د امریکا متحده ایالات زیانمنوونکي بولي. نږدې هره ډله چې په غیر قانوني توګه له زور او تاوتریخوالی کار اخلي په بالقوه توګه د یو ترهګري ارګان په توګه ګڼل کېږي. ځینې وخت ملاتړ غیر مستقیم یا کوچنی وي، لکه د یو ترهګرې ډلې کوم غړي ته خواړه ورکول. په دې کې هغه ملاتړ هم راځي چې په زور باندې یې اجرا کولو ته اړ شوي وي.
که تاسو په خاصه توګه د INA § 212 (a) (3) (B)) لپاره رد شوي یاست نو له ځانه دغه پوښتنې وکړئ:
- ایا تاسو کوم کس یا د کوم ارګان خلکو ته پېسې، خواړه، پناه/ځای یا کومه بله اسانتیا برابره کړې؟
- ایا تاسو د کوم ارګان ملاتړ کړی یا خلک مو دې ته هڅولي چې له یو ارګان سره یو ځای شي؟
- ایا تاسو د دې په اړه له چا سره خبرې کړي چې د کوم ارګان سره ګډ شي یا ورسره وخت تېر کړي، حتی که تاسو له دې ډلو سره وخت تېرولو لپاره هیڅ انتخاب هم نه درلود؟
دویمه برخه: دا برخه پدې خبرې کوي چې که تاسو د خسارې لپاره غوښتنه کولی شئ .که تاسو قانوني مرستې نشئ ترلاسه کولای، نو بیا ستاسو RSC تاسو سره د معافیت د غوښتنې لیک په بشپړولو کې مرسته کوي. تاسو د دې معافیت د اخیستلو حق په خپل سري ډول نه لرئ. تاسو باید استدلال وکړئ چې دا معافیت یا د بشردوستانه دلیلونو په موخه ده، یا دا چې څو له کورنۍ سره مو پاتې شئ، یا پکې عامه ګټې پرتې دي.
که تاسو د خپل RSC له لارې دې خسارې ته غوښتنه ورکوئ د هغې په اړه ذکر وکړئ او ثبوت وړاندې کړئ لکه:
- ستونزې چې د اوسېدو په هېواد کې ورسره مخ یاست.
- د امریکا متحده ایالاتو کې له کورنۍ سره اړیکې یا دا چې کورنۍ به مو د امریکا متحده ایالاتو کې مېشته کېږي.
- د امریکا متحده ایالاتو سره هر ډول تړاو لکه د امریکا متحده ایالاتو دولت له خوا په دنده ګمارل.
د څو ډوله نه مننونکو قضیو لپاره هیڅ قسمه معافیت شتون نه لري. له رد کېدو څخه د مخنیوي یواځینۍ لاره یو بریالی RFR دی. که تاسو د نه منل کېدو او نورو دلیلونو له امله رد شوي یاست، تاسو د نه منل کېدو د خسارې لپاره غوښتنه نشئ کولای تر څو چې ستاسو RFR په بریالیتوب سره بشپړ شوي نه وي.
-
د "اعتبار" بکس چېک دی
د کډوالو افسر ستاسو په ځینو ادعاوو باور ندی کړی. په لیک کې به هم داسې راشي چې د کډوالو افسر ستاسو سره د دې اندېښنې په اړه د مرکې په ترڅ کې بحث وکړو او تاسو د قناعت وړ تشریحات وړاندې نه کړل. هلته باید دوه نور اضافي لستونه وي چې اضافي بکسونه به یې چېک وي.
لست ۱: دا بکسونه به هغې موضوع ته اشاره کوي چې افسر په تاسو باور نه وو کړی. دا مسئلې هماغه پنځه مسئلې دي چې پورته (ځانګړې بشردوستانه اندېښنه، د کډوالۍ ادعا، د نورو ځورونه، د بیا مېشتېدو ځای، منل) پرې بحث وشو او "نور".
لست ۲: دا بکسونه هغه دلایلو ته اشاره کوي چې ولې افسر داسې احساس وکړو چې تاسو رښتیا ونه ویل. دلته اووه څرګند دلیلونه موجود دي:
- تاسو د مرکې په ترڅ کې متفاوت بیانونه ورکړل.
- هغه بیانونه چې تاسو د مرکې په ترڅ کې ورکړي وو هغه د نورو ثبوتونو سره متفاوت وو، (لکه خبري مقاله یا عمومي راپور).
- مهمو سوالونو ته ستاسو ځوابونه له پوره جزیاتو سره نه وو.
- ستاسو د هېواد د حالت او د عامه معلوماتو د پوهې پر اساس، ستاسو شواهد د افسر لپاره د 'منلو وړ' نه وو.
- افسر باور درلود چې تا دروغ ويل. د دې دليل به د مرکې پر مهال ستا د انداز طريقه وي، هغه طريقه چې تا يوې پوښتنې ته ځواب ووايه، يا هغه طريقه چې تا يوه پوښتنه ځواب نه کړه.
- افسر باور درلود چې داسې شواهد و، چې تا کولای شوای برابر يې کړې، خو برابر دې نه کړل.
- نور
له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ:
- ایا تاسو د USCIS په مرکه کې په داسې کومه موضوع بحث کړی چې په مخکینېو مرکو کې مو په بل ډول بیان کړې وي؟
- ایا مرکه کوونکي په تاسو د کیسې کومه برخه بیا بیا ځلې تکرار کړه؟
- ایا تاسو له یوې روانی صدمې بچ شوي یاست؟ ایا تاسو د خپلې کیسې د هغو جزیاتو په یادولو یا په بیا بیا یادولو کې ستونزه لرئ؟ ایا تاسو کوم رواني نفسیاتی درملنه ترلاسه کوئ؟ ایا تاسو دا د کډوالو افسر ته وویل؟
-
د "نورو دلایلو" بکس چېک دی
کله چې قضیه د کوم "نورو دلایلو" په تړاو رد شي دا تل د کډوال د غوښتنلېک د امنیتي ستونزې په تړاو په لاملونو رد کېږي. دا کېدای شي ستاسې پهNOI کې لېکل شوي یا نه وي لېکل شوي. باید هغه ستونزه په مرکه کې نه وي یاده شوي. کېدای شي دغه ستونزه د امریکا متحده ایالاتو د دولت د امنیتي پلټنې پر مهال موندل شوې وي.
کله چې یو کډوال د امنیتي ستونزې په تړاو رد شي، کډوال غوښتونکې باید د پرېکړې د بیا کتنې لپاره RFR وکړي.
کله چې يو کډوال د امنيت اړوند مسائلو له کبله رد شوی وي، کډوال عارض کولای شي د پرېکړې د بيا کتنې (ار ايف ار) لپاره غوښتنليک وليکي. که ته ار ايف ار داخل کړې، دا به يو کال يا له دې زيات واخلي چې ته پرېکړه تر لاسه کړې. د دا ډول رد لپاره دا ډېره نادره ده چې بېرته راوګرځول شي.
که ستا قضيه د احتياط يا "نورو" دلايلو له کبله رد شوې وي، او ته ار ايف ار چمتو کوې، ته بايد له خپل ځان څخه لاندې پوښتنې وکړې. که د يوې پوښتنې ځواب "هو" وي، نو ته بيا په خپله ار ايف ار کې حالت په تفصيل سره تشريح کړې. ته بايد په دې کې هر هغه ثبوت شامل کړې، چې ستا ځوابونو ملاتړ کوي.
- ايا ته د خپل ځان په اړه له کومې نيونې، غلط فهمۍ، يا شکايت څخه خبر يې، کوم چې ممکنه ده د متحده ايالاتو د امنيتي کتنو لپاره ستونزه جوړه کړي، يا بل څه چې افسر يې په اړه پوښتنه کړې وي؟
-
- ايا ته څوک پېژنې، چې کله يې د کومې تروريستي ډلې سره اړيکې درلودلې؟
- ايا تا کله د يوې سیاسي ډلې يا سازمان سره اړيکې درلودلې، چې متحده ايالاتو حکومت هغې ته په دې نظر ګوري چې له تروريستانو سره اړيکې لري؟
- ايا تا کله جرمي يا تروريستي ډلې ته د تاوان پيسې ورکړي؟
- که تا د متحده ايالاتو د حکومت لپاره کار کړی وي، ايا تا کله د دې دندې پر مهال امنيتي سرغړونه کړې؟
- ايا ته کله د مسئولو لخوا نيول شوی يا بندي شوی يې؟
- ايا کله ته په جګړه کې ښکېل شوی، يا دې پوځي خدمات وړاندې کړي؟
- ايا ته داسې نيونې، غلط فهمۍ، يا شکايت څخه خبر يې چې ستا کورنۍ پکې ښکېل وي، چې شونې ده د متحده ايالاتو امنيتي کتنې ته ستونزه پيدا کړي؟
که د دې پوښتنو ځواب هو وي، ايا داسې نوي شواهد شته چې تا تر اوسه يو ايس سي آی ايس ته نه دي سپارلي؟ په نويو شواهدو کې کېدای شي اسناد، د پوليسو راپورونه، يا د عيني شاهدانو ليکونه وي چې دا تشريح کوي چې ته ولې د متحده ايالاتو امنيت ته ګواښ نه يې.
- ايا ته کوم امريکایي تبعه يا دايمي قانوني اوسيدونکي پېژنې (ايل پي ار، همدا راز د شين کارت لرونکو په توګه هم پېژندل کيږی) څوک چې کولای شي د ملاتړ نوی ليک وليکي کوم لیک چې د دې څرګندونه کوي چې ته د متحده ايالاتو امنيت ته ګواښ نه يې؟
ستا ار ايف ار همدا راز کولای شي چې بل هر هغه مهم دليل تر بحث لاندې ونیسي، چې ولې بايد متحده ايالات ستا غوښتنه تايید کړي. په هغو دلايلو کې چې کېدای شي پرېکړه کوونکو ته مهم وي شامل دي:
- د کورنۍ غړي چې په متحده ايالاتو کې ژوند کوي.
- له متحده ايالاتو سره نورې اړيکې، لکه د متحده ايالاتو له پوځ سره کار کول.
- که تا ته اجازه درنه کړل شي، تا يا ستا د کورنۍ غړيو ته به ځانګړي زيانونه ورسيږي.
آی ار ای پي يوه فورمه چمتو کړې، چې که چېرې ستا عريضه د نورو دلايلو له کبله رد شوه، ته دا فورمه کارولی شې. ته کولای شې دا فورمه له دې تړوني څخه ښکته کړې، او د دې غوښتنې لپاره يې وکاروې چې د متحده ايالاتو حکومت د نورو دلايلو پر اساس ستا د رد بيا کتنه وکړي.
دریم ګام: خپله قضیه جوړه کړۍ
ستاسو د RFR لیک باید یو یا دا دواړه شیان ولري:
- باید دا په جزیاتو سره تشریح کړي چې افسر یو څرګنده خطا کړې چې د رد کېدو لامل شوی
- نوي شواهد وړاندې کړئ تر څو پایلې بدلې شي.
- څه ډول څرګنده خطا به زما USRAP قضیه بیا خلاصه کړي؟
تاسو باید دا وښایئ چې د USCIS افسر یوه څرګنده تېروتنه کړې چې د رد کېدو لامل شوی.
له ځانه پوښتنه وکړئ:
- ایا د کډوالو افسر اجازه درکړه چې تاسو د کیسې مهمې برخې تشریح کړئ؟
- ایا ستاسو د کیسې داسې کومې برخې وې چې د کډوالو افسر یې په اړه پوښتنې ونکړې؟
- ایا کډوال افسر اجازه درکړه چې هغه شواهد چې تاسو له ځان سره مرکې ته راوړي وو، تشریح کړئ؟
- ایا د کډوالو افسر له تاسو پوښتنه وکړه چې تشریح ورکړئ چې تاسو هغه نور مواد ولې ندی راوړي چې ستاسو د کیسې ملاتړ وکړي؟
- که چېرې افسر پدې باور وو چې ستاسو کیسې کې تضاد شتون لری، ایا افسر ددې تضاد په اړه پوښتنه وکړه؟
د څرګندو اړوند خطا څو بېلګې په لاندې ډول دي. دا یو بشپړ لست ندی. که تاسو فکر کوئ چې څه بله خطا وشوه تاسو خپل حالت تشریح کړئ.
- افسر ستاسو د کډوالۍ د ادعا په اړه د مهمو حقیقتونو په اړه پوښتنه ونکړه.
بېلګه: د هغې د کډوالۍ په مرکه کې، غوښتونکې وویل چې هغه نیول شوې وه، خو دایې تشریح نکړه چې هغه په خطا نیول شوې وه . د کډوالو افسر د هغې د نیولو په اړه پوښتنه ونکړه او بیایي د هغې د کډوالۍ غوښتنه رد کړه ځکه افسر داسې پوهه شو چې هغې جرم کړی دی.
- تاسو نشوای کړای چې ملاتړکونکۍ شواهد په مرکه کې وړاندې کړئ او افسر پوښتنه ونکړه چې ولې شواهد شامل نه وو.
بېلګه: هغه د خپلې کډوالۍ په مرکه کې وویل چې د هغه کورنۍ دی اړ کړو چې کور پرېږدي، هغه هم د خپلې مذهبی عقیدې له وجې. خو غوښتونکي په خپله مرکه کې دغه شواهد نه درلودل چې ګنې دی یې له کوره په زوره اړ کړو چې ووځي، ځکه ثبوتونه یې په خپل هېواد کې له ملګري سره وو. د کډوالو افسر ده ته چانس ورنکړو چې تشریح ورکړي چې ولې یې دا شواهد له ځانه سره نه لرل.
- افسر تاسو ته اجازه درنکړه چې د خپلې کیسې تضاد تشریح کړئ.
مثلاً: عارض ويلي چې هغه په ۲۰۰۸ کې تښتول شوی و. هغه وروسته په مرکه کې وويل چې هغه په ۲۰۰۷ کې تښتول شوی و. افسر عارض ته اجازه ورنه کړه چې تشريح کړي چې هغه ولې دوه بيلا بيلې نېټې وښودلې.
څه ډول نوي معلومات به زما د قضیې ملاتړ وکړي؟
تاسو باید نوي معلومات ولرئ کوم چې ستاسو د هغو ادعاوو ملاتړ وکړي چې په مرکو کې مو رابرسېره کړې وو. دا نوي معلومات کېدای شي هغه شواهد وي چې د مرکې په وخت کې مو وو له ځانه سره نه وو راوړي یا هغه شواهد چې تاسو د کډوالۍ له مرکې وروسته ترلاسه کړي. نوي معلومات باید ستاسو د رد کېدو د لامل په اړه وي. د بېلګې په توګه، که تاسو د دې لپاره رد شوي یاست چې په یو جدي جرم مرتکب شوي وئ او نوي شواهد وښايي چې تاسو په خطر کې یاست، هغه دلیل د رد کولو لپاره ځواب ندی.
څلورم ګام: د ملاتړ سندونه جمع کول
کوم سندونه باید زه شامل کړم؟
دلته د شواهدو څوعمومي ډولونه دي چې تاسو یې کولای شي په خپل RFRکې شامل کړئ. دا بشپړ لېست ندی . کېدای شي ستاسو په قضیه کې نور سندونه سودمند اوسي. هېڅکله په خپل RFR کې جعلي یا نقلي جوړ شوي سندونه مه کاروئ.
- رسمي سندونه: تاسو کېدای شي اسناد تسلیم کړئ لکه:
- د زیږدنې سندونه
- د مرګ سندونه
- روغتیاي سندونه
- د پوځ د خدمت کتابچې
- له خپل ګومارونکي څخه یو لیک که مو له نړیوالې ان جي او یا کمپنۍ سره کار کړی وی
- د پولیس راپورونه
له ځانه دا پوښتنې وکړئ:
- ایا داسې اسناد لرئ چې په خپله اصلي مرکه کې مو نه وي وړاندې کړي؟
- ایا داسې اړوند سندونه شته چې له هېواد څخه بهر مو یې د کورنۍ کوم غړی، ملګری یا کوم ګاونډی درولېږي. دې کې لیکونه، شخصي پاڼې یا د پېژندنې کارتونه شامل کېدای شي.
- ایا داسې سندونه شته چې له کوم ارګان څخه یې غوښتنه وکړای شئ. دې کې له روغتون څخه مو روغتیایي تاریخچه، د پولیسو له حوزی څخه د پولیسو راپور، یا له مکتب څخه مو د دیپلومه یوه کاپي شامل کېدای شي.
- اعلامیي: یوه اعلامیه د حقیقتونو هغې لیکلې بیانیې ته ویل کېږي چې د یوه چا له لوري اعلان کېږي چې ريښتیا وايي. ستاسو د RFR د ملاتړ لپاره کېدای شي یو ملګری او یا د کورنۍ غړی یوه بیانیه ولیکي او لاسلیک یې کړي. د هغوی اعلامیه باید دا وښایئ چې ستاسو د حالت په اړه څه معلومات لري او یا یې څه لیدلي. ټولې اعلامیي باید لاسلیک شي. هر څومره چې ممکن وي، جزیات ورسره شامل کړئ. تل رښتیا ووایئ.
- ایا که تاسو کوم مهم اسناد له لاسه ورکړي یا خراب شوي لکه ستاسو د پوځ کارت یا د تهدید کوم لیک؟ که تاسو داسې کړي څوک پېژنئ چې دا اسناد یې لیدلي وي؟ ایا هغه کس به وکولای شي چې یو لیک ولیکي او تشریح کړي چې څه یې لیدلي؟
-
- ایا داسې څوک شته چې ستاسو ځېنې کيسې ووایې؟ د بیلګې په توګه، یو ګاونډي وولېدلۍ چې چا په تاسو برید وکړ ایا دا سړی به داسې یو لیک ولیکي چې څه یې لیدلي هغه پکې تشریح کړي؟
- DNA ثبوت: د DNA شواهد یوازې په نادره توګه د RFR برخه وي که تاسو پدې باوری یاست چې د رد کېدو لامل له کورنۍ سره د اړیکو پر بنسټ وو، او غواړئ چې د DNA ثبوت له خپل RFR سره شریک کړئ نو تاسو باید له خپل RSC سره د دې پروسې په اړه وغږېږئ.
- نور ملاتړ کوونکي اسناد: هر هغه سند وړاندې کړئ چې ستاسو د رد کېدو د دلیل حل کوي.
- د خپل حالت اړوند شواهد، لکه اخبار یا د مدافع ګروپونو راپورونه.
- د هغو ګواښونو اړوند سندونه چې تاسو ورسره مخ وئ لکه عکسونه، مسېجونه، واټس اپ مسېجونه یا ګواښلیکونه.
- هغه شواهد وښایئ چې تاسو کوم جرم ندی کړی لکه عدالتي سندونه.
- شواهد لکه چې کوم څوک مو ندي ځورولي لکه پوځي کارتونه
زه باید د دې سندونو په اړه څه ووایم؟
د هر نوي ثبوت په اړه چې تاسو په خپله کډوالۍ اصلي مرکه کې نه درلود تاسو باید معلومات وړاندې کړئ چې ولې مو نه وو راوړي د بېلګې په توګه، کېدای شي د مرکې پر مهال مو هغه شواهد له ځانه سره لرل خو تاسو د کډوالۍ افسر له ورنکړل، تاسو کولای شئ چې تشریح کړئ چې د کډوالۍ افسر د دې اسنادو لپاره پوښتنه ونکړه. که چېرې تاسو وکولای شو چې د مرکې وروسته مو اسناد ترلاسه کړل تشریح کړئ چې دا اسناد مو له خپل هېواد څخه په سختۍ ترلاسه کړی دي.
که زه سندونه ترلاسه نه کړم باید څه ووایم؟
که تاسی نشئ کولی چې مهم موجود اسناد ترلاسه کړئ، نو تشریح یې کړئ چې ولې یې ترلاسه کولای نشئ. د بېلګې په توګه که تاسو هغه ګواښلیک ایسته غورځولی وي چې په کور کې پاتې و، شرح ورکړئ چې ولې مو هغه ګواښلیک ونه ساتلو. هېڅکله جعلي سندونه مه شریکوئ. د هغې پر ځای پر نورو لارو فکر وکړئ چې معلومات شریک کړئ. لکه یو لیک له خپل کورنۍ د هغه غړي یا ګاونډي په وسیله ولیکئ او لاسلیک کړئ چې له دې حالت خبر دي.
پنځم ګام: RFR ولیکئ
لومړۍ برخه: پېژندنه (۳‑۵ جملې)
له درې څخه تر پنځو داسې څو جملې ولیکئ چې شرح ورکړي چی ولې ستاسو قضیه باید ومنل شي. دغه برخه باید یو یا دا دواړه شیان تشریح کړی:
- څنګه یو څرګنده تېروتنه د دې لامل شوه تر څو ستاسو قضیه رد شوي
- ولې نوی شواهدو دا ثابتوي چې تاسو باید بیا مېشت شئ.
که تاسو خپل RFR د خپل رد لیک له ترلاسه کولو ۹۰ ورځې وروسته لېږئ، یو ښه لامل ووایئ چې ولې خپل RFR ناوخته لېږئ د بېلګې په توګه، تاسو خپل رد لیک نه وو ترلاسه کړی، تاسو په انګرېزۍ خبرې یا لیکل نشو کولای، یا تاسو جدي روغتیايي ستونزې درلودې.
دویمه برخه: ستاسو کیسه (۵‑۱ مخه)
خپله کیسه ووایئ. دا باید جزیات تشریح کړي چې ولې غواړئ بیا مېشت شئ دا هم تشریح کړئ چې ستاسو د کډوالۍ په مرکه کې څه پېښ شول. خپله کیسه هغسې وکړئ څنګه چې پېښه شوې.
دروغ مه وایئ یا اغراق مه کوئ. ریښتیا ووایئ. هر دروغ یا اغراق کولای شي ستاسو قضیې یا په راتلونکي کې د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته زیان ورسوي.
درېمه برخه: د کډوالۍ ادعا (۲‑۱ مخه)
تشریح کړئ چې ولې د کډوال په تعریف کې جوړ راځئ دا وښایئ چې تاسو ته زیان رسېدلی وو او یا کېدای شي تاسو د نسل، مذهب، ملیت، سیاسي نظریې یا د کومې خاصې ټولنیزې ډلې د غړیتوب له امله زیانمن شئ.
څلورمه برخه: له جزیاتو سره د څرګندې تېروتنې شرح او/یا نوي شواهد (۵‑۱ مخه)
له جزیاتو سره شرح ورکړئ چې ولې باید ستاسو RFR ومنل شي. په یاد ساتئ باید تاسو یو یا دا دواړه تشریح کړئ:
- یو تېروتنه چې افسریا د متحده الایاتو دولت ستاسو په قضیه کې کړې وه.
- نوي شواهد چې تاسو یې وړاندې کولای شئ.
برخه ۵: د امريکايي ملاتړي لپاره معلومات: د هغه کډوال عارض لپاره چې د "نورو" يا "اختياري" دلايلو لپاره رد شوی و، د ملاتړ يو ليک.
دا معلومات د امريکا د تبعه لپاره دي، يا د هغه اوسيدونکي لپاره څوک چې ليوالتيا لري چې د يوې کډوالې کورنۍ د غړي لپاره يا يو ملګري لپاره د ملاتړ ليک وليکي چې د کډوال د عريضې د رد په مقابل کې د استئناف غوښتنه کوي. که ته يو کډوال يې، دا معلومات په امريکا کې خپل يو ملګري يا د کورنۍ غړي ته واستوه.
د ملاتړ ليک باید د کډوال د ښه شخصيت په اړه مثالونه ولري. په دې ليک کې بايد ټينګار شوی وي، چې داسې دلايل نه شته چې باور وشي چې دا کډوال د متحده ايالاتو د امنيت لپاره ګواښ دی.هغه بايد يو ايس سي آی ايس وهڅوي چې دا قضيه بيا وڅيړي. ليک بايد شخصي او په تفصيل سره وي. ليک کې بايد هومره زيات مثالونه وي، څومره چې ته کولای شې مهيا يې کړې.
دا پوښتنې د دې لپاره دي تر څو ستا سره مرسته وشي وپوهېږې چې کوم معلومات ګټور دي، چې په ليک کې ځای ورکړل شي. ته اړتيا نه لرې چې ټولو پوښتنو ته ځواب ووایې. ليک بايد د فقرو په بڼه ليکل شوی وي، د پوښتنو او ځوابونو په بڼه نه.
- عمومي شاليد
-
- ته څوک يې؟
- په ډاګه کړه، که چېرې ته د متحده ايالاتو تبعه يا قانوني دايمي اوسيدونکی يې.
- ستا اوسنۍ دنده څه ده؟
- ته د کډوالۍ لپاره عارض شوی تن څنګه پېژنې؟
- د کډوالۍ لپاره عارض شوی تن سره ستا اوسنۍ اړيکه څه ده؟
- د کډوالۍ عریضه کوونکي تاييد
-
- تشريح کړه چې ولې د کډوالۍ لپاره عريضه کوونکی ښه شخص دی.
- دا روښانه کړه ته پوره معلومات لرې، چې د کډوالۍ لپاره عريضه کوونکی د متحده ايالاتو ملي امنيت او خونديتابه ده ګواښ نه دی.
- هغه اوسني ګواښونه چې د کډوالۍ لپاره عريضه کوونکی اوس ورسره مخ دی
-
- ايا ته داسې کوم ګواښ څخه خبر يې چې کډوالۍ عريضه کوونکی اړ ګرځوي چې خپل هيواد پرېږدي؟ که داسې وي، نو تشريح کړه.
- هغه ګواښونه او خطرونه تشريح کړه چې د کډوالۍ لپاره عريضه کونکي په اصلي هيواد کې ورسره د ده په څېر نور خلک مخ دي. د بېلګې په ډول، که ستا ملګري په عراق کې د امريکا د پوځ لپاره کار کړی وي، تشريح کړه چې ته د نورو هغو عراقيانو په اړه څه معلومات لرې چې څه ورسره شوي، کومو چې د امريکا د پوځ لپاره کار کړی وي.
- ليک په هغه جملو پای ته ورسوه چې ته باور لرې چې متحده ايالات بايد د کډوالۍ عارض رد په اړه بيا فکر وکړي، او دا چې عارض بايد د کډوال په توګه ومنل شي.
شپږم ګام: د RFR لېږل
IRAP پیشنهاد کوی چې څنګه باید له RSC سره مو خپل RFR څه ډول په سمه توګه شریک کړئ.
دا وېبپاڼې د RFRs د ډکولو اوسنئ لارې چارې ښایي:
- اروپا، منځنی ختیځ، او افریقا څخهRFR لېږل
- اسیا پاسیفیک څخهRFR لېږل
- لاتین امریکا، کاناډا او کرابین څخهRFR لېږل
هغه هېواد چې تاسو پکې مرکه ورکړې او په دې وېبپاڼو کې یې د ډکولو لارې چارې شتون نلری نو له خپل RSC سره اړیکې ټینګې کړئ:.
لاندې یو شمېر اړین ټکي وړاندې کېږي چې باید په یاد یې ولرئ:
- ځان باوري کړئ چې RFR مو په انګرېزۍ ژبه لیکلی وي. له یو باوري ژباړونکي کار واخلئ.
- د RFR په وروستۍ پاڼه کې په تور قلم لاسلیک وکړئ.
- خپلې اعلامیې، د رسمي سندونو کاپۍ، او ملاتړ کوونکي شواهد په وروستي برخه کې ضمیمه کړئ. ځان باوري کړئ چې د انګرېزۍ ژباړې یې هم ورسره ضمیمه دي.
وروسته څه پېښېږي؟
د دری نه تر شپږو میاشتو یا حتی څو کلونه وخت نیسی تر څو د خپل RFR ځواب ترلاسه کړی. که شپږ میاشتې وروسته مو کوم ځواب ترلاسه نه کړو، باید له خپل RSC سره یې تعقیب کړۍ. تاسو کولای شئ د خپل RFR په اړه په دوامداره توګه ځان پوهه کړئ.
تاسو به د خپل RFR په تړاو یو لیکلی پرېکړه لیک د RSC له لارې یا په مستقیمه توګه له USCISڅخه ترلاسه کړئ. که تاسو د خپل RFR له لېږلو وروسته خپله پته بدله کړې وي نو باید خپل RSC پرې خبر کړئ.
یو RFR کېدای شي ددی لامل وګرځی چی ستاسی قضیه په USCIS کې ومنل شی او شاید مو بیا مرکې ته وغواړي یا مو قضیه رد کړي. په ځینو مواردو کې کېدای شي USCIS به تاسو ته یو لیک دراولېږي چې د نورو شواهدو غوښتنه به پکې شوې وي.
که زما RFR رد شي نو څه به وشي؟
که ستاسو RFR رد شي، ستاسو قضیه تړلی ګڼل کېږي او USCIS به وروسته له هغې هېڅ اقدام ونکړي. په ډېرو نادرو حالاتو کې داسې کیدای شی چې یو شخص د دویم ځل لپاره USCIS ته د بیا غور په موخه RFR ولېږي. دا انتخاب شاید دومره بریالی نه وي یواځې په هغه صورت کې که تاسو نوي څرګند شواهد ولرئ.
نوي شواهد په هغه صورت کې مرسته کولای شی چې:
- نوي شواهد هغه مهال شتون نه درلود کله چې لومړی RFR لېږل شوی وو او/یا
- ستاسو حالت اوس په څرګند ډول بدل شوی.
نوي شواهد باید ستاسو د کډوالۍ د کیسې د حقایقو ملاتړ وکړي چې تاسو خپل مرکه کوونکي ته ویلي او ستاسو د رد کېدو لپاره ځانګړې ستونزه هواره کړي.
نوي شواهد بايد ستا د کډوالۍ کيسې حقايق تاييد کړي، کوم چې تا مرکه کوونکي ته ويلي دي، او د خپل رد لپاره خاص دلايلو ځواب ووايه.
که تاسو خپل دویم RFR ولېږئ، کېدای شي USCIS پرې بیا غور ونکړي. که تاسو دویم RFR لېږئ، نو دې ته هم تېار اوسئ چې هغه پرېکړه ترلاسه کړئ چې پکې ویل شوي وي چې ستاسو RFR ځکه رد شو چې تاسو مخکې هم یو ځل RFR سپارلی وو. له بده مرغه له دې پرېکړې څخه وروسته د بیا استیناف غوښتلو لار نشته.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي: